د پیسې ارزښت کمول، گټې، زیانونه او بېلگې

عبدالوافي نایبزی

د پیسې ارزښت راکمول یا Devaluation په عصري پولي سیاست کې هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت په لوی لاس په‌خپله وغواړي چې د خپلې کرنسۍ ارزښت د طلا یا د خارجي اسعارو په وړاندې راکم کړي، عموماً هغه هېوادونه چې د صادراتو کچه يې نسبت وارداتو ته ډېره اوسي، د خپلې پیسې ارزښت راکموي.

د «ډي ویلیوېشن» یا کرنسۍ ارزښت کمولو گټې:

لومړی، کله چې کوم هېواد په‌خپل داخل کې ډېره تولیدات ولري او وغواړي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته يې صادرات زیات شي، نو د خپلې کرنسۍ ارزښت راټيټوي، تر څو د نړۍ نورو هېوادونو ته د دوی تولیدات په ارزانه تمام شي او ویې پېري.

دوییم، کله چې د یو هېواد خپل تولیدات ډېر وي او وگړي يې په خارجي تولیداتو ډېرې پیسې ورکوي، نو دا پالیسې بیا گټوره تمامېږي، یانې د کرنسۍ په ارزښت کمېدو سره کورني تولیداتو پلور په‌خپل هېواد کې هم ډېرېږي.

درېیم، کله چې یو هېواد په لوړه کچه له عوامو څخه پوروړی وي، یانې فکر وکړئ، چې ستاسې هېواد کې مرکزي بانک د کرنسۍ د کنټرول په موخه د ۲مېلیاردو ډالرو په ارزښت بانډونه بازار ته وړاندې کړي‌دي، او هره میاشت باید اوس پوروړ ته دوه مېلیونه ډالر ورکړي، نو اوس که وغواړي چې حکومت خپل قرض ورکول کم کړي، نو د کرنسۍ ارزښت راټیټوي، او حکومت په‌کې ډېره گټه کوي (بانډ هغه پاڼه ده، چې پر عوامو باندې په یو نرخ فرضاً لس لاکه افغانۍ له لس فیصده سود سره د یو کال پورې پلورل کېږي). فکر وکړئ، که ۵۰٪ هم د خپلې کرنسۍ ارزښت راکم کړي، نو د دوه مېلیاردو پور یو ته راښکته شو، ځکه بانډونه د هر هېواد په خپله کرنسۍ کې وي.

د «ډي ویلیوېشن» یا کرنسۍ ارزښت کمولو زیانونه:

لومړی، د کرنسۍ په ارزښت کمولو سره د وخت په تېرېدو سره د توکو/خدماتو په نرخونو کې قیمتي راځي او د انفلاسیون گراف ورسره لوړ ځي. کله چې د یو هېواد صادرات ډېر شي او پر وارداتو قیمتونه لوړ شي، نو د وارداتي توکو سوداگر اړ دي، چې قیمت لوړ بوځي، نو ورسره د وارداتي اجناسو قیمتونه لوړېږي.

دویم، تر ټولو خطرناک حالت يې د هېواد په بازارونو کې د ممکنه زیانونو او خطراتو رامنځ‌ته کېدل دي، یانې د مشتري هغه باور او کانفېډېنس د بېروني توکو/خدماتو په اړه زیانمن شو، او هغه سوداگر چې واردات کوي، په بېروني مارکېټ له بې‌باورۍ سره مخ‌کېږي.

درېیم، هغه هېواد چې د خپلې کرنسي ارزښت يې راکم کړی‌دی، دې هېواد ته په وارداتو ښايي د ځینو هېوادونو سره سوداگريزه جگړه یا Trade War پېښ شي، په اقتصاد کې سوداگریزه جگړه هغه بد حالت دی، چې ستا د هېواد په تولیداتو تعرفه لوړه شي، سوداگر دې نورو هېوادونو ته ارزښت ونه‌لري او د سوداگرۍ په میدان کې خپل ارزښت له‌لاسه ورکړې.

دوه هغه هېوادونه چې د خپلې کرنسۍ ارزښت يې راټيټ کړ:

په ۲۰۱۶ز کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته چین غوښتل چې د خپلې کرنسۍ ارزښت راټيټ کړي، تر څو خپل کورني ناخالص تولیدات يا GDP لوړه بوځي، خو د امریکا د ولس‌مشر له لوري په چینايي توکو تعرفه لوړه شوه او چین ته يې ټکان ورکړ، چې د خپلې کرنسۍ ارزښت راټيټول به ورته په زیان تمام شي.

برازيل په تېر کې هم د خپلې کرنسۍ (رییل) د ارزښت راټیټولو تجربه لرله، او د ۲۰۱۱ز راهیسې يې د خپلې کرنسي ارزښت راکمولو، خو پایله يې ورته ډېره ناوړه وه، د نفتو نرخونه يې په نړیواله کچه راټیټ شول، د نورو تولیداتو نرخونه يې هم راټيټ شول او بیا يې ورته کنټرول سخت وو، تر څنگ يې فساد هغه څه وو، چې برازيل هېڅ‌کله په‌خپل دې پلان کې بریالی نه‌شو.

نور ښکاره کړئ
Back to top button