هغه شل درسونه چې له ۳۰ کلنۍ مخکې یې باید زده کړئ

موږ ټول په ژوند کې بریا ته د رسېدو لپاره باید لارې چارې زده کړو، د ژوند مهارتونه هغه وړتیاوې دي چې د ژوند په اوږدو کې په تکرارولو او تمرین زده کیږي او انسان د ستونزو سره د مخ کېدو په وخت کې له روحي، رواني او ټولنیز اړخه د هغو حل کولو ته تیاروي.

د دې وړتیاوو د تر لاسه کولو لپاره باید د ژوند په اوږدو کې په تدریجي توگه زده کړې او مطالعه وکړو او کار ترې واخلو، او همدغه زده کړې مو د بریا لارې را وښایې.

همدارنګه هر څومره چې په دې اړه وروسته زده کړې او مطالعه پیل کړو په همغه کچه به مو د ښه ژوند لرل او بریا تر لاسه کول هم کم شي.

له موږ سره اوسئ او دا لیکنه تر پایه مطالعه کړئ او هغه څیزونه زده کړې چې له دېرش کلنۍ مخکې اړین دي:

1- ژوند ډېر مخکې پیل شوی: ستاسو تصمیمات ستاسو راتلونکی ټاکي او د بیرته ګرځېدو او تصحیح لپاره یې لار نشته.

2- د ټولنیزو شبکو ډيري ملګري مو واقعي ملګري ندي: له بده مرغه دا حقیقت لري، موږ ټول په ټولنیزو رسنیو کې هغه ملګري لرو چې اصلاً یې نه پیژنو او زموږ ستونزې ته هیڅ اهمیت نه ورکوي او یا دا چې د اړتیا پر مهال لاسرسی نه ورته لرو.

3- هر مینه انجام ته نه رسیږي: دې ته تیار اوسئ چې زړه مو مات شي، که څه هم دا تریخ حقیقت او ترخه خبره ده خو واقعیت دی.

4- د دپیلوم په اخیستلو زده کړې پای ته نه رسیږي: په ننۍ نړۍ کې پوهه لومړی خبر کوي، که غواړي له نورو څخه شا ته پاتې نشئ نو زده کړو ته مو دوام ورکړئ.

5- د کورنۍ غړي مو د ژوند ارزښمتند کسان دي: دا یوازني کسان دي چې تاسو ته اهمیت درکوي، له دوی سره ښه رویه او رفتار ولرئ او له حمایت او مرستې څخه یې منندوی اوسئ.

6- ستاسو د ضعف ټکي ارزښت نه لري: د خپل ضعف ټکي مو وپیژنئ؛ خو اندېښنه مه ورته کوئ، یوازنی شی چې ارزښت لري هغه ستاسو د قوت ټکي دي، په هغه فکر وکړئ او د غښتلتیا لپاره یې زیار وباسئ.

7- هر ارزښتمند کار وخت نیسي: دا هیله مه لرئ چې ډېر ژر مو موخو ته ورسیږئ، هیلو ته رسېدل له هغه ډیر وخت غواړي چې تاسو فکر کوئ.

8- د پرمختګ ټول فرصتونه د آرمتیا له حدودو څخه بهر پراته دي: باید دا حقیقت ومنئ او دې ته تیار اوسئ چې له خپلې آرامتیا له حدودو څخه د باندې لاړ شئ او زیار وباسئ تر څو بریا تجربه کړئ.

9- متزلزله اړیکي د ساتلو ارزښت نه لري: وقت مو په هغه څه مه تیروئ چې نه شئ کولئ په هغه کې تغیر راولئ، له څنګ څخه یې تیر شئ او خپلې لارې ته دوام ورکړئ.

10- نړۍ له بي عدالتۍ څخه ډکه ده: په ژوند کې به مو په وار – وار له بي عدالتۍ سره مخ شئ، پوره تیارئ ورته ولرئ.

11- چانس د زیارکښو کسانو لوري ته ورځي: چانس هیڅ وخت د هغو کسانو نه برخه کیږي چې لاس په لاس ناست دي او د آسماني اتفاق په تمه دي، زیار او سخت کار د چانس تر لاسه کولو لومړني شرطونه دي.

12- د ښه پیل لپاره ځانګړې ورځ او وخت نشته: که غواړئ چې کوم کار پیل کړئ، همدا نن یې پیل کړئ، د ښه وخت په تمه مه اوسئ، هغه وخت به هیڅکله رانشي.

13- تاسو نشئ کولئ هر ځای شتون ولرئ او نه شئ کولی هر څه ولرئ: دا زده کړئ چې سم تصمیمونه ونیسئ او هغه څه ته متعهد اوسئ او تعقیب یې کړئ چې تاسو ته ارزښت لري.

14- باید له هغه ټولو کسانو مننه وکړئ چې ژوند کې مو دي: ستاسو په پرمختګ کې د خلکو او د هغوی د تاثیر په اړه بي تفاوته مه پاتي کیږي او مننه ترې وکړئ.

15- احساسات او تجربه ستاسو غوره پانګونه ده: د بریا سنتي معیارونه، کور او نوی ماډل موټر نوره مانا نه لري، احساسات، خاطرات، تجربې او پوهه ارزښت لري او د پرمختګ اصلي معیار ټاکي.

16- وروسته کلمه معمولا د هیڅکله په مانا دی: هیڅ کار بلې ورځې ته مه پریږدئ په همدې شېبه کې ژوند وکړئ.

17- بریا له زیار سره مترادف ټکی دی: هیڅکله مه ناهیلې کیږئ، خپلې هیلې تعقیب کړئ، د هغوی لاسته راوړل ډېر ستونزمن دي؛ خو بیا هم د زیار او کوښښ ارزښت لري.

18- د ورزش مرتب تمرینات اړین دی: خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړئ، هره ورځ ورزش وکړئ او د خپل اندام تناسب ساتلو ته لومړیتوب ورکړئ.

19- ماتې هیڅ ارزښت نه لري: یوازې بریا ارزښت لري؛ نو له ماتې څخه مه ویریږئ.

20- هیڅوک به تاسو سره مرسته ونکړي: یوازې تاسو کولی شئ خپل ځان سره مرسته وکړئ؛ نو په الله تکیه او په خپل نفس باندې اعتماد پیاوړی کړئ.

ژباړه: جاوید حیدرزی هغه شل درسونه چې له 30 کلنۍ مخکې یې باید زده کړئ

شریک کړئ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button