بيولوژيکي جګړه څه ته وايي؟

شننه: عبدالله لغمانی

بيولوژيک جنګ يا په اصطلاح مايکروبي جګړه يا ويروسي جګړه يا Biological warfare له بيولوژيکي عواملو څخه په هدف مندې استفادې چې په هغه کې باکترياوې، ويروسونه، قارجونه، حشرې ، انګلونه او نور په سترګو نه ليدل کېدونکي ژوندي ساري په داسې ډول عیارېږي او د هغو په جينونو کې تغيير راوستل کېږي چې د انسانانو، حيواناتو، بوټو او ونو د شنډولو، کمزوري کولو او وژلو لپاره وکارول شي. د دا ډول ناروغيو خپرېدا په انسانانو کې له الرژي يا حساسيت څخه نيولې تر مرګ پورې رسېږي چې کېدای شي په ساري ډول له يوه ژوندي موجود څخه بل ژوندي موجود ته سرايت وکړي. نو که د داسې باکترياوو ، ويروسونو او نورو په سترګو نه ليدل کېدونکو ژونديو اجسامو په جنيټيک کې ګوتې ووهل شي او تغيير پکې راوستل شي بيا یې درملنه او مخنيوي سختېږي او ان غيرممکن کېږي او د سترې تباهي او انسان وژنې لامل کېږي.

د ملګروملتونو د بيولوژيکي وسلو کنوېنشنThe Biological Weapons Convention (BWC) په ۱۹۷۲ زېږدي کال کې د بيولوژيکي جنګ د جوړېدا او خپرېدا باکترياوې، ويروسونه، قارجونه، حشرې او انګلونه او نور ژوندي ساري چې په سترګو نه ليدل کېږي او د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو د شنډولو او مړينې لپاره کارول کېږي په کلکه منع کړي دي او تر ۲۰۱۵ زېږديز کال پورې د نړۍ ۱۷۱ هېوادونو دا هوکړه ليک امضا کړی دی. د داسې لابراتوارونو کشف کېدل چې کوم هېواد پکې د بيولوژيکي جنګ خپرېدا ته لمن وهي او ددې جګړې وسله (ميکروبونه، وایروسونه، باکترياوې، حشرې، قارجونه، انګلونه او نور هر ډول ژوندي ساري په لابراتوارونو کې ساتي، روزنه یې کوي، او په جنينونو کې د جنګ او جګړې په نېت او د دښمن د کمزوري کولو لپاره تغيير راوړي د جنګي جنايت په نامه نومول کېږي او تر ټولو بدترين او جنايت کارانه ترين عمل دی.

نو په همدې حساب داسې خبرونه خپرېږې چې د نړۍ زبرځواکونه چې په سر کې یې امريکا ده په پټه هڅه کوي چې داسې باکترياوې او ويروسونه په لابراتوارونو کې توليد او په جنيټيک کې یې بدلون راوړي چې په راتلونکې کې یې د بيولوژيکي وسلې په توګه وکاروي.

او دا خبره نن سبا تر هغه وروسته د نړيوالو رسنيو د سرټکی وګرځېده چې داسې راپورونه خپاره شول چې امريکا په اوکراين کې د بيالوژيکي وسلو د استعمال لابراتوارونه جوړ کړي و او د نړۍ د ځينو هېوادونو لکه چين او روسيې سخت عکس العمل يې را وپاراوه.

چين وروسته له هغه په دې خبره باندې ډېر تاکيد وکړ چې د روسيې د دفاع وزارت په دې وروستيو ورځو کې وويل ، چې ځواکونو يې په اوکراين کې د عملياتو په ترڅ کې هغه پوځي بيولوژيکي پلان کشف کړی، چې د امريکا له خوا پرې پانګونه شوې ده، او غوښتل يې چې په اوکراين کې د بېولوژيکي لابراتوارونو کار لا پسې پراخ او مخته بوځي. په همدې حال کې په اوکراين کې د امريکا سفارت د روان کال د فبرورۍ په پای کې پر خپلې رسمي ويبپاڼې د بيولوژيکي لابراتوارونو په اړه معلومات ډيليټ کړل او د هغو په اړه د معلوماتو کړکۍ یې بنده کړه.

د امريکا همدې کار لا د چين او روسيې اندېښنې راوبارولې چې ولې د بيولوژيکي لابراتوارونو معلومات له ويب پاڼې څخه ډيليټ شول او بل دا چې ددې لابراتوارونو کار پټ، ګونګ او مخفي وو او هيڅوک نه پوهېدل چې دلته څه کېږي او کوم ډول څېړنې ترسره کېږي؟

شمېرې ښيي، چې امريکا په اوکراين کې ۲۶ لابراتوارونه درلودل چې د امريکا د دفاع وزارت تر قوماندې او کنټرول لاندې دي او څيړنيز فعاليتونه يې د امريکا په مشرۍ تر سره کېدل او د امریکا له اجازې پرته هيچا هم په دې اړه خبره نشوای کولای او نه یې هم معلومات درلودل.

د روسيې د دفاع وزارت دا هم زياتوي، چې د اوکراين د جګړې له شروع څخه څه موده مخکې د امريکا د دفاع وزارت روغتيايي مسوولينو له ټولو بيولوژيکي لابراتوارونو څخه غوښتنه کړې وه، چې ټول خطرناک توکي لېرې کړي او له دغو لابراتوارونو سره د پنټاګون د مرستو نښې نښانې پټې وساتي او يا يې ورکې کړي، خو اوس د اوکراين کړکيچ په سختېدو سره په بهرنيو هيوادونو کې د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونو خبره افشا شوې ده او ان د ناټو ځينې هېوادونه یې هم اندېښمن کړي دي.

ځينې معلومات دا هم وايي ، چې امريکا په دغو لابراتوارونو کې خطرناک ويروسونه ساتل ، خو امريکا په يادو لابراتوارونو کې ټول اړوند معلومات ايسته کړي او دا هدف یې دا و چې دا معلومات او شمېرې د روسانو لاس ته ورنشي او په دې طريقه يې په يو ډول د دغو لابراتوارونو د زيانونو له پړې او ملامتي تېښته کړې ده.

نړيوالې رسنۍ وايي ، چې امريکا په دې څو کلونو کې د نړۍ په دېرشو هېوادونو کې ۳۳۶ بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي دي چې په ځينو سيمو کې د ساري ناروغيو د خپرېدو لامل هم شوې دي.

يو مثال يې په ۲۰۱۶ کال کې داوکراين په خارکوف ښار کې د اوکرآيني سرتېرو تر منځ د خوګانو يو ډول انفولانزا خپرېدل چې په لسګونو اوکرايني سرتېري یې مړه او په سلګونو یې تر روغتون پورې ورسول.

د ۲۰۲۰م کال په شروع کې چې لا د کرونا ناروغي د پيل شېبې وې په اوکراين کې د حکومت مخالف اپوزيسيون ګوند يوه مشر چارواکي د امريکا چارواکو ته ليک ولېګه او په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو کې د څېړنو په اړه د وضاحت غوښتنه یې ترې وکړه چې بيا ورته چا مثبت يا منفي ځواب ورنکړ.

زياتره طبي شنونکي وايي چې په مرکزي اسيا او افغانستان کې د ساري ناروغيو خپرېدا او د ونو او بوټو يو دمي وچېدل او شنډېدل د دغو لابراتواري کارونو له امله دی او له دې سره مخامخ تړاو لري.

نو لنډه دا چې دا ټول تصادف نشي کېدلی د يوې سوله یيزې نړۍ لپاره بايد د ملګرو ملتونو سازمان په بې پرې ډول د دغو کارونو څېړنه او د امريکا په کور دننه او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په نظامي اډو او نورو اړوندو مرکزونو کې د دوی بيولوژيکي لابراتوارونه او څېړنې دقيقې وګورې او معلومه کړي چې ايا دا خو به د ټول وژنې او يا د بيولوژيکي وسلو د خپرېدا لپاره نه کارول کېږي.

مسئله هغه وخت تر شک لاندې راغله چې امريکا په دې اړه معلومات له خپل ويب سایټ څخه لرې کړل ولې لرې شول؟ او دا لابراتوارونه د څه لپاره وو؟ بايد د ملګرو ملتونو یو بې پرې کميسيون په چوکاټ او له څېړنو وروسته ځواب ورکړل شي.

ان په امريکا کې دننه هم د پنټاګون لخوا په نظامي اډو او ان د استوګنې په سيمو کې داسې لابراتوارونه جوړ شوي دي چې له خطر او مرګ څخه خالي نه دي د مثال په توګه د امريکا د فورټ ډيټريک بيولوژيکي مرکز چې د ۲۰۱۹ په جولایي کې يو ناڅآپه بند شو چې د ويرجينيا په ايالت کې د الکترونيکي سګرېټو ناروغي خپره شوه او نښې يې کټ مټ کرونا ته ورته وې.

دا چې دا لابرتوار ولې يو ناڅآپه بند شو؟ او څه پکې ترسره کېدل هغه پوښتنې دي چې لا نه دي ځواب شوې.

په هرحال هره ادعا د يوه سلسله شواهدو ، پټو او ښکاره معلوماتو او لاسوندونو په اساس کېږي او دا چې دا ډول بيولوژيکي وسلې د ټول انسانيت لپاره خطر پېښولی شي او لکه کرونا چې دنيوزيلنډ له سواحلو یې د کاناډا تر شمالي سيمو او بيا د جاپان تر ټاپوګانو او همداسې د ماداګاسکر تر افريقايي هېواده پورې په څو ورځو کې خپره شوه، له دې لابراتوارونو څخه راولاړېدونکې ناروغۍ هم کېدای شي تر دې ژر او چټکې خپرې شي او د زرګونو او ميليونو انسانانو، نباتاتو او حيواناتو د مړينې ، ناروغي او ان نسل پر نسل د مشکلاتو د پېښېدلو لامل شي نو د انسانيت په پار د ټولو هېوادونو يو ګډ او مشترک فرض دي چې د دا ډول کارونو څېړنه وکړي او معلومه کړي چې ايا رښتيا هم د زبرځواکونو لخوا داسې بيولوژيکي وسلې جوړېږي چې په نړۍ کې د ژوندي ساريو (انسانانو، حيواناتو او نباتاتو) د راتلونکي قتل عام لپاره لارې چارې برابروي او که نه؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button