د شپږو شیانو په ساتني جنت ګټل

لیکنه: عبدالرحیم راشد

د حضرت ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی، چي ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه واورېدل، چي پیغمبر صلي الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو ما ته د شپږو شیانو ضمانت راکړئ، زه به تاسو ته د جنت ضمانت درکړم.
۱- کله چي خبرئ کوئ، درواغ به نه وایاست.
۲- کله چي امانت درته کېښودل سو، نو خیانت به نه پکښې کوئ.
۳- کله چي وعده وکړئ، نو وعده خلافي مه کوئ.
۴- خپلي سترګي کښته کړئ.
۵- خپل لاسونه بند کړئ.
۶- د خپلو شرمګاه ساتنه کوئ.
عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , يَقُولُ: ” اكْفُلُوا لِي بِسِتٍ أَكْفُلْ لَكُمْ بِالْجَنَّةِ: إِذَا حَدَّثَ أَحَدُكُمْ فَلا يَكْذِبْ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ فَلا يَخُنْ، وَإِذَا وَعَدَ فَلا يُخْلِفْ، غُضُّوا أَبْصَارَكُمْ، وَكُفُّوا أَيْدِيَكُمْ، وَاحْفَظُوا فُرُوجَكُمْ ”
(رواه:المعجم الکبیر للطبراني،ج:۸،ص:۲۶۲.)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button