د کولمو د سرطان نښې

ریاض مقامزی
د هرې ناروغۍ ځينې نښې نښانې وي، چې له موږ سره مرسته کوي تر څو زر تر زره د خپلې ناروغۍ علاج وکړو. د نوي عصر یو له خطرناکو ناروغيو څخه سرطان دی. دا ناروغي په دې پورې تړلې ده، چې د بدن په کومه برخه حمله کوي. مختلف ډولونه لري، چې ډېر پېژندل شوی ډول یې د غټو کولمو سرطان دی. ځينې سرطانونه د علایمو په درک کولو او وقایې سره دفع کولای شو. له نېکه مرغه د کولمو سرطان هم د وقایې وړ دی. په دې لیکنه کې به تاسو ددې وژونکې ناروغۍ ځينې نښې وپېژنئ.

د کولمو د سرطان نښې:
د غټو کولمو د سرطان عمده نښې نښانې عبارت دي له: د کولمو په عادي فعالیت کې ګډوډي، لکه اسهال یا قبضيت، چې دغه چاره دوامداره شي (له څلور هفتو ډېر)
ـ له ډکو بولو سره د وينې اچول.
ـ د ګېډې دوامداره ګډوډي، درد او یا نورې نښې.
ـ داسې احساس چې فکر کوئ، کولمې مو بېخي خالي دي.
ـ کمزوي او د دوامداره ستړيا احساس
ـ د وزن ناڅاپي کمښت
هېره دې نه وي، چې ځينې ناروغان په لومړيو کې هېڅ ډول نښې نه محسوسوي. دا چاره په لویو کولمو کې د سرطان د ځای او اندازې پورې هم تړلې ده .

ډاکټر ته څه وخت مراجعه وکړو؟
که پورتني ياد شوي علایم مو په خپل بدن کې حس کړل کړل، کوښښ وکړئ ژر تر ژره له روغتياپالانو سره وګورئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button