د ګډ ژوند تلپاتې مينه

ژباړه؛ نجيب احمد عزيزي
څومره چې بشر د ناز او مينې غوښتونکی دی همدارنګه يوه مېرمن هم له خاونده د ساتنې او مينې تقاضا لري، خو برعکس يو خاوند بیا د درناوي هيله لري چې احترام يې وشي؛ نو په دې مطلب کې دغه متقابل احترام ته اشاره شوې څو د خاوند او مېرمن يو له بله د صميمت ټکي درک کړي؛

مينه او درناوی

د نارينه‌وو په هکله څېړنې ښيي کله چې دوی د مجوريت له مخې مينه او احترام يو پکې انتخابوي تر ډېره يوازې پاتېږي تر هغه چې دا کار بېرته د دوی په بې‌احترامي پای ته ورسېږي، مګر ښځې بیا عشق او مينې ته زیاته ترجيح ورکوي. ګډ ژوند يوه فطري غوښتنه ده، خو د يو بل پېژندل مينه او احترام بیا د دې پيوند رغوونکي دي.

که نارينه او ښځې دقيقاً يو بل ښه درک کړي او غواړي بې‌له کومې ستونزې خوږ ژوند تېروي؛ نو خاوند ته درناوی او مېرمنې ته د هغه له خوا پوره مينه ورکړي.

د ښځو له نظره د عشق مانا

ښځې له دې لفظه ډېرې ماناوې لري، يو دا دی هغه نارينه چې له ښځې سره مينه ولري، دوی برعکس د اعتماد غوښتنه لري څو ورته مالومه شي چې ګډ ژوند يې نه خرابېږي او راتلونکي يې ښه راشي، مثلاً د خاوند اقتصادي شرایط، کار، خوندي چاپېريال… مګر اکثره ښځې د نارينه قيافه، رنګ، قد او عمر په نظر کې نه نيسي، فقط يوازې او يوازې د حمايت هيله يې وي.

که نارينه «خاوند» له ښځې «مېرمنې» سره بې‌کچه مينه ولري هغوئ ډاډه کېږي او د ژوندانه له شرایطو سره مبارزه کولای شي، زړورتوب او پر ځان‌ باور يې هم زياتېږي، هيڅکله لار نه غلطوي او خاوند ته وفاداره پاتېدای شي. يوه ښځه غواړي مينه يې تر دې حده زوروره شي چې د نارينه «خاوند» تر بل هر کار يوازې د دې تر تسخير لاندې راشي، حتا په بحراني حال کې هم چې د کار پر وخت يې خاوند دې ته ژر رسېده‌ګي وکړای شي.

د ښځو له نظره نارينه بايد تل د دوی تر څنګ وي، يانې په دې مانا چې ساتنه يې وکړي او پوره مينه ورکړي. هغه وخت چې مېرمن د خاوند په عاطفي اړيکو پوه شوه چې له دې سره مينه لري؛ نو په راتلونکي کې به هيڅ مالي ستونزه هم د دوی خوږ ژوند او له يو بل سره مينه او جنسي اړيکې و نه شلوي.

وړې وړې تحفې

دا تر ټولو مهمه موضوع بلل کېږي چې خامخا درک شي، مثلاً مېرمنې ته ګل ورکول، د دې تر څنګ ښځې چې زیات يې سينګار خوښېږي له خاونده يې د هغو توکيو غوښتنه ډېره وي؛ نو يو خاوند ته په کار دي چې کله کله، مېخکی، لښتۍ، يا غاړه‌کۍ ډالۍ کړي.

د ښځې مينه هغه وخت لا ډېرېږي او د خوښۍ خنداګانې يې زياتېږي چې خاوند د لوبو په ډول په خپل لاس ورته غاړه‌کۍ ور په غاړه کړي، دا که څه هم واړه شيان دي خو د ګډ ژوند مينه لا پياوړې کوي.

عاطفي حمايت

ښځې په اکثره مسايلو کې ډېرې حساسي وي ژر غوسه کېږي، کېدای شي له قهر ډک چلند وکړي؛ نو په داسې حال کې نارينه‌ «خاوند» بايد تر ډېره چپه خوله وي، صبر وکړي، د مېرمنې له همدې احساس سره اړوند کار وکړي، مثلاً کار يې وستايل شي ډاډ ورکړل شي، د دې په راتګ پخوانی او اوسنی غوره تغير ورته بیان شي، ممکنه ده چې د مېرمنې چلند په مينه بدل شي، ځکه دا باوري پيدا کوي چې اوس هم د خاوند او کورنۍ د غړيو مينه ورسره شته.

د رازونو شريک

ښځې ډېر وخت احساس، يا يوه خبره يې چې په زړه کې وي خاوند ته‌ نه‌شې ويلای؛ نو يو تکړه خاوند باید داسې مينه ورسره ولري چې د دواړو د زړه رازونه او بړاسونه په زړه کې زنګ پاتې نه شي، ځکه د ګډ ژوند اصل پر دې ولاړ دی چې د مېرمن او خاوند رازونه يو له بله پټ نه وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button