ملي بنسټونه (نهادونه) او اهمیت یې

محمدعارف رسولي
موږ د نهاد/بنسټ (Institution) په هکله زیات اورو خو زموږ ډېری خلک يې په معنی، دنده او اهمیت سم نه پوهېږي. بنسټ په عمومي توګه یو منل شوی روښ دی چې ټولنه یې د خپلو دیني اوملي ارزښتونو په رڼا کې د زمانې په بهیر کې ټاکی او د یوې ټولنې د غړو تر منځ راکړه ورکړه او تعامل اداره کوي.

د مثال ‎په توګه، په قطار کې خپل نوبت ته منتظر اوسېدل چې مواد یا کوم نور خدمات تر لاسه کړو، تکت واخلو، تذکره واخلو، له بانکه پیسې وباسو او نور یو مشهور بنسټ دی او په ځینو ملکونو کې زیات اهمیت لري. د شتمنۍ لرلو حقوق یو اساسي قانوني او اقتصادي بنسټ دی او همدارنګه حقوقي سیستمونه نور مهم لمړني بنسټونه (نهادونه) دي چې د یوه ملک په ژوند او پرمختګ کې ستر رول لري، که ورته درناوی ونه شو او پانګونه ورباندې ونه شوه او لکه زموږ په ملک کې له نظره وغورځېدل، خلکو هغو ته د غاړه اېښودو په ځای په واسطو او خپلویو تکیه وکړه نو ښه ورځ نه شي لیدلئ.

په بل عبارت: بنسټ (نهاد) یا(Institution) له رولونو، پالیسیو، قوانینو، رواجونو، ارزښتونو او کړنو څخه عبارت دي چې ټاکي څنګه ټولنې فعالیت وکړي. بنسټونه سنجول شوي جوړښتونه دي، د ټولنې اساسي اړتیاوې پوره کوي، عادتونه او کړنې کنترولوی. بنسټونه ټینګو، ارزښت لرونکو او د بیا بیا تکراریدونکو عادتونو شکلونو ته وایي. بنسټونه د خپلو مقرراتو په مرسته د خلکو د ژوند کولو چلند ټاکي او لوړوالی ورکوي.

پوهان وایي: بنسټونه ټولنې له پاشل کېدو ژغوري، خو که داسې څه او یا څوک وي چې بنسټونه له شړېدلو وساتي. بسټیزکېدل/نهادینه کېدل (Institutionalization) هغه پروسه ده چې د یوه سازمان د چال چلند نورم، ماموریت، پالیسي ګاڼې، لرلید، او ستراتیژیک پلانونه د عمل په داسې لارښوونو واړوي چې د کارمندانو له ورځنيو فعالیتونو سره یې اړخ ولګوي. موخه یې داده چې بنسټیز ارزښتونه او هدفونه د سازمان په کلتور او جوړښت کې د ننه کړي. د بنسټیز(نهادینه) کیدو معیار دادی چې په هره کچه یو ارزښت بنسټیز شي په همغه کچه خلک ورڅخه ننګه کوي، که یې څوک ورنه اخلي او یا تاوان وراړوي نو خلک ورسره مقابله کوي. د افغانانو په نهادینه او بنسټیز شوو ارزښتونو او نهادونو کې د اسلام مبارک دین او د ازادۍ خوښول شامل دي، خو که سمه پاملرنه ورته ونه شي، دې بنسټونو او ارزښتونو ته سمه پاملرنه ونه شي، د راز راز لاملونه له کبله د پردو د لاسوهنو په ګډون کمزوري او خدای مه کړه له منځه تلی شي. ځکه فقر، نالوستي توب، بې اتفاقي، کرکې او تعصبات، او له خپل ګډه تاریخه بې خبري دا بنسټونه کمزوري کوي او اوس یې هم ورته تاوان پېښ کړی دی.

عبادت ځایونه داسې بنسټونه دي چې د خلکو مذهبي او سایکالوجیکي اړتیاوې پوره کوي، مسجد او ورسره تړلي ټول عبادات، مناسک، د محلې نظم، د ماشومانو اخلاقي او دیني روزنه، د خلکو د عاداتو سمه رهبري، د غریبانو لاس نیوی، د منازعاتو حل او نور زیات ټولنیز څه ورپورې تړلي دي. په رواجونو، عنعناتو، عادتونو او ان په ټول کلتور باندې اغیزه کوي. نکاح یو بنسټ دی، ارزښتونه یې د کورنۍ له ودې سره مرسته کوي، عادتونه یې کنترولوي. د ښوونې او روزنې بنسټونه زده کړه ورکوي. د بنسټ ریښتیانۍ معنی د یوه پوهنتون له تاسیساتو، پکې کارکوونکو خلکو، خورا ژوره ده. اصلي معنی یې په هغو ارزښتونو او رویښ کې نغښتې ده چې په دې بنسټونو کې راټوکیدلي او زموږ انسانانو چې هلته ژوند کوو عادتونه کنټرولوي.

پیسې په اوسنیو ټولنو کې پخپله یو بنسټ دی. د زیاتو سازمانونو لکه بانکونو، مالي نهادونو، د سټاک (ونډو) مارکیټونو او ان د کرنسيو اسعارو بازار د مارکیټونو د رامنځته کېدو لامل شوې دي.

د بنسټ او سازمان پرتله

بنسټ له سازمان څخه ستر او ژور مفهوم لري، سازمان موږ زر جوړولی شو خو نهادونه رامنځته کېدل او ټینګېدل زیات وخت غواړي. بنسټونه په ټولنیز ژوند کې ستر رول لوبوي. بنسټونه د انسانانو عادتونه رهبري کوي، خو سازمانونه جوړېږي چې ټاکلې موخې تر لاسه کړي. نکاح، کالجونه، عبادتځایونه د بنسټونو مثالونه دي. خو کمپنۍ، خیریه ټولنې، کار وبار او نور د سازمانونو مثالونه دي.

سازمان یوه محسوسه مجموعه خو بنسټ یو نامحسوس او غیر مريي شی دی. ښوونځۍ سازمان دی، خو تعلیم یو ملي نهاد دی. د ریل لارې سازمان او د ترانسپورت سیستم نهاد دی. محکمې سازمانونه او قانون نهاد دی. سازمان په مرکزي توګه د یوه صلاحیت لرونکي کس لخوا اداره کیږي خو بنسټ د هغو ارزښتونو په مرسته تنظیمیږي چې په پراخه توګه قبول شوي وي او خلک یې درناوی کوي، لکه جشنونه او اخترونه.

سازمان داسې قوانین لري چې باید پلي شي؛ خو بنسټ رواجونه او عنعنې لري چې درناوی یې کیږي. د ټولنیز انکشاف په لړۍ کې سازمانونه څلورم او بنسټونه پنځم ځای خپلوي. دا لړۍ له ځاني کړنو پيل او په ټولنیزه ویښتیا کې پوخوالي ته رسیږي.

بنسټونه (نهادونه) وده او پایښت یې

البته دې نهادونو ته وده ورکول یوازې د یوه مقتدر او قانونمند نظام تر سیوري او رهبرۍ لاندې د مروجه قوانینو په کلکه پلي کولو لارې امکان لري او هغه هم په داسې حال کې چې د قوانین او مقررات په عادلانه توګه په ټولو یو شان پلي شي، د زیات وخت لپاره نظارت، مدیریت او رهبری شي، نو بیا وده کوي او پخېږي. خو کله چې خپل سرۍ زیاتې شي، نهادونه شړېږي او بیا رغول یې لسیزې بلکه پېړۍ نیسي.

په افغانستان کې بنسټونه د امیرشیر علي خان له وخته پیل شول، خو انقلابي او ګوندي دولتونو له پامه وغورځول او د خپلو اجنداوو ښکار یې کړل، په کراره کراره وشړېدل او اوس د شلو کلو په بهیر کې هم د هغو د رغیدو او ټینګښت کمه هڅه کړې ده او مصلحتي نظامونو زموږ نهادونه همداسې شړېدلي پرېښې دي. خو ډېر کم خلک یې په دې ستونزه پوهېږي. زموږ ټولې ناکامۍ په حقیقت کې د همدې ملي بنسټونو (نهادونو) د نه شتون او یا کمزوریتوب له کبله دي او تر څو دا ستونزه حل نه کړ، ځان ورباندې پوه نه کړو ښه ورځ نه شو لیدلی.

اوس چې نا امني ده په کابل کې ځینې کسان فکر کوي چې بیا د وسله والې ډلې د کابل په مختلفو برخو کې وګومارل شي تر څو امن ټینګ کړي. خو دا کیدی شي د لنډ وخت لپاره نسبي ارامي راولي، خو د ملي نهادونو د نابودۍ او شړیدو تر ټولو ستره وسیله همدا کار دی، ځکه د ملي نهادونو په ځای په شخصي ملشو تکیه کېږي، د هېواد ستونزې حل کوی نه بلکه شاته یې غورځوي او لا نورې یې پېچلې کوي. موږ دا لا پخوا تجربه کړې ده او که دا کار وشي د پخوا په څېر به زر د سیمې د کنترول په سره لاس او ګریوان شي. موږ لیدلي دي چې کله هم د ملیشو، اربکیو او نورو په نامه کومه ډله وسلواله شوې ستر ستر سرخوږي یې رامنځته کړي او تر ګټو یې تاوان سل ځله زیات شوي دی.

نو څه باید وشي؟ حل لاره داده چې ټولې خواوې د په ملک او په خپل ځان زړه وسېزې، ملي نهادونه د ټینګ او پرانیستي کړي تر څو ټولو افغانانو ته ټول خدمات په مساویانه توګه ورسوي، قانون په ټولو یو شان پلی کړي، د واسطو او خپلویو او تعصباتو په ځای د قانون ته غاړه کېږي. قانون که هر څومره ښه وي خو چې پلی نه شي دوه توته ارزښت هم نه لري، خو که یو څه نقصونه هم ولري که ټول ورته غاړه کېږدي ستونزې یې تر ډېره حل کولی شي.

که زموږ دولتي مشران، سیاسي او ګوندي کسان د ملی ادارو په ځای داسې جوړښتونو ته اهمیت ورکوي چې یوازې ګوندي او شخصي ګټې په کې خوندي شي، دوام یې او کارايي یې روښانه وي، د نورو ملي نهادونو د ودې او پرمختګ مخه ډب کوي، په دې ملی ادارو او نهادوننو د پانګونې مخه نیسي، نو دا که لنډ مهاله ګټه چاته ولري خو په اوږدمهال کې به د ملت غمیزې لا نورې اوږدې کړي.

نوباید ټول سیاسي قوتونه لاس سره ورکړي، د روڼوالي، رښتیني حساب ورکولو، په ټولو افغانانو که هغه غریب دی که معتبر د قانون یو شان پلي کولو ته ژمنتیا رامنځته او په عمل کې یې وښيي. که دا کار وشو هر څوک چې په هره ډله کې وي او د کوم وزارت واګې واخلي، یا د ملک مشر شي بیا به بریالی وی او ملت ته به د خدمت توان ومومي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button