د مالټو “لس” روغتيايي ګټې

ریاض مقامزی
مالټه د هغو مېوو په قطار کې راځي، چې نړۍ کې په پراخه پيمانه مصرفېږي. همدارنګه د ډېرو روغتيايي ګټو ترڅنګ ګڼ شمېر خلک یې د ښه خوند له کبله هم خوري.
د خوښۍ خبره دا ده، چې یاده مېوه په افغانستان کې هم ښه حاصلات ورکوي. په ځانګړې توګه د ننګرهار په څېر ګرمو سیمو کې یې حاصلات د پام وړ دي. دا چې اوس د همدې مېوې وخت دی نو موږ هم هڅه وکړه، چې تاسو ته یې پر روغتيايي ګټو لیکنه وکړو.

لومړی ـ د ويني غوړ کموي
مالټه په بدن کې د کلسترول کچه ټيټوي. یاده مېوه د نورو موادو ترڅنګ فیبر هم لري، چې فایبر په بدن کې د وينې د غوړ په کمښت کې رغنده رول لوبوي. تاسو کولای شئ د وينې د کلسترول په مقابل کې د وقايې په توګه له مالټو څخه ګټه واخلئ او په ورځني توګه یې مصرف وخورئ.

دویم ـ د زړه روغتيا مو تضمينوي
مالټه له پوتاشيم څخه ډکه مېوه ده. دغه ماده ستاسو د زړه روغتيا تضمينوي. ځکه چې پوتاشیم د زړۀ د ښۀ فعالیت لپاره ګټور معدني مواد لري. کله چې په بدن کې د پوتاشیم کچه ډېره ټيته شي نو ستاسو د زړۀ فعالیت ټکنی کېږي او د زړۀ په ناروغيو د اخته کېدو خطر مو ډېرېږي. کوښښ وکړئ چې هره ورځ په کافي اندازه مالټې وخورئ او په دې توګه د خپل زړه فعالیت لا ښه کړئ.

درېيم ـ د بدن د دفاعي ځواک پياوړتيا
مالټه مو په ناروغيو د اخته کېدو څخه ژغوري. دا چې مالټه په ډېره پيمانه ويټامين سي لري او یاده ماده د آزادو رادیکالونو د خنثی کولو په ترڅ کې د سلولونو حفاظت کوي، نو دا فعالیت تاسو د ناروغيو پر وړاندې پياوړی کوي. د بدن دفاعي ځواک ته مو قوت وربخښي.

څلورم ـ د سترګو روغتيا
مالټه مو د سترګو روغتيا ساتي. که تاسو هم د خپلې سترګې روغتيا ته پام کوئ د یادې مېوې خوړل مه هېروئ. مالټې له کارتنوئيد څخه ډکه مېوه ده، دغه ماده وروسته پر ويټامين A بدلېږي، چې یاد ويټامين ستاسو د سترګو لپاره مهم دي. همدارنګه ويټامين ای د سترګو دید ته قوت ورکوي.

پنځم ـ د وينې فشار
د مالټې خوړل ستاسو د وينې د فشار په تنظيم کې ډېره مرسته کوي. په دې مېوه کې د فلاونوئيد هسپريدين په نوم ماده شتون لري، چې ستاسو د وينې فشار ډېر نورمال او منظم ساتي. که غواړئ د ټیټ او لوړ فشار له ستونزو سره مخ نه شئ، نو غذايي رژيم کې مو د مالټې ځای پر ځای کول باید هېڅکله هېر نه شي.

شپږم ـ ستاسو د پوستکي روغتيا ساتي
په مالټو کې د بتاکاروتن په نوم قوي انتي اکسيدان شتون لري، چې یاد آنټي اکسیدان د آزادو راډيکالونو پر وړاندې د بدن د پوټکي حفاظت کوي. په دې توګه ستاسو د ژر زړښت مخه هم نيسي او د پوستکي په روښانتيا کې هم مرسته کولای شي.

اووم ـ د وزن کمښت
مالټه مرسته کوي، چې ستاسو وزن کم شي. دغه مېوه کمه کالوري انرژي لري او له فیبرو څخه ډکه ده. کله چې تاسو مالټه خورئ تر یوه وخته د مړښت احساس کوئ او له ډېر خوراک څخه پاتې کېږئ. په دې توګه یاده مېوه ستاسو د وزن په کموالي کې ګټور ثابتېږي.

اتم ـ د هډوکو پياوړتيا
مالټه په پرېمانه کچه کلسیم لري، او کلسیم ستاسو د هډوکو پياوړتيا کې حیاتي رول لري. که تاسو په مناسبه اندازه مالټه وخورئ هډوکي به مو پياوړي شي. دده تر څنګ د غاښونو په روغتيا کې هم ګټور ثابتېږي.

نهم ـ له فایبر څخه ډکه ده
که چېرې غواړئ بدن ته مو په مناسبه اندازه فایبر ورسي، مالټو ته حتمن په غذايي رژيم کې ځای ورکړئ. هره ورځ یوه مالټه مو د بدن د اړتيا ۱۲% پوره کوي. ستاسو بدن باید د خپل اړتيا وړ مواد پوره کړي او که نا له روغتيايي ستونزو سره مخ کېږئ.

لسم ـ د خولې بد بويي
په چای کې د مالټو پوټکي کارول، تاسو سره مرسته کوي چې د غاښونو روغتيا مو وساتي. همدارنګه د یوې مياشتې لپاره هره ورځ د مالټو يو ګيلاس چای څښل ستاسو د خولې بد بويي په کامله توګه له منځه وړي. که د خولې بد بويي لرئ همدا یې غوره نسخه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button