د خورما ګټې

ژباره: کیمیا
ورما (خرما) هغه صحي میوه چې د ډېرو ناروغیو درملنه کولای شي.

خورما د متعددو ویتامینو، مینرال او فایبر په درلودل یو غني میوه دی. خورما قبضیت، د کولمو غیر منظم فعالیتونه، دزره ناروغي، کم خوني، اسهال، د نس سرطان، د جنسی اختلال یا کمزوری او همدارنګه نورې ناروغیو ته ګټه ور دی.

دا خوندور میوه خپل ترکیب کې مهمي مینرال لکه کلسیم، سلفر (ګوګړ) وسپنه، پوټاشیم، فاسفورس، منګیزیم، مس او مګنیزیم لري چې ټول د وجود روغتیا ته ډېره ګټور دي. ځینې متخصصان په دی آنډ دي چې هر ورځ د خورما خوړل د خوړو یو متوازن رژیم ته مناسب او صحي دی. د خورما غني ترکیب د عضلاتو د تقویې لپاره ډېر غښتلي مواد دي. د نوې طبي څیرني پر بنسټ، اوسمهال دا قبول شوی دی چې خورما د نس سرطان ته ګټور دی. دغی ترڅنګ خورما ویتامینونه لکه تایمین، ریبوفلفین، نایسین، فولت، ویتامین A او ویتامین K لري. که څه هم د اسلامي کلچر د مخه مسلمانان خپل روژه په خورما ماتوي خو د خورما غني ترکیب د ډېرخوړلو نه مخنیوی کوي.

خورما ډېر ښه منبع د انرژي، بوره او فایبر دی. فایبر د هاضمي سیستم (کولمه) په فعالیت کې خورا مهم او ضروري دی. د امریکا د سرطان ټولنه د ورځي ۲۰-۳۰ ګرام د فایبرمصرفول توصیه کوي چې د خورما خورل، دا اړتیا پوره کولای شي. د خورما ۱۰۰ګرام خپل ترکیب کې ۳۲٪ د ورځنې توصیه شوی فایبر لړي. هغه طبیعی خواږه چې په خورما کې شته د عادی خواږه (بوره) لپاره یوه ډېر ښه بدېل دی. دغه طبیعی خواږه نه یوازې ډېر ژر هضمیږي بلکه د وږیتوب احساس هم کموي. که د هغو خوارو توکې چې په خورما کې شته، وڅیرل شي دا میوه د مولټی
ویتامین ګولي (تابلیت) په شان ماشومانو او مشرانو ته مناسب دی.

د وسپني ډېر اعلی منبع:

هغو کسان چې د کم خونی (Anemia) په ناروغي تشخیص شوي دي باید خورما ډېر وخوري، ځکه خورما د اوسپني ډېر ښه منبع دی. (100g) ګرام خورما، (0,90 g) وسپنه لري چې دا مقدار د ورځني (11%) سلنه سپارښتنه شوی، د اوسپني اړتیا پوره کوي. اوسپنه د ویني سور کرویات په مینځ کې د هموګلوبین یو برخه په توګه، هغه اکسیجن چې په وینه کې جریان لري تشخیص کوي. نوی ځوانان او امیدواری ښځې اوسپنه ته ډېره زیاته اړتیا لړي.
د سترګو ویتامینونه:

خورما خپل ترکیب کې لوتیین (lutein) او زیکسانتین (zeaxantine) لري چې دارنګه میوي اکثرآ د (سترګو ویتامین) په نوم یادیږي. لوتیین او زیکسانتین په ځانګری ټوګه د سترګو ریتینا (retina) او ماکولا (macula) ته ډېر مهم دي، ځکه دا دوي مادي د سترګو دید غښتلی کوي او د ماکولا هر هغه راپیښ شوي احتمالي صدمه چې کیدای شي د عمر په زیاتیدلو زیان مند شي، مخنیوی کوي.

ویل کیږي که چېري یوه خورما د ورځي مصرف شي نور ستاسې سترګي به ټول عمر صحي او خوندي وي. خصوصا د شب کوري ستونزې لپاره ډېر ګټه وردی.

د نس ناستي مخنیوی:

خورما خپل ترکیب کې کلسیم هم لړي چې دنس ناستي په مخنیوی کې موثر ثابت شوی. د دې ترڅنګ، خورما د کولمو او خیطه د تجدید پروسه کې خورا موثر دي. د خورما دوامداره مصرف په معده او کبد کې، د ګته ورو باکتریا په تولیدولو کې مرسته کوي.
د قبض درملنه:

خورما معمولا د قبض ضد، خواره په ټوګه طبقه بندی شوی. لکه څنګه چې خورما د نس ناستی څخه مخنیوی کوي، همدارنګه دا میوه اورګانیزم سره مرسته کوي چې خواره ژر هضم او زهرګین مواد لري کړي. نو که چیري تاسئ غوارئ د قبض علاج وکړئ، باید د ماښام لخوا یو څو خورما واخلئ او بیا په اوبو کې خیشت کړئ.

د شپي له مخه خورما یو خپل ځانګری جوس تولیدوي چې دا د قبضیت ضد لپاره خورا ګټور او دکولمو او معده فعالیت اسانوي. په امریکي کې خورما په وره بوتل کې ځای په ځای او د دارو په ټوګه ترې ګته اخیستل کیږي. (100gr) د خورما (8.5gr) فایبر لري. چون خورما خپل ترکیب کې د نورو ویتامینو ترڅنګ ویتامین (A1), ويتامين (B1,B2,B3,B5)، ویتامین سی او له ۲۰ نه پورته امینو اسید لړي دا ټول د هضم سیستم او د کاربوهایدریت د جذب په پروسه کې اسانتیا رامینځته کوي.

د هدوکو سلامتیا او غښتلیتوب:

مهمي منرال د خورما په ترکیب کې، د هدو کو د غښتلوالی لپاره عالی خواره دی او د هدوکو پوکي (osteoporosis) او درد لپاره ګټه ور دی. خورما خپل ترکیب کې سیلینیم، مګنیزیم، اوسپنه او منګنیز لري نور همدی له امله، دا ټول د صحي هدوکو وده لپاره ضروري دی، په ځانګری ټوګه د عمر په لوریدو، هدوکی په تدریجی ټوګه ضعیف کیږي نو باید خورما وخورئ ترڅو هدوکی مو تقویه او د هدوکو مقاومت مو لور شئ.
خورما ولادت اسانولای شي:

د یو څیرنه لمخه چې د اردن پوهنتون د ساینس او تکنالوجي څانګه کې ترسره شوی وه ښکاره کیږي چې د خورما مصرف څلور اونې مخکې د ولادت نه کولای شي درد تسکین، کم او خونریزي لږ کړي. هغه میرمني چې خورما مصرف کوي ولادت یي اسانه یې نظر په هغو میرمنو چې خورما نه مصرف کوي. همدارنګه خورما ښځي سره
مرسته کوي چې د دیپریسشن یا د پریشاني کمیدو حالت ته ژر ولار شي او ماشوم ته د اړتیا په اندازه شدي تولید کړي.

د وزن تنظیمول:

سره دغي چې خورما ډېر زیات ویتامینونه خپل ترکیب کې لړي، سری ته د مرښت احساس وربښي او د وزن کمښت اسانوي. (طبعا خواږه خواره وروسته له ډوډی نه د خوارو متخصصین له خوا نه دی توصیه شوی او د چاغي لامل ګرځې. باید خواږه میوه او خواږه خواره یو ساعت وروسته له ډوډی څخه وخورل شي). که چیرې خورما په خالي معده وخوړل شي د کولمو فعالیتونو تنظیموي او د ویني د قند (ګلوکوز) سطح په تنظیمول کې ګټور دی. خورما خپل ترکیب کې کلسترول نلري، خو خپل ترکیب کې ډېر زیات بوره لري، نور له دی امله له حده زیات خورما خورل د وزن د زیاتیدلو لامل هم ګرځي، ځکه یو کیلو خورما ۳۰۰۰ کالوري لري.
خورما زره تقویه کوي:

هغه کسان چې کمزوری زره لري هغوي لپاره دا توصیه کیږي چې هر ورځ خورما وخوري. د شپي لخوا یو څو دانې خورما په یوه ګیلاس د اوبو کې لامده کړي او د سهار له خوا اوبه او خورما دواره سره میکس کړي، دا درملنه تاسئ کولای شي د ورځي څو وار تکرار کړي.

د ویني لوړ فشار کمول:

خورما (خرما) په خپل ترکیب کې ډېر کلسیم او لږ اندازه سوډیم لري. ۵-۶ عادي خورماوې خپل ترکیب کې ۸۰ ملی ګرام مګنیزیم، او مهم مینرالونه لري چې د ویني د شریان په پراخولو کې مرسته کولای شي. څیرنه ښي چې د ورځې ۳۷۰ ملی ګرام مګنیزیم د ویني فشار کمولای شي.
د دماغی سکته په وراندی حمایه:

یو د هغو اساسی ګتو نه چې خورما یې لري هغه د عصبي سیستم نورمال ساتل دی ځکه خپل ترکیب کې ډېر زیات پوتاشیم لري. د څیرنې په اساس د پوتاشیم په لوړه کچه مصرفول یعنی تقریبا (۴۰۰ ملی ګرام)، د دماغی سکتې، خطر تر ۴۰ سلنه پوري راکمولای شي.

د ماغزه خواره:

خورما فاسفورس لري چې ماغزو ته ډېر ګتور دی، له دی امله دا میوه هغو کسانو ته یې خوړل ډېر توصیه کیږي چې په ‌ذهني فعالیتونه بوخت دي.

انرژي پارونکی:

خورما طبیعي خواږه په شمول د ګلوکوز، سکروز او فرکتوز لري. د شدې او خورما ګډ ترکیب نه تاسو کولای شي په لوی کچه خواږه (بوره) چې دا میوه یې لري تر لاسه یې کړئ.
د جنسي قدرت زیاتول:

یو څو خورما د اوزه په شیدو کې د شپي په مخ خیشت کړئ، او د سهار له مخه خورما او لږ شیدې سره میکس او وروسته شات او هیل (یا هیل ته ورته نوري عطریني مسالې) وراضافه کړئ او وڅښئ. دواړه نارینه او ښځې کولای شي د خورما دغه ګډ مخلوط شوي خواړه مصرف کړي ځکه د انرژي د زیاتوالی او د بدن د غښتلي سبب کېږي.
حساسیت:

د خورما یو ډېر ارزښتناک خاصیت د سلفر(ګوګړ) شتون دی، چې د دغه عنصر شتون په خواره کې عام ندی خو له صحی ارخه ډېر ګټور دی او حساسیت او د موسمی حساسیت لپاره ګټور دی. د یوې څیرني له مخې چې په ۲۰۱۲ کال کې ترسره شوې وه، وایي چې عضوی یا اورګانیک سلفر(ګوګړ) ترکیب هغو کسانو ته چې د موسمی رینیت الرژی ستونزه لري، کولای شي پرهغو مثبت اغیزي وکړي چې تقریبا ۲۳ میلون وګړي په امریکا کې د دغه ناروغیو څخه ځورېږي. او خورما د سلفر په درلودلو یو ډېر ښه منبع د دغي ناروغیو د مخنیوی لپاره دی.

که څه هم خورما ډېر غښتلی خواره دی خو پوتکی یې چسپناک دی چې ډېر ژر کولای شي ناولی ګرد او ناخالص مواد ځانته جذب کړي. نور پکار دی چې د خورما په انتخاب کې له دقت نه کار واخلو او هغو خورما مصرف کړو چې په کارتن کې راځې او یا که چیرې د وینځلو اړتیا یې درلود باید چې پریمنځل شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button