د قرض څخه د خلاصون لپاره غوره دعا!

حضرت عايشه رضي الله عنها فرمايي: يوه ورځ حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه زما کره راغى او ويې فرمايل: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يوه دعا اوريدلې ده چې هغه په خپله راښودلې ده.

ما ورته وويل: څرنګه دعا ده؟

هغه وفرمايل: عيسې عليه السلام به دغه دعا خپلو ملګرو ته ښودله.

بيا يې وويل: که چيرې پر يو له تاسو د غره په اندازه د سروزرو قرض هم او دغه دعا ووايي، الله تعالى به يې ترې خلاص کړي. هغه دعا دا ده:

«اللَّهُمَّ فَارِجَ الْهَمِّ ، كَاشِفَ الْغَمِّ ، مُجِيبَ دَعْوَةِ المُضطَرِّينَ ، رَحْمنَ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَرَحِيمَهُمَا أَنْتَ تَرْحَمُني فَارْحَمْنِي بِرَحْمَةٍ تُغْنِيني بِهَا عَنْ رَحْمَةِ مَنْ سِوَاكَ »

ژباړه: اې الله د ستونزو پرانستونکيه، اې د غمونولرې کونکيه، اې د بيوزلو، اړو او بې وسه خلکو د دعا قبلونکيه، اې د دنيا او آخرت رحمن او رحيم ذاته! ته پر ما رحم کوئ، پر ما داسې رحم وکړئ چې د نورو له رحمت څخه مې بې غمه کړئ. حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه وفرمايل: ما دغه دعا کوله، الله تعالى راته دومره ګټه په لاس راکړه چې پر هغې مې خپل قرضونه ټول خلاص کړل. حضرت عايشې فرمايي: ما هم همدا دعا پيل کړه ، لږه موده وروسته الله تعالى دومره مال راکړ چې هغه نه صدقه وه او نه ميراث، خو الله تعالى پرې زما ټول قرضونه خلاص کړل، او له هغې برسيره مې په خپلوانو هم وويشه، د عبدالرحمن لور ته ( د حضرت عايشې وريره وه) مې په کې ښه ګاڼه هم وکړه،او لا د پاسه څه راسره پاتې هم شول. دا حديث بزار او حاکم روايت کړى دى او حاکم يې په اړه ويلي دي چې سند يې صحيح دى».

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button