هغه خواړه چې د کولمو په سرطان له اخته کېدو څخه مو ژغوري

ریاض مقامزی

د کولمو سرطان یوه خطرناکه ناروغي ده، چې آن د انسان د ژوند په بیه هم تمامېدای شي. ددې لپاره چې خوراکي توکي طبیعي او اورګانيک خواړه دي نو د سرطان د مخنيوي په برخه کې ډېر ګټور ثابتېږي.
که ستاسو د کورنۍ کوم غړی او یا هم خپلوان مو په دې ناروغۍ اخته وي، حتمن به وېره لرئ او په دې فکر کې به یئ، چې څنګه له دې ناروغۍ لرې اوسئ.
اندېښنه مه کوئ! موږ په دې لیکنه کې داسې خواړه درپېژنو چې د کولمو د سرطان مخه نیسي.

۱. ممپلي
موږ اکثره ممپلي د ښه خوند لپاره خورو، خو که پوه شو چې دغه وچه مېوه مو له سرطان هم ژغوري لا ډېر به یې خوښ کړو. ممپلي د ويټامين E یوه قوې سرچینه ده، چې د آنتي اوکسیدان خاصيت لري او د سرطاني سلولونو د ودې مخه نیسي. تاسو کولای شئ په کافي اندازه ممپلي وکاروئ تر څو د سرطان په مقابل کې پياوړي اوسئ.

۲. توت
د توت د کورنۍ مېوې هم د کولمو د سرطان مخنيوی کولای شي. په دې کورنۍ کې توت، توت زمیني او ځينې نورې مېوې هم راتللای شي. په دې مېوو کې د تروستیلبین په نوم انتي اوکسیدان موجود دي، چې سرطاني ضد خاصیت لري.

۳. خواږه الوګان
خواږه الوګان د یو ډول قوي آنتي اکسيدانو مهمه منبع ده، چې “بتاکاروتین” نومېږي. که غواړئ د کولمو له سرطان لرې اوسئ نو په مناسبه اندازه الوګانو ته په خپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

۴. چای
چای د کاتچین په نوم د هغه ترکیب مهمه سرچينه ده، چې په لویو کولمو کې د سرطاني سلولونو د ودې په مخنيوي کې ځانګړی نوم لري. ښه خبر دا دی، چې د چايو ټول ډولونه دغه مواد لري، نو د سرطان د مخنيوي لپاره په کافي اندازه چای وڅښئ.

د پايلې په توګه ویلی شو، چې پورته ټول یاد شوي خواړه ډېر پيدا کېدونکي دي او هم یې قیمتونه لوړ نه دي. نو کوښښ وکړئ په مناسبه اندازه یې وخورئ او د خپل غذايي رژيم یوه برخه وګرځوئ. تر څو له دې خطرناکې ناروغۍ په امان کې اوسئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button