دپښو سوځېدل او لينګو دردونه دحل لارې چارې يې

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

ډېر وګړي چې ماته راځي هغوي دپښو دسو ځيدو له سنډروم څخه سر ټکوي پر همدي پار مې وپتېله تر څو د اړوند ننګوني په اړه ځيني فزيالوژيکي او طبعي اقدامات چې دنوموړي ستونزي په حل کې مثبت رول لوبوي راټول کړم،

داچې پښې په ټول جسم کې له زړه ځخه لري اعضاوي دي، پر همدي اساس دويني جريان ورته په ځنډ سره رسيږي او دعمر په تريدو سره طبعي ده په رګونو کې سختي رامنځته کيږي، چې دويني جريان نور هم متاثره کيږي، او بيا په خاص ډول هغه څوک چې منظم تمرينات او روغتيايې لاري چارې نه پلي کوي له نوموړي ستونزي سر ډېر مخ کيږي څرنګه چې feet burning syndrom واحد لامل نه لري فزيالوژيکي او پتولوژيک دواړه هغه په کې ونډه لري خو موږ يې په فزيالوژيک اړخ خبره کوو څرنګه چې پښي سفلي اعضا دي دځمکي جاذبي قوي تاثر هم ورباندي شته او بل موږ ګرځواو يا څو کۍ کې ډېر وخت ناست يو چې دغه حلت دvaricose veinsسبب کيږي په کوم کې چې دپښو او لينګو وريدونه وسيع کيږي او دويني مايعات وريدونو مجاويرو انساجو کې تجموع کوي زړه نه سي کولاي ټوله وينه دپښو او لينګو څخه را تخليه کړي، چې په دي سره پښو سوځ، ويده والی، بي حسه والی،د پښو پاړسوب،سورالی او په نهايت کې دزخمو سبب کيږي،چې ډېر وګړي له نوموړي ستونزي زوريږي

دحل لاري چارې

1:Compresion :

دباو: يو ډول خاص اوږدي جورابي په مارکيټ کې موندل کيږي بايد په ورځ کې دوه دري ساعتو لپاره په پښو سي تر څو پر وريدونو دباؤ راولي او وينه په اسانۍ علوي يا دزړه لور ته جريان پبداکړي

2Exercise

لومړۍ Ankle joint Exercisدبجلکو فعاليت په دي ډول تمرين کې پښي لوړي نيول يو بل اړخ ته خوځول مخ شا ته حرکات ورکول

دويم knee joint Exercise دځنګانه مفصل تمرين دنوي زاويې په اندازه پښي لوړي نپول او تمرين کول تر څو دويني جريان بهتره شي

دريم Hipe joint Exercise , دورانه تمرين چې ټول لينګی لوړول او تمرين تر سره کول چې ډېره ګټه رسوي

5:Walk yoga

په ورځني ډول تمرين کول نهايت مفيد تماميږږي

6:Dry brushing

يو نرم بروش واخلی او هسته هسته خپل لينګي او پښي ورباندي مساج کاندﺉ تر څو ليمپيټک او ويني جريان بهتري ومومي

7Mineral Bath

مانا په هغه او بو لامبل چې معدن ولري لکه په مضنوعي ډول ځيني منرالونه موندل کيږي لکه Dead sea salt او يا Magnesium Flaks او به ته ور واچيوی او په ولامبی ځکه د ګرمي موسم کې موږ خوله کو او له بدن څخه مو منرالونه ضايع کيږ چې دنومودي طريقي سره دبدن منرالو بيلانس برابريږي

7Iron Replacement

داچې د اوسپني دکمي

له وجي د لينګو ويده والی او پښو سوځ رامنځته کيږي بايد هغه Suplement چې اوسپنه ولري ولخيستل شي تر څو نوموړي ستونزه له منځه يوسي

9Natural medicen

په بازار کې ځيني درمل چې طبعي شيان دي لکه
Cap=Horse chest Nut او
Ginko biloba وکارول سي نوموړي دواي په پښو او لينګو کې د ويني جريان سموي

باملرنه

هغه وګړي چې ناروغي ولري لکه شکر،دپشتورګو ناروغي او عصبي ناروغي او په خوا کې دپښو سوځ او لينګو ويدوالی لري بايد ډاکټر ته مزاجعه وکړي تر څو يې ناروغي دطبي ميتود مطابق حل شي

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده زابل خاک افغان
ستاسو دروغتيا په

نور ښکاره کړئ
Back to top button