د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( اوومه برخه )

محمد امين بسمل

پوښتنه : الله تعالی په سورهً الانبیا کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد کړی دی ؟
ځواب : رحمته للعالمین ( آیت نمبر ۱۰۷ ) .
پوښتنه : آیا ستا په متن کی داسی سورت یا سورتونه هم سته چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟
ځواب : هو ، درې سورتونه دي : سورهً طه ، سورهً رحمن ، سورهً یس .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی کوم سورت د میوې په نوم دی او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی ؟
ځواب : سورهً التین [ انځر ] او سورهً الروم [ د روم سلطنت ] .
پوښتنه : په سورهً الاحزاب کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد سوی دی ؟
ځواب : خاتم النبیین ( الاحزاب ۴۰ ) .
پوښتنه : آیا تا د ظالمانو نومونه هم ذکر کړي دي ؟ که وی نو هغوی څوک دي ؟
ځواب : هو ذکر کړي می دي : جالوت ( البقره ۲۴۹ ، ۲۵۰ ، ۲۵۱ ) ؛ هامان ( القصص ۶ ، ۸ ) ؛ سامري ( طه ۸۵ ، ۸۷ ، ۹۵ ) ؛ اذر ( الانعام ۷۴ ) ؛ فرعون ( القصص ۶ ، ۸ ) ؛ قارون ( الغافر ۲۴ ) ؛ ابو لهب ( تبت ۱ ) .
پوښتنه : دا خو عجیب ښه معلومات وو . اوس به یوه بله موضوع مطرح کړم او هغه دا چی آیا حضرت عیسی (ع) د رسول الله (ص) د راتګ بشارت ورکړی دی ؟
ځواب : هو ، دا خبر په سورهً صف آیت نمبر ۶ کی راغلی دی .
پوښتنه : که راته ووایې چی څو سورتونه په صرف یو حرف سره پیلیږی ؟
ځواب : درې دي : سورهً ص ، سورهً ق ، سورهً ن .
پوښتنه : هغه کوم یوازینی صحابي دی چی ستا په ټول متن کی یې نوم ذکر سوی دی ؟
ځواب : هغه زید بن حارثه دی ( الاحزاب ، آیت نمبر ۳۷ ) .
پوښتنه : « یو د بل غیبت مه کوئ » ، دا الهي امر چیری سوی دی ؟
ځواب : د سورهً الحجرات په ۱۲ نمبر آیت کی .
پوښتنه : په لوح محفوظ کی ستا د شتون ذکر چیری سوی دی ؟
ځواب : په سورهً البروج آیت نمبر ۲۲ کی .
پوښتنه :« بېشکه مؤمنان وروڼه دي » ، دا خبره چیری سوې ده ؟
ځواب : الحجرات ۱۰ .
پوښتنه : یوه بله ذهني پوښتنه می دا ده چی د کوم سورت هر آیت د (د) په حرف او د کوم سورت هر آیت د (س) په حرف سره ختمیږی ؟
ځواب : سورهً اخلاص او سورهً الناس .
پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی ستا په متن کی تر ټولو اول کومه دعا راغلې ده ؟
ځواب : زما په متن کی لومړنۍ دعا ( اِهدِنا الصِراط المستقِیم ) ده چی د سورهً الفاتحه په ۶ نمبر آیت کی واقع ده .
پوښتنه : الله تعالی ستا د متن په کوم سورت او کوم آیت کی د یو بېګناه انسان قتل د ټولو انسانانو قتل بللی دی او د یو انسان ژغورل یې د ټولو انسانانو ژغورل بللی دی ؟
ځواب : د المایًده سورت ۲۲ نمبر آیت .
پوښتنه : تا چیری د الله تعالی دا خورا مهم او بنسټیز ارشاد ذکر کړی دی چی فرمایي : تر څو په ځان کی ( مثبت ) بدلون را نه وړې الله تعالی دې ( روان ) حالت نه بدلوي ؟
ځواب : د الرعد سورت په ۱۱نمبر آیت کی .
پوښتنه : آیا تا په کوم سورت کی دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » ذکر کړې ده ؟ که وی ، هغه چیری ده ؟
ځواب : سورهً النمل ( ابتدا او ۳۰ نمبر آیت کی ) .
پوښتنه : کوم دوه سورتونه دي چی که یې نوم له کیڼ ( چپې ) خوا ولوستل سی ، بیا هم هماغه وی ؟
ځواب : سورهً « لیل » او سورهً « تبت » .
یادونه : که د هری برخې په هکله رغنده وړاندیز یا نېکه مشوره لرئ نو هغه لطفأ د مسنجر یا ایمیل له لاری راسره شریک کړئ . زما ایمیل آدرس دا دی : nsamad57@hotmail.com ، والسلام .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button