سپینه ډوډۍ ولې زیان لري؟

روغتیا پالان تل خپلو ناروغانو ته د سپنې ډوډۍ پر ځای د توربخونې هغې سپارښتنه کوي، خو ولې؟ څه د دې لامل کېږي چې سپینې ډوډۍ ته نا روغتیايي ډوډۍ و وایو؟

هغه کسان چې سپینه ډوډۍ خوري (هغه ډوډۍ چې له سپینو اوړو پخه وي)، هېڅ وخت هم د مړښت احساس نه کوي؛ ځکه دغه ډوډۍ په خپل ترکیب کې اړین غذایي مواد نه لري چې د انسان د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي.

فایبر په اوړو کې هغه ضروري ماده ده چې په وینه کې کلسټرول تنظیموي او له هاضمه سيستم سره په مړښت کې مرسته کوي. د دې خلاف سپینه ډوډۍ د هغو غنمو له اوړو څخه پخېږي چې پوستکی (سبوس) ترې لرې شوی وي که یې ډوډۍ وخوړل شي د لا لوږې لامل کېږي.

سپینه ډوډۍ په وینه کې شکره لوړوي.

سپینه ډوډۍ د تصفیه شوو غنمو له اوړو پخېري، د هضم په اوږدو کې ژر جذبېږي چې دغه څه په وینه کې د شکرې کچه لوړوي او انسولین ټیټوي. سپینه ډوډۍ یوازې د هغو خوراکي توکو سرچینه ده چې د شکرې او زړه ناروغۍ لا پرمختللې کوي او د چاغوالي سبب کېږي.

دا چې په سپینه ډوډۍ کې فایبر او نور غذایي مواد لکه ويټامین بي B6، مګنیزیم او فولیک اسید نشته نو ویلی شو چې سپینه ډوډۍ ناسالمه ده. په سپینه ډوډۍ کې د ګلوټن شتون د دې لامل کېږي چې هضم یې ستونزمن شي.

په سپینه ډوډۍ کې هېڅ ډول انزایم نه تر سترګو کېږي، د دې لپاره چې په معده کې خواړه لکه غوړي،

کاربوهایدريت او پروتینونه پر وړو زرو تجزیه شي، په پانقراس کې اړینو انزایمونو ته اړتیا پیدا کېږي، خو که د یو څه وخت لپاره سپینه ډوډۍ وخوړل شي، پانقراس د انزایمونو له کمښت سره مخ کېږي چې نه شتون یې د هاضمې په سيستم کې ستونزې پیدا کوي.

ژباړه: حمیدي

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button