روژه داسلام یو رکن دی

احمدالله عاطفي

روژه ،داسلام له سترو عباداتو، شعایرو او د پنځو عملي ارکانو څخه یو رکن دی چې د دین بنیاد پرې ولاړ دی.

په اسلام کې دشهادت له کلمی وروسته لمونځ او ورسره سم زکات ذکر شوی، لمونځ او زکات ته قریبتین هم ویل کیږي، ځکه د قرانکریم په متعددو آیتونو کې چې د لمونځ ذکر راغلی جوخت ورسره دزکات یادونه هم شوي ده.

قال الله تبارک وتعالی: وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ… (البقره:۳)
ژباړه:( دمتقیانو صفت) لمونځ اقامه کوي او له هغه څه چې موږ ور روزي کړي انفاق کوي.

قال الله تبارک وتعالی: وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ . ( البقره: ۴۳)
ژباړه :(بني اسرائيلوته آمر دی) او لمونځ قایم کړئ او زکات ورکړئ او له رکوع کونکو سره رکوع وکړئ.

قال الله تبارک وتعالی: لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ…،(المائده: ۱۲)
ژباړه ? الله سبحانه وتعالی بني اسرايئلوته دجنت ډاډ ورکوي په دې شرط) که مو لمونځ ادأ کړ او زکات مو ورکړ…

قال الله تبارک وتعالی: وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ…، (التوبه: ۷۱)
ژباړه : (باایمانه مؤنان اوباایمانه ښځي هغه دي چې ) لمونځ قایموي، زکات ورکوي…

قال الله تبارک وتعالی: وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيّاً…(مریم:۳۱)
ژباړه:(عیسی علیه السلام خپله دنده بیانوي) او ماته ئې دلمانځه او زکات سپارښتنه کړې، تر هغه چې ژوندی یم.

قال الله تبارک وتعالی: وَكَانَ يَأْمُرُ أَهْلَهُ بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ وَكَانَ عِندَ رَبِّهِ مَرْضِيّاً…(مریم:۵۵)
ژباړه:(داسمعیل علیه السلام صفت) او خپل ټبر به ئې پر لمانځه او زکات ګمارو،او د خپل رب ریښتینی پیغمبر وو.

قال الله تبارک وتعالی: أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ…،( الحج:۴۱)
ژباړه : (الله سبحانه وتعالی دمؤمن صفت بیانوي) که پر زمکه کې ورته(تمکین ورکړو) لمونځ قایموي ، زکات ورکوي…

قال الله تبارک وتعالی: وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ…، (النور: ۳۷)
ژباړه : (الله سبحانه وتعالی دمیړنیو مؤمنانو صفت کوي چې دسوداګرۍ ګټي ئې ) د لمانځه له قایمولو او زکات له ورکولو نه غافلوئ…

قال الله تبارک وتعالی: وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا .(الاحزاب: ۳۵)

ژباړه:(الله سبحانه وتعالی دمؤمن او مؤمنې صفت کوي) صدقه ورکونکي او صدقه ورکونکې، روژه تي او روژه تۍ، دخپل عورت ساتونکي او (دخپل عورت) ساتونکې، او دالله زیات یادونکي او ذکر کونکې؛ الله ورته دبخښني او ستر اجر تیاری نیولی.

د ثبوتي او وجوبي عباداتو په ترڅ کې د دین بزرګانو دارکانو په تر تیب کي روژه او حج وړاندې وروسته ذکر کړي، او دا ترتیب په احادیثو کې هم شته،دوړاندي والي او وروسته والي مسئله مهمه نه ده.

رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) په متعددو روایتونو کې داسلام ارکان او بنیادي ستنو توضیح او تشریح کړې ده، دبیلګې په توګه…

عَنِ ابْنِ عُمَرَ (رضي الله عنه) قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ (صلى الله عليه وسلم) : بُنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلَاةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ.(متفق علبه)

ژباړه: اسلام پر پنځو شیانو بنأ دی، د دې خبرې ګواهي ورکول چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل برحقه معبود نشته، محمد (صلی الله علیه وسلم) د الله بنده او رسول دی، لمونځ قایمول ، زکات ورکول ، حج ادأ کول او د رمضان روژې نیول دي.

دلته صوم د حج له فریضي وروسته ذکر شوی، خو دسیدنا حضرت جبرائیل په مشهور حدیث کې صوم له حج نه وړاندې ذکر شوی.

عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: بَيْنَمَا نَحْنُ عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ يَوْمٍ، إِذْ طَلَعَ عَلَيْنَا رَجُلٌ شَدِيدُ بَيَاضِ الثِّيَابِ، شَدِيدُ سَوَادِ الشَّعْرِ، لَا يُرَى عَلَيْهِ أَثَرُ السَّفَرِ، وَلَا يَعْرِفُهُ مِنَّا أَحَدٌ، حَتَّى جَلَسَ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَسْنَدَ رُكْبَتَيْهِ إِلَى رُكْبَتَيْهِ، وَوَضَعَ كَفَّيْهِ عَلَى فَخِذَيْهِ، وَقَالَ يَا مُحَمَّدُ، أَخْبِرْنِي عَنِ الْإِسْلَامِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الْإِسْلَامُ: أَنْ تَشْهَدَ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَتُقِيمَ الصَّلَاةَ، وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ إِنِ اسْتَطَعْتَ إِلَيْهِ سَبِيلًا . قَالَ: صَدَقْتَ، قَالَ: فَعَجِبْنَا لَهُ يَسْأَلُهُ وَيُصَدِّقُهُ.

قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِيمَانِ. قَالَ: أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ، وَمَلَائِكَتِهِ، وَكُتُبِهِ، وَرُسُلِهِ، وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ . قَالَ: صَدَقْتَ. قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ الْإِحْسَانِ، قَالَ: أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ، فَإِنَّهُ يَرَاكَ . قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنِ السَّاعَةِ؟ . قَالَ: مَا الْمَسْئُولُ عَنْهَا بِأَعْلَمَ مِنَ السَّائِلِ . قَالَ: فَأَخْبِرْنِي عَنْ أَمَارَتِهَا؟ . قَالَ: أَنْ تَلِدَ الْأَمَةُ رَبَّتَهَا، وَأَنْ تَرَى الْحُفَاةَ الْعُرَاةَ الْعَالَةَ رِعَاءَ الشَّاءِ يَتَطَاوَلُونَ فِي الْبُنْيَانِ.

ثُمَّ انْطَلَقَ، فَلَبِثْتُ مَلِيًّا، ثُمَّ قَالَ لِي: يَا عُمَرُ، أَتَدْرِي مَنِ السَّائِلُ؟ . قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: هَذَا جِبْرِيلُ أَتَاكُمْ يُعَلِّمُكُمْ دِينَكُمْ. (رَوَاهُ مُسْلِمٌ)

ژباړه:سیدنا حضرت عمر فاروق(رضی الله عنه) روایت کوي : مونږ يو ورځ د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) خدمت کې ناست وو، ناببره يو سړی را ښکاره شو چې تکې سپنې جامې يې په تن او د سر ويښتان يې تور وو ، په هغه د سفر هيڅ نښه او اغیزاثر نه ښکارېده ، له مونږ څخه هغه هيچا نه پېژنده ، تر دې چې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په وړاندي (په ډیر آدب او احترام دیو زده کونکي په توګه) کيناست ، زنګنونه يې د هغه د زنګنو سره ولګول او دواړه لاسونه يې په ورونو کيښودل عرض ئې وکړ : اې محمده !(صلی الله علیه وسلم) ما له اسلامه خبرکړه ( اسلام څه دی ؟ ) رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : اسلام ګواهي ورکول دي چې نشته لايق د عبادت او بندګي مګریوالله(معبود برحق لایق دعبادت) دی ، او محمد د الله تعالی رسول دی ، او لمونځ اقامه کول ، او زکات ورکول ، او د رمضان روژې نيول او د حج (مناسک)ادا کول دي، څوک يې چې (مالي او بدني ) توان ولري، پوښتونکي وویل : تا رښتيا وويل.

موږ تعجب وکړ چې(دا ځوان) پوښتنه کوي او بیا ئې دریښتینولي اقرار هم کوي.
پوښتونکي (بیا) عرض وکړ: ما ته خبرراکړه چې ايمان څه دی؟.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: ايمان دا دی چې : په الله (سبحانه وتعالی) دهغه په ملائکو،دهغه په کتابونو، د هغه په رسولانو ، په ورځ د آخرت او دا چې په قدر او شر ( چې د الله د جانبه دي ) ايمان راوړل دي .

پوښتونکي عرض وکړ: تاسو رښتيا وويل!

پوښتونکي (بیا) عرض وکړ: ما له احسان څخه خبر کړه .

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: (احسان او ښه کول ) عبارت دي له دې چې ته داسې (دالله سبحانه وتعالی)عبادت وکړې چې ګويا هغه ته ويني ، او کچېرې ته هغه نه ويني نو په دې باندې يقين او باور لره چې هغه تا ويني.

پوښتونکي (بیاځل) عرض وکړ: ما د قيامت له ورځې خبر کړه . رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: پوښتل شوی له پوښتنه کوونکي څخه (په دي اړوندزیات) پوه نه دی.

پوښتونکي (بیا) عرض وکړ: پس ما د هغه(قیامت) له نښانو څخه خبر کړه .

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: (لمړی نښه) دا چې وېنځه خپل بادار وزېږوي ( يعنې دا چې ميندې خوارې او حقيرې شميري او ځان د خپلې مور بادار ګڼې ) ، او دا چې ته د صحرا هغه ابلې پښي ګرځیدونکي، په تن لوڅ اوپه ګیډه وږې ، د پسو(څارویو) چوپانان ووینې،چې د(دنګو) ودانيو او ساختمانونو په جوړولو کې يو له بل سره په مخکي والي کې مقابله وکړي (دعیش ژوند غوره کړي).

حضرت عمر (رضی الله عنه) فرمايي: هغه سړی(له پوښتنو او ځواب اخستلو وروسته) ولاړ ، زه یوه شیبه ناست وم ، چې حضرت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : اې عمر ! ته پوهيږې چې پوښتونکی څوک وو ؟

عرض مو وکړ: الله (جل جلاله)او د هغه رسول(صلی الله علیه وسلم) ښه پوهيږي .
حضرت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل : هغه جبرئيل امين (عليه السلام) و ، د دې لپاره راغلی و ( څو د پوښتنې او ځواب په توګه ) تاسي ته ستاسې دين در زده کړي.

په دې مبارک حدیث کې(، وَتَصُومَ رَمَضَانَ، وَتَحُجَّ الْبَيْتَ ) روژه له حج څخه وړاندي ذکر شوي ده، په همدې اساس اکثره فقها ئې کرامو په خپلو تصانیفو کې د روژي،فرضیت،احکام او مسائیلو درس د لمانځه او زکات له درسونو وروسته ذکر کړی او دلیل ئې په دی اړوند دا دی چې په قرانکریم او نبوي احادیثو کې دروژې دفرضیت ذکر دلمانځه او زکات نه وروسته شوی.

حضرت امام بخاري (رحمه الله) په صحیح بخاري کې په تر تیب لمړی لمونځ، زکات ،حج او بیا دروژې ‌ذکر اخستی.

حضرت امام محمد الشیبأني (رحمه الله) په جامع صغیر او جامع کبیر کې،چې دحنفي فقې ستر مراجع ګڼل کیږي د روژې درس دلمانځه نه وروسته بیان کړی او دلیل ئې دادی چې دواړه بدني عبادات دي.

امام مسلم ،امام ترمذي(رحمه الله) په خپلو تصانیفو کې تر تیب دفرضیت په بنأ روژه ئې له حج نه مقدم ذکر کړی، لمړی لمونځ، بیا زکات او دریمه برخه کې روژه راوړې ده.

ددین اکثرو بزرګانو هم په خپلو تصانیفو کې دروژې او حج احکام ، مسايل او فضیلتونه په ترتیب دخپلو رایود ثواب لید په اساس وړاندي وروسته ذکر کړي، چې ان شأ الله په ټولو کې خیر دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button