سیاسي سوداګر د پاکستان په لمن کې

سید عبدالله پاچا

له تېرو څلويښت کلونو راهیسې د پاکستان یوه ښکاره لاسوهنه دا ده چې د وخت د حکومت هر سیاسي او جنګي مخالف ته غیږ خلاصه کړې او بیا یې د خپلو ګټو لپاره د امکاناتو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان سیاسي او قومي سوداګر په هیڅ ایسار نه دی، کله یې چې نظام او حکومتونو کې ګټې خوندي وي، بیا ارام ناست وي او نظام او حکومت مشروع بولي، خو که یوه ورځ یې شخصي ګټې له خطر سره مخ شي، بیا له هر ډول پستو لارو او تګلارو کار اخلي.

تاسو ولیدل چې څو میاشتې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان له سټیج څخه پر افغان حکومت باندې نیوکې کولې، دا حکومت یې نامشروع باله او د نظام د بدلون غوښتنه یې کوله.

له نیکه مرغه چې د حزب اسلامي مشر په دې څرګندونو سره افغان ولس سخت وغنده او د کرکې اظهار یې وکړ، خو دا چې حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان سره ځینې ګټې خوندي دي، د خپل وطن او وطنوالو کیسه کې نه دی.

له دې وروسته محمد کریم خلیلي چې لس کاله د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال پاتې شوی، بیا د سولې عالي شورا رییس و، اوس چې دنده نه لري او ځینې امتیازات پرې بند شوي، د پاکستان په سټیج راښکاره شو.

دا د غلامۍ وروستۍ حد دی چې د دښمن کور ته ځې او د خپل ورور او خپل کور ورانیدو په پلان ورسره خبرې کوې.

کریم خلیلي له کوم رسمي ادرس څخه پاکستان ته سفر نه دی کړی، بلکې شخصي سفر یې د شخصي عقدې له مخې کړی چې پر افغان حکومت باندې فشار راوړي، څو یوه برخه کې امتیاز ورکړي.

له بده مرغه به ووایو چې دا ټول په اصطلاح مشران له قومي، ژبني او سمتي ټکټونو څخه ګټه اخلي او که حکومت یې پرضد اقدام وکړي، سمدستي دې موضوعاتو ته قومي رنګ ورکوي.

پاکستان تل همدې فرصت ته په تمه دی چې څنګه کیدلی شي، له اوسني نظام څخه ناراضه خلک خپله غیږ کې ونیسي، اوسنی نظام پرې ړنګ او بل داسې نظام رامنځ ته کړي چې هر څه بیا له سره کړي.

دا د افغانانو بدبختي ده چې داسې قومي او سیاسي مشران یې ځان لپآره ټاکلي چې هر یو یې له بیلابیلو هېوادونو پيسې اخلي او همدا قومونه یې د ګټو لپاره کاروي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button