بدلون

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى
بدلون
بــاور پــه پــاکــه مـیـنـه نـــه کــوي ګُومان بــدل کــړي
شـیخ پـه هـمدې ځای کی ایمان په خپل تاوان بـدل کړي
لارې د ژونــد رابـانـدی تـنګی شـي کـوڅـې لــه ورشـم
ســتـرګې په اوښکو غـسل وکـړي زړه نادان بـدل کـړي
بــی وفــامـیـنـه د وعـــــدو ســره لــه زړه نـــــه وځـــي
لکـه کـــډوال چی پـه پـاسـپورت نـوم دافـغان بـدل کـړي
پښتون دوښمن له وسلې واخلي خوخپل ورورپری وژني
چی وارلـومـړې يي غشي مخ د خـپل کـمان بـدل کــړي
اغــزي لـه ګـــلـو راچاپـــیـروي خـــوګــل نـه پــیــژنـي
لاس دمالیار سوری سوری کـړي ورته شان بـدل کړي
دغـه شـړیــدلـي ګـریـوانـونـــه بـه راټـــول شـي ضرور
یـو وخـت بـه راشي چـی یوڅــوک دکلي خان بدل کړي
دخـدمـتګـارسـترګې دې ټـیـټي کــړې خـوشـالـه مـه شی
تـابـه بـدل کـړي خـوکه پـــوه شي لږڅه ځان بدل کړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button