زه له ماشومتوبه درواغجن يم

ليكوالان: جو. الن ډيميتريوس او مارك مازارلا

ژباړن: صالح محمد صالح

كه د خلكو ظاهر او باطن يو ډول وي، بيا يې په پېژندلو كې كومه ستونزه نه وي، خو رښتيا دا ده چې ځينې خلك درواغ ډېر وايي. پر دې سربېره بايد پام مو وي، چې زموږ موخه هغه كسان نه دي، چې په ناپامۍ كې كومه تېروتنه ځنې كېږي او نه شي كولاى د ښو او بدو توپير وكړي، بلكې موخه هغه كسان دي چې په لوى لاس درواغ وايي او نور خلك تېرباسي.

څر نګه چې موږ انسانان د هغوى د څرګندونو له مخې تلو او قضاوت پرې كوو، له همدې كبله كله چې مو د هغوى په اړه معلومات نيمګړي او ناسم وي، نو له شك پرته چې زموږ قضاوت به هم نيمګړى وي. درواغجنان مو پر څو برخو وېشلي چې جلا- جلا پرې ږغېږو.

هغه كسان چې ناببره درواغ وايي:

دا ډول خلك ناڅاپه درواغو ته مخه كوي. له ځينو هغو مسايلو څخه فاصله واخلي چې ښه يې نه ځنې راځي. دا خلك دومره له درواغو سره عادت نه دي، د يو چا د ډېر ټينګار له كبله درواغ وايي، چې وروسته ډېر پر دې خبره ځورېږي هم، له دې كبله د خپل بدن د حركاتو او د ږغ د ډول په مرسته دا مسئله روښانوي.

دا ډول خلكو له وړاندې د خپلو درواغو په اړه سوچ كړى دى، تر ډېره هڅه كوي، دا مسئله توجېه كړي او داسې وښيي چې دومره بد كار يې نه دى كړى، ان درېيمګړى او بل څوك هم نه شي كولاى د دې ډول خلكو درواغ رسوا كړي. په بله وينا، دا ډول درواغجنان په دې باور دي، چې په سادګۍ سره نه رسوا كېږي، كه چېرې يې دا ډول سوچ نه كولاى، نو درواغو ته به يې مخه نه كولاى. همدا وجه ده چې د درواغو د رسوا كېدو كار ستونزمنېږي.

سابقه لرونكي درواغجنان:

دا ډول درواغجنان، په خپل كار كې برلاسي دي او د مخكېنيو خلكو په څېر د ناراحتۍ احساس نه كوي، ځكه دوى په دې برخه كې ډېره تجربه ترلاسه كړې او عادت شوي دي. له همدې كبله يې د ږغ له ډول او د بدن له حركاتو هم څوك نه پوهېږي چې درواغ وايي.

دا ډول خلكو د خپلو شخصي ګټو د ساتنې او خپلو موخو د ترلاسه كولو لپاره دا لار غوره كړې ده، په څېره كې يې د وارخطايۍ او خواشينۍ څرك هم نه ښكاري. دوى تر درواغ ويلو مخكې سوچ نه كوي، د درواغ ويلو پر مهال له زياتو تورو او كليمو څخه كار اخلي.

له درواغو سره عادت شوي خلك:

دوى له درواغو سره عادت شوي دي. د وخت په تېرېدو سره د خپلو خبرو رښتيا او درواغو ته دومره پام هم نه كوي. د دې ډول خلكو د پېژندنې لپاره د هغوى د څېرې پر ډول او بدني حركاتو دومره تكيه نه شو كولاى، ځكه دوى ته درواغ ډېر عادي كار ښكاري، د درواغو نښې په كې نه ښكاري، څرنګه چې د درواغو ويل د دوى ذهني كنټرول زيانمنوي، له دې كبله ځينې بې ارتباطه خبرې هم کوي.

په دې وخت كې يې موږ بايد د خبرو ډول ته پام وكړو چې ځينې بې مانا او غلط توري هم كاروي، دا ډول خلك ډېر كم دي، له دې كبله يې د درواغو رسوا كول هم سخت كار دى، خو د حقوقي او قضايي مسايلو ماهرينو ته د دا ډول خلكو پېژندل دومره سخت نه دي، ځكه د دوى درواغ د څو سرچينو او كسانو له خوا څېړل کېږي. موږ له دې ډول خلكو سره ډېر مخ كېږو، له دې كبله موږ ته يې پېژندل دومره سخت نه دي.

مسلكي درواغجنان:

د مسلكي درواغجنانو پېژندل له هرې ډډې سخت كار دى، ځكه دوى ځينې مهال د څېړنې په موخه درواغ وايي، غواړي د نورو كسانو له خولې ځينې خبرې وباسي، پر دې سربېره د دوى په خبرو كې بې مانا او ګډوډ توري هم نه شته. دوى تر درواغ ويلو مخكې د خپل هدف په اړه ښه سوچ كوي، كوښښ كوي د ځينو بې ارتباطه او مانا تورو له كارولو ډډه وكړي. دغه راز يې ظاهري ارامي هم كتونكي او اورېدونكي ته كوم سند په لاس كې نه وركوي.

د دې لپاره چې مسلكي درواغجن رسوا كړو، بايد چې پر څرګندونو او خبرو يې د يوې بهرنۍ سرچينې له خوا غور وشي. په كار ده چې سړى تر هر ډول اقدام وړاندې خپل غوڅ تصميم ونيسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button