د نیم سري غوندې درد (Cluster Headache)

خالد مشال

د طبابت په کتابونو کې د Migrainous Neuralgia په نوم هم ياديږي او ځکه يې Cluster (ګېډۍ يا مجموعي) Headache (سر درد) بولي چې په سر کې د درد تر څنګ؛ يو لوری پزه او سترګه هم پکښې اخته کېږي. دا ناروغي د خپل پتوفزیالوژیک (د مرض پيدا کېدنې او د غړيو د مصابېدو ) جوړښت له مخې له نیم سري سره ورته والی لري؛ خو له نیم سري نه یې د لاندې ځانګړتیاو په لرلو سره بېلوو:

د دې ناروغۍ خصوصیات په وسواسي خلکو کې ډېر وي.
په نارینه وو کې یې نسبت مېرمنو ته پېښې ډېرې دي.
د حملې وخت یې په زیاتره پېښو کې ماښام مهال دی.
په دې ناروغي کې ناروغ سخت نارامه وي.
کلینکي بڼه: د دې ناروغي اساسي کلینکي لوحه عبارت له درد څخه ده، خو د دې درد د نیم سري (په نیم سري کې درد مستقیماً په سر کې شروع کیږي) برعکس له پوزې څخه شروع او د سترګو د جوف طرف ته خپریږي. وروسته ناروغ ته سر درد پیدا کیږي او هم مهاله به پزه د مخاطو جریان ولري او ممکن د پوزې بندښت هم رامنځته شي، همداراز د ناروغ د مخ د مصاب (اخته) لوري سترګه به هم سره او هم اوښلنه وي. د دې ناروغي درد تر دوو ساعتونو دوام کوي؛ خو کله کله آن تر څو ورځو پورې وي. که د دغه ډول سر دردي حملې زیاتې او تکراري شي نو اعراض او علایم یې نور هم تشدیدیږي؛ لکه: د اخته سترګې د پورتنۍ زیږمې له نارمل حالت څخه ډير لاندې لوېدل، د کسي ثابت پاته کېدل او هماغه طرف کې خوَله کمېدل.

دا ناروغي له الکولو څښلو، ځینو خاص وړانګو او خوراکونو سره نوره هم تحریکیږي.

درملنه: دا چې په دې ناروغي کې درد ډېر شدید وي؛ نو دوا باید په زرقي (پېچکاري) شکل ورکړل شي.

ځینې درمل یې دا دي:

Ergotarnine له ۱ ــ ۲ ملي ګرامو، د پوستکي لاندې.
Sumatriptan ۶ ملي ګرامه، دا هم تر پوستکي لاندې تطبیقیږي.
کله که له دغو دواګانو سره ناروغ حساس و یا معذرت ولري؛ نو بیا ورته تر پنځلس دقیقو پورې په خپله خاصه کچه اکسېجن ورکول کیږي.
مخنیوي: د Cluster سر درد د مخنیوي لپاره له لاندې ذکر شویو درملو نه یو په ورځ کې يو وار غوره کیږي:
1: Inderal 60 _ 120 mg
2: Mosegar 0.5 mg
3: Verapamil 200 _ 240 mg
4: Prednisolon 20 _40 mg 5: Lithium 60 _ 300 mg

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button