سینه بغل | Pneumonia

د پتــالوژي له نظره سیـنه بـغل عبـارت له یـوي تنفــسی نــاروغي څخه ده چي په هغه کـي د الــویولونو (alveoli) سختوالي (Consolidation) یا هم انټرسټیشیل انساجو ته د التهابی حجراتو نفوذ موجود وي او یا هم دواړه.
د اناتومی له نظره سینه بغل په لاندي برخو ویشل شوي.
Lobular یا Lobar Bronchopneumonia Interstitial

اسباب:
– وایروسونه: د سینه بغل د اسبابو ۴۰٪ برخه تشکیلوي، چي وایروسي سینه بغل د RSV (Respiratory syncytial virus)، انفلونزا، پارا انفلونزا یا هم اډینو وایروس پواسطه منځ ته رازي.
– بکتریاوي: بکتریاوی هم دوه پر دري برخو کي د سینه بغل سبب کیدلای شي چی نظر عمر ته په لاندي برخو ویشل شوي. د ژوند لومړی دوه میاشتو کي: ګرام منفي بکتریاوي: کلیبسیلا، ایکولای ګرام مثبت بکتریاوي: نیموکاکسی او سټفایلو کاکسي
S. Pneumonie, H. د دري میاشتو نیولي تر دري کلونو کي مهم پتوجن عبارت دي له ,influenza او سټفایلوکاکسي
دري کلونو وروسته: نیموکاکسي، او سټافیلوکاکسي – په عمومي ډول ګرام منفي اورګانیزمونه د نوزادي دوري، شدید س َوتغذي او ایمونو کمپرومایسډ
ماشومانو د سینه بغل سبب کیږي. اټیپیکل یا غیرمعمول اورګانیزمونه چي د community acquired سینه بغل سبب په ماشومانو
او لویانو کي دي، عبارت دي له کلیمیډیا، او Mycoplasma spp څخه، همدارنګه Immune کیداي شي په coccidomycosis او Pneumocystis Jiroveci, Histoplasmosis
compromised ماشومانو کي د سینه بغل سبب شي. ځیني نور یا )Other( اسباب عبارت دي له اسکاریس، د غذایی موادو اسپایریشن یا تنفسي لارو ته
تلل، د پوزي غوړ قطرات، مایع پارافین، او د کیروسین تسمم. هیره دي نه وي چي لا هم یو پر دوه حصه د سینه بغل اسباب معلوم ندي.کلینیکي تظاهرات:
سینه بــغل کیدای شي ډیر په خفیف ډول د پورتني تنفسي لارو د التـهاب سره یا هم په شدید ډول د لوړي درجي تبي، د تنفس خرابوالي، غیر نورمال تنفسي اوازونو لکه Grunting سره شروع شی،په سینه بغل کی تل د تنفس شمیر زیات وي، او ندرتآ د ګیډي د شدیدو اعراضو سره مل وي چی دا درد د پلورا درد ته راجع کیږي.اپیکل یا د اپیکس د برخي سینه بغل بیا د مینینجایټیس په شان اعراض (Meningismus) او اختــلاجات هم ورکوي او که چــیرته یی CSF ولیدل شي پاک به وي. د فــزیکي معایني پر وخت به د پوزی الوتل )Nasal Flaring)، د سیني ښکتني بــرخي او د د بین الضلعی مســافو ننوتل ( Intercostal lower chest retraction &)، او د لوبر نمونیا په ایکسری، کي سختوالی (Consolidation) نښاني لیدل کیږي.
د سینه بغل لپاره د خـطر فکتورونه عبارت دي د مـــاشوم د وزن کمــوالی، خــوارځواکي، د ویــتامین A کمښت، د سیني څخه د شیدو ورکولو کــموالی، غیر فعال سیګرټ څکول، د کورني د شمیر زیـاتوالی، په کورنی کي د برانشیت د الهاب تاریخچه، په ډیر عمر کي د ماشوم زیږول، د بیروبار یا حجوم زیــاتوالی، کم عمر او د هــوا ککړتیا، د مخ پــر ودي هیوادونو کي د کور دننه د هوا ککړتیا د سینه بغل مهم خطري
فکتورونو له ډلي شمیرل کیږي.

د سببی عامل له نظره د سینه بغل ډولونه:
Pneumococcal Pneumonia .1 د ژمي په موسم کي د S. Pneumonie له وجهي چي کوم سینه بغل را پیدا کیږي دا د خولي د افرازی قطراتو پواسطه یو ماشوم نه بل ماشوم ته انتقال کوي، د حجوم یا د خلکو زیاتوالی او د هاسټ د مقاومت کموالی ماشوم د Pnumoccoci انتان سره مخ کوي. بکتـــریا په الویولونو کي زیاتیږي او یو التــهابی بیرونی مـــــاده یا Exudate جوړوي، بیــا ټوټه ټوټه کانسولیدیشن پیدا کیږي، چی دا بیا د بارنکس شااوخوا نښلی بیا لوبر یا لوبیولر کیږي. پدي کي هیڅ ډول د انساجو نیکروزیس نه وي موجود، همدارنګه پتالوژیکه پروسه یی د کانجیسشن نیولي تر سری، او خاکستري هیپټایزیشن ته رسیږي مخکي د ریزولیشن صفحي څخه کوم چي اخرني صفحه ده. کلینکي منظره: د تفریح دوره یی د ۱ نه تر ۳ ورځو پوري ده، شروع یی یکدمي ده چي د سر درد، د لړزي، ټوخی، د لوړي تبی سره شروع کیږي، ټوخی یی په لومړی سر کی وچ وي، خو وروسته شاید د زنګ وهلی شان بلغمو سره مل وي، ماشوم کیدای شی پلورایی درد پیدا کړي، تنفس چټک وي، په شدید حالاتو کي ګرنټینګ، د سینی ښکتنی برخی ننوتل، په خوراک کی ستونزي، او سیانوزیس پیدا شی، د سینی قرعه پکی خرابه وي، د هوا ننوتل سږو ته کم شوی وي، Crepitation او bronchial تنفس شاید د کانسولیدیشن ساحو کی واوریدل شي، برانکوفونی، او Whispering pectoriloquy هم موندل کیږي، لکه څنګه چي مخکی یادونه وشوه Menigismus به په اپیکل سینه بغل کی موجود وي. تشخیص: تشخیص یی په تاریخچي، فزیکي معاینی، په ایکسري کی د لوبر کانسولیدیشن موجودیت، او لیکوسایتونو زیاتوالی باندی ولاړ دی. بکتریایی تایید یو څه ستونزمن دی، بلغم یی د ګرام سټین او کلچر پواسطه معاینه کیږي، د وینی کلچر ښایی په ۵-۱۰٪ واقعاتو کي مثبت وي، په وینه او ادرارو کي د پولی سکراید آنتی جن موجودیت د نیموکوکل سینه بغل لپاره ځانګړتیا نلري، ځکه کیدای شی دا هغه ناروغانو کي چی په مری کی یی ورته کالونی یا ځای جوړ کړي وی، هغوی کی هم مثبت وي. تداوي: د سببی تداوی د شروع لپاره چي تر څو نتیجی رازی، تر هغی باید په تجربوی ډول د انتی بیوتیک پواسطه تداوی شروع کړو، د نیموکوکل سینه بغل لپاره انتخابي درمل پنسیلین دی ( Penicillin V 250mg q 8-12hr orally, penicillin G 0.5MU/kg IV or Procaine Penicillin 0.6 MU IM daily, for 7 days), Amoxicillin (30-40mg/kg/day for 7 days) with/without clavulanic Acid is useful alternative. د اکسجن ضرورت باید نظر د تنفس ډیسټریس (چټک تنفس، د سینی د ښکتنی برخی ننوتل، او د پوزی الوتل)، سیانوزیس یا شین والی، هایپوکسیا یا اکسجن کموالی په پلس اوکسیمتر کی سره وشی، کیدای شی ناروغ ډیهایدری یا اوبه یی ضایع کړي وي او د رګ لاري مایعاتو ته ضرورت ولري هیره دی نه وي چي تبه باید د پراستامول سره کنترول شي.

Staphylococcal Pneumonia .2 دا ډول سینه بغل د ژوند په لومړي کال یا انفانسی دوره کي او د ماشومتوب په دوران کي راپیدا کیږي، د سږو زخم به شاید د سږو د پرانشیم ابتدایی انتان وي یا هم په ثانوي ډول د عمومی ستافیلوکاکل سپټي سیمیا په تعقیب به رامنځته کیږي. کیدای شي چی دا د شري یا د انفلوینزا یو اختلاط وي، نور خطری فکتورونه یی عبارت دی له cystic fibrosis، خوارځواکي، او شکر ناروغی. په انفانټ یا یو کلن ماشومانو کي د سینه بغل یا سږو التهاب په لومړیو کي په پراخه بڼه وي، وروسته بیا دا زخم نو یا زوی پیدا کوي چی د برانکو الویلر تخریب سبب ګرځي. دا ناروغي د څو نیماټوسیل په موجودیت پیژندل کیږي، چي دا نیماټوسیل په سایز کي توپیر رازي او بالاخره د څو هفتو او میاشتو په جریان کي بیرته ښه کیږي. کیدای شي دا ستافیلوکوکل ابسی پری کارډیم ته لاره پیدا کړي چی Purulent Pericarditis سبب ګرزي. له دوه کاله ښکته ماشومانو کی د Empyema موجودیت تل تقریبا د ستافیلوکاکل انتاناتو څخه وروسته رامنځته کیږی. کلینکي تظاهرات: دا ناروغی تل د پورتنی تنفسی سیستم ناروغی، پایوډرما، او یا هم Purulent ناروغیو څخه وروسته رامنځنته کیږي، ناروغ ټوکسیک او ډیر ناروغ ښکاري، کیدای شي سیانوزیس موجود وي، د اعراضو او علایمو پیشرفت ډیر چټک وي، د سږو انتان کیدای شي د خپری شوی ناروغیو، په بندونو کی میتاستاز لرونکي ابسی، هډوکي، عضلات، پیریکارډیم، ځیګر، مسټویډ یا هم مغز پواسطه اختلاطي شی. تشخیص: ټول هغه نوی زیږدلی ماشومان یا هم یوکلن ماشومان ستفایلوکوکل سینه بغل ته شکمن دي چی د بدن په هره برخه کی د ستفایلوکاکل انتان ولري. د Pyopneumothorax او Pericarditis پوري مربوط اختلاطات د ستفایلوکاکل سینه بغل لپاره ډیر مهم دي. په ایکسری که Pneumtocele موجود وي. په خاص ډول د کلیبسیلا او سټافیلوکاکل سینه بغل له وجهی دا Pneumatocele د یو نري پوخ لرونکی بی عرضه سیست په شکل د څو هفتو لپاره موجود وي، همدارنګه سټافیلوکاکس د وینی په کلچر کي هم را پیدا کیږي

تداوي: ناروغ باید بستر شي او تجرید شي ترڅو د سټافیلوکاکل سینه بغل له خپریدا نورو ته مخنیوی وکړلی شو. تبه باید د تبی ضد درملو سره کنترول شي، داخل وریدی مایعاتو ته هم شاید ضرورت شي، د تنفس د خرابوالی او د سیانوزیس لپاره باید اکسیجن ورکړل شي. Empyemaباید اسپایریټ شی یا مایع تری ویستل شی او زوی یا پس یی باید د کلچر لپاره ولیږل شي، دستی باید د انتی بیوتیکو سره تداوی شروع شی چی ,CO Amoclave یا هم د CLoxcillin او یو دریم جینریشن سیفالوسپورین لکه Vancomycin, که چیری ناروغ په ۴۸ ساعتو کي ښه والی ونه خوده نو بیا .Ceftriaxone Teicoplanin or linezolid ورته اړین دي، تداوي ته تر هغی باید دوام ورکړو تر څو د ناروغیو ټول شواهد هم د کلینک او رادیولوژیک ډول باندی ښه شي، چي ډیری وخت ۲ هفتی په نیمکړي واقعاتو کی ڼیسی، په Empyema او Pyopneumothorax کی درملنه تر ۴-۶ پوری او لومړي وریدی تداوی څخه وروسته تداوی د خولي له لاري جاری ساتو. Complication اختلاطات: نیوماټوسیل کومي خاصي درملني ته ضرورت نلري، خو Empyemaاو Pyopneumothorax بیا په بوتل کی د بندو اوبو یا د کم فشار سره باید د بین الضلعی برخه څخه وویستل شي. میتاستاتیک ابسي جراحی له لیاري دریناژ یا تشولو ته ضرورت لري، که چیري د پلورا برخه ډیره ډبله شوي او د سږو د پوره پراخیدو مخه نیسی نو باید Decorticate یا یو بل څخه خلاص شي، همدارنګه په وخت سره د Empyema دریناژ دThorascopic د لاري د پلورا د ډبلیدو څخه مخنیوي کوي، هیره دي نه وي چي د Streptokinase یا Urokinase کارونه کیدای شي چي د پلورا په جوف کي، یا هم Loculated pleural Effusion کي ګتور تمام شي.

Haemophilus Pneumonia .3 د هیموفیلس انلوینزا انتانات تل د ۳ میاشتو نه تر ۳ کلونو پوري ډیر واقع کیږي، او دا تر ډیره د بکتریمیا سره مل وي. انتان ډیری وخت په Oropharynx کي پیدا کیږي چي کیدای شي په موضعي یا هم د ویني د جریان له لاري خپریدا وکړي. ډیری انفی بلعومي انتانات خفیف وي او د معافیتي سییتم سره د ژوند لومړیو میاشتو وروسته د سختو ناروغیو لپاره مرسته کوي. لکه څرنګه چي د ژوند په لومړیو ۳-۴ ماشتو کي د مور څخه ماشوم ته انټی باډیانی انتقال شوي وي، نو پدی خاطرپدی دوره کی د انتاناتو منځته راتلل کم دي. کلینکي تظاهرات Clinical Feature د ناروغی شروع د انفی بلعومی انتان سره په تدریجی بڼه وي، بعضی وایروسی انتانات لکه نفلوینزا د هیموفیلس انفیلوینزا سره ساینرجیک تاثیرات لري، ناروغ کي متوسطه تبه، ساه بندي، ګرنټینګ ساه اخیستل او د ښکتنی تنفسی بین الضلعي مسافو ننوتل )retraction( موجود وي. اختلاطات Complication عبارت دی له بکیریمیا، د پیری کارد التهاب، Empyema، میننجایټس او پولي ارترایټس. تداوي Treatment Amipincillin (100mg/Kg/day) or Coamoxiclav
Cefotaxime (100mg/kg/day) or )Ceftriaxon (50-75mg/kg/day د وخییم ناروغانو لپاره کارول کیږي

Streptococcal Pneumonia .4 د سږو هغه انتان چي د group A beta hemolytic streptococcus څخه منځته رازي، په ثانوي ډول د شري، چیکن پآکس، انفلوینزا یا توري ټوخلي په تعقیب رامنځته کیږي. په اصل کي Group B Respiratory distress په نوي زیږدلي ماشومانو کي د Streptococcal Pneumonia
syndrome مهم علت تشکیلوي. د پتالوژي له نظره دا یو نوعه Interstitial pneumonia سبب کیږي چي کیدای شی هیمورژیک وی. د تراخیا او برانکسونو مخاطي غشاه به کیدای شی زخمی وي او لمفاوي عقدات به لوی شوي وي. ددی سره په ډیرو حالتو کي Pleural effusion موجود وی چي مایع
به یی Serosanguineous یا نری زوي وي. کلینکی تظاهرات Clinical Feature شروع یی ناڅاپي ده، چي د تبي، لړزي، ساه بندی، چټکي ساه اخیستنه، د ویني پواسطه لړل شوي بلغم، ټوخی، ډیره زیاته کمزوي سره مل وي. د Bronchopneumonia علایم پکی دومره زیات نه وي، ځکه پتالوژی همیشه د Interstitial برخه کي وي. په ایکسری کي Interstitial Pneumonia، مقطوي خرابوالی، او په منتشر ډول د برانکس شا او خوا ضخامت وي یا Effusion وي. اختلاطات Complication نری serosanginous یا زوی لرونکي Empyema یی ډیر معمول اختلاط دی. د سږو تقیح پکی لږه وي، ۱۰٪ ناروغان بکټریما لري، که چیرته Pneumatocele موجود وو نو دا بیا حالت بیا Staphylococcal Pneumonia په شان اعراض او علایم ورکوي. تداوي Treatment د سټریپټوکاکل او نیموکاکل تداوي یو ډول ده، ځواب یو څه ځنډنی وی، خو بیرته په مکمله توګه رغیږي. Empyema یی د بند دریناژ پواسطه چی د بین الضلعی برخه کي پایپ یا ټیوب تیروي تداوي کیږي.

Primary Atypical Pneumonia .5
د Primary Atypical Pneumonia سببي عامل مایکوپلازما نیمونای دی، څرنګه چی دا ناروغي د خولي د افرازاتو یا تنفسي قطراتو پواسطه د ژمي په میاشتو کی انتقال کوي، نوموړي ناروغي د ۴ کالو نه ښکته ماشومانو کي کمه ده، اګر چي لږ کلینک لرونکي او خفیفه اندازه انتانات یی په واړه ماشومانو یا انفانټس کی هم راپور شوي. Primary Atypical Pneumonia د interstitial انساجو ته د ګرد یا round حجراتو نفوذ دی، الویولر پرده ازیمایی وی او د برانکیولونو مخاطی غشا التهابي او زخم لرونکي وي. د برانکیول د اخري برخي د بندش له سببه Emphysema او Atelectasis رامنځته کیږی. پلورا به شاید ټاپه ټاپه فایبر لرونکي ایکوزډیټ وښایی.
کلینکی تظاهرات Clinical Feature وروسته د ۱۲-۱۴ ورځو د تفریح ناروغ ته ستړیا، عضلاتو درد، سر درد، تبه، مری درد، او ټوخي پیدا شي؛ ټوخی په لومړی سر کی وچ وي، خو وروسته بیا میوکس لرونکي بلغم یا افرازات لري چي

کیدای شی په وینی ککړ وي. ساه بندی پکی ډیره عام نده، ډیر کم فزیکی علایم وي پکي بغیر له خفیفه درجه Pharyngeal congestion, Cervical Lymphadenopathy او یو څه کمه اندازه crepitation. کیدای شی هیمولایتک کم خوني پکی ولیدل شي. د ایکسري مشاهدات پکی نظر فزیکي علایمو ته ډیر اهمیت لري، لکه ډیر کم رنګه، هوای شان، او سست ایکزوډیټ د هیلر ساحي نه انتشار کوي، د هیلر ساحی لمفاوی عقدات غټ او پلیورل ایفیوژن لیدلو راپورونه هم شته، نفوذیه حجراتو یو لوب اخته کوي چي ډیری وخت ښکتنی لوب وي.
تشخیص Diagnose دا ډیره ستــونزمنه ده چي مونږ دي مایـــکوپلازما نمونیا د وایــرل او ریکټسیــل نمونیا سره توپیر کړو. د لیوکوسایت اندازه یی نورماله وي، Cold Agglutinin ډیر ناروغانو کي لوړ وي، مایکوپلازما کولی شو چی د Pharynx او بلغمو څخه کلچر کړو. په Acute یا شدید حالات کي یی رپیډ ټیست په اســـانی سره د Elisa ټسټ پواسطه کولی شو چي IgM انټی باډیانی به پکی شتون ولري، یوه هفته وروسته د ناروغی په Complement fixation test کی به هم د IgG انتی باډیانی د لیدو وړ وي.
تداوي Treatment ناروغان د ماکرولاید انتي بیوتیک(ایروترماسین، کلیترومایسین، ازیترومایسین) سره تداوی کیږي، یا هم تیتراسایکلینو پواسطه (لوی ماشومانو کي) د ۷ نه تر ۱۰ ورځی تداوي کوو.

Chlamydia Pneumonia .6 دا کیـدای شی په کوچــــنیو ماشومانو کی د سینه بغل سبب شي، کلینکی تظـــاهرات یی عبارت دی له سپاسمودیک ټوخــی، د قیحی کنجــنتویایتس تاریخچه به د نــوی زیږدني دوري کي موجود وي

Pneumonia due to Gram-negative organism’s .7 سببی عاملیونه یی عــــبارت دی له E.coli, Klebsiella & Pseudomonas دا اورګانـــــیزمونه واړه
ماشومان (یو کال نه ښکته) ډیر نیسي، او یا هم هغه ناروغان چي خوارځواکي لری یا یی معافیت سیستم کمزوري وي. Pseudomonas کــــولی شی د سیســتیک فــیبروزس ناروغانو هـــوایی لاری ونیـــسي چي د بیاځلی ایکساسربیش یا اعراضو د تشدید سبب ګرزی، کلینیکی منظره یی یوشان ده، خو ماشوم به ډیر ناروغه وي، د کانســولیدیشن علایم په خاصـــه توګه په انفانټ یا وړو ماشومانو کي کم وي، constitutional اعراض نظر تنفسی دیستریس ته زیات وي. ایکسری کي یو طرفه یا دوه طرفه کانسولیدیشن لیدل کیږي، د E.coli یا klebsiella pneumonia سره کیدای شي Pneumatoceles موجود وي تداوي Complication د دریم جینریشن سفالوسفورین )cefotaxime or ceftriaxone, 75-100mg/kg/day( د یو Aminoglycoside سره یا غیر له هغي د ۱۰ نه ۱۴ ورځو پوري.
Ceftazidimeیا Piperacillin- Tazobactam په هغو ناروغانو کي چي Pseudomonasانتان ولري مهم دی

Viral Pneumonia .8 د وایروسی سینه بغل تر ټولو مهم سبب د ۶ میاشتو نه ښکته ناروغانو کي RSV (Respiratory )Syncytial Virus تشکیلوي؛ په نورو عمرونو کي انفلوینزا، پارانفلوییزا او اډینو وایروسونه ډیر عام دي. Bronchial Tree یا الویولای پکی مشکل لري چي د زیاتی Interstitial Pneumonia په شکل به وي، د کانســــولیدیشن نښانی به پکــــی خاص موجود نه وي، په رادیـــولوژي کی به & Perihilar Peribrochial infiltrates د لیدلو وړ وي.

Ingestion of Aliphatic Hydrocarbons .9 کیروسین خپل زهري تاثیرات په سږو او مرکزی عصبی سیستم باندی لري، لکه څرنګه چي دا د معدی
معایی سیسیتم څخه په کافی اندازه نه جذبیږي، شیدي او الکهول ددی جذب زیاتوي، ددی غلظت کم دي او فشار ساحه یی هم کمه ده نو پدی خاطر ډیر په چټکي د Pharynx څخه سږو ته زی؛ په اوس وختونو کی لیدل شوي چي د غوړو )Oil( تجویز ددی جذب د معدی معایی سیستم څخه کموي ولی بیا هم دا توسیه کیږی نه. کلینــکي تظاهرات Clinical Feature: ټوخی،ســـاه بندی، لوړه درجــه تبه، کانګي، بی حالی، او کوما. د سږو فزیکی نښي پکی ډیری کمی دي، د سینی ایکسری کی یو ډول ټاپی، ټاپي توروالی او کمزوری خیالات دي چي اکثرا Miliary mottling ته پاتي کیږي. کانګي باید تحریک نشي، د معدي مینځل نه دی خودداری وشي تر څو د اسپایریشن نه مخنیوی وکړای شو. ناروغ باید د اوکسیجن لاندی وي؛ لکه د معمول د سټیراید او انتی بیوتیک استعمال نه توسیه کیږي.

Loeffler syndrome .10 د ډیرو نیماتودنو لاروا د ژوند په جریان کي پورټل دواران ته داخلیږي، بیا ځیګر او د هیپاټیک وین یا کبدی ورین پواسطه زړه او سږو ته زي. په سږو کی لارو شریانچي یا کپیلری غوڅوي او داخلیږي ورته، بیا الویولای ته زی، برانکسونه د مخاطی غشا او ایزینوفیلیک موادو پواسطه چی د یو الرژیک عکس العمل په نتیجه کی تولید شوی بندوي، دی کي یو ډله ایز او تیز تلونکي نفوذیه مواد شتون لري. ځینی واقعات یی دوا سره د حسایت په نتیجه کي منځته رازي لکه اسپیرین، پنسیلین، سلفاناماید، او امپرامین. کلینکی تظاهرات Clinical feature عبارت دی له ټوخی، ټیټه تبه، د ځان ښه نه احساسول، پراخه کریپیتیشن اوریدل کیږي. همدارنګه په ناروغانو کي به ایزونوفیلیا موجودیت او د سږو په ایکسری کی د مختلفو سایزونو نفوذیه مواد موجود وي؛ چی دا په سطحی بڼه Miliary tuberculosis ته پاتی کیږي چی تداوي یی عرضي ده

په درنښت

داکتر خطیر

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button