د کاهو له ځانګړنو خبر شئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

کاهو د شنو او لویو پاڼو لرونکی بوټی دی، چې پاڼې یې خامې خوړل کېږي او ډېری کسان په سلاد کې ترې ګټه اخلي. کاهو له وېټامین اې، بي، سي، اوسپنې، کلسیم اکساید، فاسفورېس، مګنېزیم، منګنېز، سودیم او مسو څخه مالامال دی او تنده له منځه وړي.

کاهو یې دري نوم دی خو په ترکي کې خاس، په فرانسوي کې Laitue cultivee او په انګرېزي کې Lettuce ویل کېږي چې علمي نوم یې Lactuca sativa L دی.

د نبات پېژندنې د علم له اړخه کاهو پر دوو ډولونو وېشل شوی دی

۱- کورنی یا د خرڅلاو کاهو.

۲- وحشي او يا په خپل سر شین کېدونکی کاهو.

هغه کاهو چې کرل کېږی او اهلي کاهو ورته ویل کېږي د Compositae له کورنۍ شمېرل کېږي.

د نبات پېژندنې له نظره د کاهو پېژندنه

د خرڅلاو یا اهلي کاهو چې یو کال عمر لري شنې، اوږدې او پلنې پاڼې لري. پاڼې یې له شینوالي سره سره ، غوړې، شفافې، نرمې او نازکې ښکاري. خامې خوړل کېږي او خوند یې خوږ ته مایل دی.

خو وحشي او په خپل سر زرغونېدونکی کاهو بیا د کورني هغه په پرتله لوړه ونه، سپېرې پاڼې او تریخ خوند لري.

روغتیا پالان وایي د کاهو خوراک د وینې صافولو سره مرسته کوي. له دې سره سره کاهو صفرا کموي، قبضیت، ټوخی او د بدن دردونه له منځه وړي او خوب اراموي یې.

کاهو د مکروب ضد خاصیت لري، تنده او د سینو درد له منځه وړي. د مثانې د زخمونو لپاره درمل دي او د ادرار لپاره لار پرانېزي. هغه کسان چې اشتها نه لري کاهو ورته تر ټولو ښه نسخه ده.

د دې لپاره چې په ټپي شوي ځای مو له سره وېښتان را شنه شي کاهو وخورئ. په چین کې یې هغه مېرمنې چې ماشوم ته شیدې ورکوي د شېدو د زیاتوالي لپاره خوري.

د کاهو زیانونه

د کاهو تخم د کوکنارو تخم ته ورته او مخدر دی. که وخوړل شي سر ګنګسي پیدا کوي او د خوب د زیاتوالي لامل ګرزي. که کاهو له ټاکلې اندازې زیات وخوړل شي حافظه کمزورې کوي، د سترګو لید او جنسې قوه له منځه وړي.

خو که غواړئ دغه څه بېرته خپل عادي حالت ته را وګرزوئ له نعنا څخه ګټه واخلئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button