غبرګولي څنګه پيداکیږې؟

ډاکتره ارزو سهار

په عمومي ډول په هر لنګون کې د غبرګولي د پيدا کیدا چانس یو په سلو کې وي او د هر هیواد د نفوس کابو دوه په سلو کې ماشومان غبرګولي پیدا کیږي. هره میاشت یوه ښځه یوازې یوه هګۍ ازادوي په دې ډول ویلی شو چې په هرې امیندوارۍ کې باید یوه هګۍ القاح شي خو کله ناکله په نامعلوم علت په یوه میاشت کې دوه هګۍ د میرمنې په رحم کې د القاح لپاره چمتو کیږي چې هره یوه په خپلواکه توګه له یوه سپرم سره القاح کیږي او په دې ډول دوه جنین په رحم کې جوړیږي او غبرګولي بڼه خپلوي.

کله ناکله بیا د میرمنې هګۍ له هغه وروسته چې له سپرم سره القاح شوه په لومړي پړاو کې رامنځته شوې حجره یا لومړنی جنین په دوو بدلیږي چې هر یو په یوه جنین بدلیږي په لومړني حالت کې غبرګولو ته دوه هګی وال یا DIZYGOTIC TWINS وايي دغه 2غبرګولي ممکن یو شان نه وي او دغه راز ممکن یو هلک او بل نجلۍ وي او لکه دوه معمولي وروڼو یا خویندو او یا ورور او خور په شان وي ځکه چې له دوو هګیو او دو سپرمونو جوړ شوي وي خو دویم ډول چې یو سپرم او یوه هګي له القاح کیدا وروسته په دو ه بدلیږي هغه ته MONO ZYGOTIC TWINS مونو زایګوت وايي دغه ډول ماشوم تل یو جنس لري یا هلکان او یا نجونې وي خو امکان لري د یوې حجرې د ویش له امله یې وده توپير وکړي .

دغه ډول ماشومان له جنټیکي پلوه یو شان وي او ممکنه ده یو شان خواص ولري .

د هغوي د پوستکي رنګ، ویښتان و سترګې، او د وینې ګروپ یو شان وي او غالباً بیخي داسې وي چې یو د بل د هینداراې تصویر دی؛ د مثال په توګه که یو په ښي لاس لیکل کوي بل په کیڼ لاس خو د ګوتي نښې یې سره توپير کوي په ټوله نړۍ کې هغه غبرګولي ډیر وي چې له دوو بیلابیلو هګیو جوړیږي .

خو په د غو دو حالتونو سربیره ځینې نور حالتونه هم شته چې باید ورته پام وشي د مثال په توګه که د سپرم په وسیله د هګۍ له القاح کیدا مخکې د میرمنې هګۍ په دوو دانو وویشل شي او هره یوه برخه په بیلابیلو سپرمونو القااح شي دغه حالت ته نیم یو شان غبرګولي وايي .

د یوې هګۍ په وسیله د غبرګولو زیږیدل ډیر تصادفي وي او نور عوامل پرې اغیز نه کوي په ټوله نړۍ کې له هرو زرو کسانو درې یا څلور دغه ډول غبرګولي وي خو د دوو هګیو په وسیله د غبرګولي پيدا کیدل په ټوله نړۍ کې توپير کوي او بیلابیل عوامل پرې اغیز لري د مثال په توګه یو عامل ېې ارثي دي که د مور نژدې خپلوانو مخکې دوه ګوني زیږولي وي دا احتمال شته چې دغه مور هم غبرګولي پيدا کړي خو د پلار ارثي مخینه په دې برخه کې چندانې اغیز نه لري او یا دا چې ډیر لږ اغیز لري .

د مور نژاد یا توکم بل عامل دی چې په دې برخه کې اغیزمن وي په سپين پوستو کې له هرو څلورو زرو میندو څخه اوو یا لس میندې غبرګولي زیږوي او په افریقايي توکم کې په هرو زرومیندو کې لس یا څلویښت غبرګولي زیږوي او په هرو زرو اسیايي میندو کې درې دانې ممکن د دوو هګیو والا غبرګولي وزیږوي .

تراوسه پورې په امریکا کې دوه او څو ګوني ډیر پيدا شوي یعنې په هرو نویو حامله میندو کې یوه دوه ګوني زیږوي او په جاپان کې تر ټولو کم وي یعنې په ۱۵۵ حامله میرمنو کې یوه غبرګولي زیږوي دا خبره هم باید هیره نه شي چې د مور وزن او سن هم په دې برخه کې اغیزمن وي هغه میندې چې له پنځه دیرش کلنۍ زیاتې او چاغې او دنګي وې ممکن دوه ګوني پيدا کړي ځینې درمل هم په دې برخه کې اغیزمن وي په دغو درملو کې مخدر توکی او هغه درمل د یادولو دي چې د هګۍ د القاح کیدا لپاره شنډو کسانو ته ورکول کیږي .

دغه راز ځینې څیړنو ثابته کړې ده چې هغه میرمنې چې د وینې A او O ګروپ لري تر نور ډیر چانس لري چې دوه ګوني پيدا کړي .

په ځینې څیړنو کې دغه خبره ثابته شوې چې په جولاي میاشت ازادې شوې هګۍ امکتن لري دوه شي او غبرګولي پيدا کړي خو په جنورۍ کې دغه چانس بر عکس کمیږي

هغه میندې چې دوه ګوني زیږوي د حاملګي نښې او علایم ېې دوه برابره کیږي په تیره بیا لومړني درې میاشتې به ېې لږ سختې وي ، درحم اندازه لویه وي ،د جنین حرکات ډیر وي .

دغه خبره ههم باید هیره نه کړو چې ډاکټران د دریمې میاشتې په لومړیو کې تشخیص کولای شي چې ماشوم دوه ګونی یا درې ګونی او …. که نه .

دغه راز ځینې وخت یو ماشوم د کرموزومي ستونزو له امله له منځه ځي که په لومړیو میاشتو کې دغه کار وشو هغه بل ته کوم تاوان نه رسیږي .

څه موده مخکې په اروپا کې یوې څیړنې وښودله هغه میرمنې چې ډیر لبنیات خوري چانس ېې ډیر وي چې دوه ګوني وزیږوي دغه څیړنه په یوې مجلې کې خپرې شوي او ایسکا نیوز په دې هکله ولیکل هغه میندې چې ډیرې شیدې خوري د دوه ګوني دپيدا کیدا لپاره ېې چانس پنځه برابره زیاتیږي دغه تحقیقاتي ډلې هغو میندو ته چې دوه ګوني نه غواړي سپارښتنه کړې وه چې شیدې کمې وخوري خو په اروپا کې ډیری ډاکټران دغه خبره ناسمه بولي او وايي چې حامله میندې باید ډیر لبنیات وخوري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button