ولې ځينې درمل په نهاره او ځينې په مړه استعمالوو؟

ليکنه: حامد مشواڼی
ډېری وخت به مو پام شوی وي چې ډاکټر درته وايي: «دا درمل په نهاره خېټه يا له ډوډۍ خوړلو مخکې استعمال کړه او دا درمل په مړه خېټه يا له ډوډۍ خوړلو وروسته استعمال کړه!» آيا کله مو په دې فکر کړی دی چې ولې ځينې درمل له خوراک مخکې او ځينې له خوراک وروسته استعمالېږي؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد ووايو چې خواړه او درمل دواړه په يو هاضمي سيستم کې پروسيس کېږي. کله چې مونږ خواړه خورو، په معده کې مختلفې عمليې واقع کېږي، د معدې ساحې ته ډېره وينه رابهېږي، له ځيګر څخه صفراء افرازېږي او د معدې دېوال د خوړو د هضم لپاره تېزاب افرازوي. د دې فزيولوژيکي تحولاتو له امله، بايد د درملو او خوړو د يو ځای کولو او نه يو ځای کولو په اړه بايد فکر وشي. د دې لپاره چې په معده کې د خوړو د شتون او نه شتون سره د درملو په اړيکه پوه شو، لاندې يې ځينې لاملونه په ګوته کوو.

الف: د اړخيزو اغېزو يا Side effects کمول
ځينې درمل که په نهاره استعمال شي، زړه بدوالی يا کانګې پيدا کوي، د دې لپاره چې دا اړخيزې اغېزې يې کمې شي، بايد له ډوډۍ خوړلو وروسته استعمال شي لکه Allopurinol, Bromocrptine او Madopar

همدارنګه ځينې درمل لکه Aspirin, NSAIDs (Diclofenac & Ibuprofen) د معدې خارښت او زخم پيدا کوي او په مړه خېټه استعمال يې دا اړخيزې اغېزې کموي، نو ځکه بايد په مړه خېټه استعمال شي.

ب: د درملو تاثير
ځينې درمل که په مړه خېټه يا له ډوډۍ وروسته استعمال شي، مؤثريت يې کمېږي. د بېلګې په ډول ځينې وخت که درمل له خوړو وروسته استعمال شي، خواړه په معده او کولمو کې د درملو په جذب کې اخلال پيدا کوي، د دوا جذب ورو کوي او ځينې وخت يې آن ګډوډوي.

ځينې خواړه د ځينې دواګانو اغېزمنتيا خنثی کوي، د بېلګې په ډول: د مالټې جوس، د آلوبالو جوس، د ويټامين کا Vitamin K درلودونکي خواړه (لکه ګُلپي، کرم ګل، هګۍ او ماهي)، پوتاشيم لرونکي خواړه لکه کېله د دوا ترکيب ګډوډوي.

انتي اسيد دواګانې د معدې د سوزش او بدهضمي لپاره استعمالېږي. کله چې خواړه معدې ته داخل شي، نو تېزاب توليدېږي، له دې وجې دا دواګانې چې له خوړو لږ وروسته يا د خوړو په دوران کې استعمال شي، نو ډېره ښه اغېزه کوي.

د خولې Mouthwash، مايع Nystatin او Miconazole چې د خولې د زخمونو يا د خولې د نورو ناروغيو لپاره استمالېږي، بايد له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته استعمال شي، ځکه چې خواړه دا له ځان سره ډېر ژر وړي او اغېزمنتيا يې ختموي.

ځينې دواګانې په معده کې خوړو ته اړتيا لري چې سمې جذب شي لکه د ايډز دواګانې Ritonavir, Saquinavir, & Nelfinavir

يادونه: د يوې عمومي قاعدې په توګه هغه دواګانې چې بايد په نهاره خېټه استعمال شي، بايد له خوړو څخه يو ساعت مخکې يا دوه ساعتونه وروسته استعمال شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button