د قدم وهلو پر مهال د جوارو خوړلو له روغتیایې ګټو څخه خبر یاست؟

جوار هغه څه دي چې هر څوک یې خوړل خوښوي. د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې خلک جوار په ډول ډول طریقو سره خوري. ځینې خلک خوښوي چې جوار جوش وخوري او ځینې خلک بیا خوښوي چې جوار پوخ وخوري.

خو د خوړلو ترڅنګ آیا جوار کومې روغتیایې ګټې هم لري او یا نه؟ د دې پوښتنې ځواب به د دې لیکنې په دوام تاسې سره شریک کړو. د قدم وهلو پر مهال چې جوار کومې ګټې لري ښایې تر دې دمه پورې پرې تاسې نه پوهېږئ. خو دلته به یې اوس په اړه درته وغږېږو.

جوار او روغتیایې ګټې یې:

د معلوماتو پر وېنا چې د جوارو جوړل د شکر لرونکو ناروغانو لپاره تر ټولو ښه دي. ځکه د جوارو خوړل د دوی لپاره مؤثره دي او د روغتیا لپاره یې خوړل ګټه لري. روغتیا پالان سپارښتنه کوي کوم کسان چې د شکرې ناروغې او یا هم د وینې لوړ فشار لري باید جوار وخوري. ځکه په جوارو کې د فوتو کیمیکلونو له امله د وینې شکر کنټرول کیږي او د لوړ فشار په له منځه وړلو کې رغنده رول لري.

د هاضمي سیستم لپاره ګټور دي

د څیړنو له مخې چې په روانه یا د قدم وهلو پر مهال د جوارو خوړل د هاضمې لپاره خورا ګټور بلل کېږي. او د دې خواړو خوړل قبض راحته کوي او ترڅنګ یې معده روغه ساتي.

د زړه لپاره ګټور دي

همدغه راز د یوې بلې وېنا له مخې ویل کېږي چې جوار یو ډول ویټامین بی فولټ لري چې په وینه کې د موادو تولید مخه نیسي چې کولی شي د زړه ناروغۍ په کنټرولولو کې کلیدي رول ادا کړي. کوم خواړه چې فوليټ لري د زړه روغتیا لپاره خورا ښه دي.

د فایبر څخه ډک دي

جوار یو له هغه ډول خواړو څخه دي چې له فایبر څخه ډک خواړه بلل کېږي. او کوم خواړه چې فایبر لري د بدن لپاره خورا ښه دي، چې جوار له هماغو خواړو څخه بلل کېږي. فایبر له معدې سره په سمه توګه کار کولو کې مرسته کوي او د قبضیت لامل نه کیږي.

د وینې کمښت بشپړه وې

د کم ویټامین کمښت لرونکي خلک کولی شي د جوارو په خوړلو سره په اسانه ډول سره د وینې کمښت څخه ځان خلاص کړي. همدغه شان جوار په اوسپنه کې هم بډای دی کوم چې د بدن په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

د انټي اکسیډنټ ملکیتونه زیاتوي

همدغه راز ویل کېږي چې جوار د انټي اکسیدونو عالي سرچینه ده. او دا د فینولیک اسید په نوم یو مرکب لري، کوم چې د انسان په بدن کې انټي اکسیډنټ زیاتوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button