د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د رهبرۍ مهارتونه

احسان الله سعد

[ لقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرْ](سورت احزاب۲۱ ایت).
ژباړه: په یقیني توګه د الله پیغمبر د هر هغه چا لپاره چې الله د ورګرځېدو او د آخرت ورځې ته هیله من وي د نیکۍ یوه غوره نمونه ده.

رسول الله ﷺ د ژوند په هر ډګر کې زموږ لپاره غوره نمونه ده، نو غواړم د دغه ستر انسان چې ځمکې او آسمانونه یې په روی پیدا شوې دي، د لیډرشیپ او رهبري په بیلا بیلو اړخونو لکه: سیاسي، نظامي، اقتصادي، ټولنیزو او داسې نور رڼا واچوم، لمړی هم د حضرت محمد ﷺ لنډ سیرت او د رهبري په هکله یو څه لنډ معلومات درته وړاندې کوم.

حضرت محمدﷺ تر ټولو انبیاوو او رسولانو وروستی پیغمبر او نبي دی، الله ﷻ د ده مبارک په ذریعه سره د نبوت او رسالت مبارکه سلسله پای ته رسولې ده. لکه څرنګه چې د قرانکریم په نزول سره د نورو اسماني کتابونو نزول پای ته رسیدلی دی، همداسې د ده مبارک په راتګ سره د پیغمبرۍ سلسله پای ته رسیدلې ده.

اللهﷻ په قرانکریم کې داسې فرمایلي دي.( مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا)، (احزاب سورت، ۴۰ ایت).

ژباړه: نه دی محمد ﷺ پلار د نارینه وو څخه، مګر د الله تعالی رسول ﷺ دی او آخر د پیغمبرانو دی او الله پر هر شي باندې عالم دی.

رسول اکرم ﷺ د غوره اخلاقو، پاک سیرت، اوچت کردار او سپېڅلي عمل خاوند و، له ټولو نه زیات غیرتي او له هر چا نه زیات د ښو، خوږو اخلاقو او نېکې معاملې درلودنکی ؤ، په ښه ګاونډیتوب، ریښتنولۍ، نرمۍ، سخاوت، بلاغت او عفت کې د هر چا نه مخکې و، د خیر خاوند، نېک عمله، کریم، امین، با وفا او په عهد ټینګ ولاړ انسان و، خپل قوم ورته د ډیر صداقت له وجهې د امین لقب ورکړی دی. لکه چې بي بي خدیجه (رضی الله عنها) د ده مبارک په هکله فرمایي: (( یکسب المعدوم ویصل الرحم و یحمل الکل ویقري الضیف و یعین علی نوائب الحق)).

ژباړه: هغه به د بې وزلانو مرسته کوله، د هغوی بار به يې اوچتاوه، د فقیرانو او تش لاسو لپاره به یې بندوبست کولو، د میلمه قدر او درناوی به یې کولو او په حوادثو کې به یې د حق مرسته او پلوي کوله.

د حضرت محمدﷺ د نسب لړۍ په دې ډول سره ده. محمد، بن عبدالله، بن عبدالمطلب، بن هشام، بن عبد مناف، بن قصی، بن کلاب، بن مرة، بن لوی، بن غالب، بن فهر، بن مالک، بن نضر، بن کنانه، بن حزیمة، بن مدرکه، بن الیاس، بن مضر، بن نزار، بن معد، بن عدنان. امام بوخاري (رحمه الله) په خپل تاریخ کې د عدنان څخه تر حضرت ابراهیم (علیه السلام) پورې نومونه پدې ډول راوړي او یاد کړي دي: عدنان، بن عدو، بن المقوم، تارح، بن یشجب، بن یعرب، بن ثابت، بن اسماعیل، بن ابراهیم.

د حضرت محمد ﷺ کورنۍ د ده جد هاشم ته د انتساب له امله په هاشمي کورنۍ مشهوره ده، د حضرت محمدﷺ کورنۍ که څه هم د پخوا څخه مخوره او نومیالۍ کورنۍ وه خو چا چې دا کورنۍ د قریشو په لقب ممتازه کړه هغه نضر بن کنانه وو ځینې څیړونکي دا نظر لري چې د قریش لقب د ټولو نه لومړی فهر ته ورکړل شو او قریش هم د ده اولاد دي.

سید المرسلین حضرت محمدﷺ د بني هاشم په شعب (مېنه) کې د دوشنبې په ورځ سهار چې د فیل د پېښې د لومړني کال د ربیع الاول نهمه نېټه وه دنیا ته سترګې وغړولې، دغه وخت انوشیروان د پاچاهۍ څلويښت کاله تیر شوي وو، د لوی څېړونکي عالم محمد سلیمان منصور پوري او ستوري پېژندونکي محمود باشا د څېړنې په اساس دا تاریخ د (۵۷۱م) کال د اپریل د میاشتې له شلمې او یا یویشتمې نېټې سره سمون خوري.

ابن سعد روایت کوي چې د رسول الله ﷺ مور وایي: کله چې محمد ﷺ وزیږد، نو زما له جسم څخه یو نور ووتی چې د شام قصرونه یې روښانه کړل، احمد هم له عرباض بن ساریه څخه دې ته ورته روایت نقل کړی دی.

په ځینو روایتونو کې راځي چې د رسول الله ﷺ د پیدایښت په ورځ ځینې داسې پېښې واقع شوې چې د بعثت زېری یې ورکاوه، لکه په دې ورځ د کسرا د ماڼۍ څوارلس څراغونه پریوتل، د مجوسو آتش کده چې نمانځنه به یې کېدله مړه او سړه شوه، د ساوه بحیره وچه شوه او په شا او خوا کې یې موجودې کلیسا ګانې راپرېوتې، دا روایتونه بیهقي رانقل کړي دي.

کله چې حضرت محمد ﷺ پیدا شو، نو مور یې عبدالمطلب ته څوک ور ولیږل چې د لمسي زیری ورکړي عبدالمطلب خوشحاله شو او راغی خپل لمسی یې په غیږ کې واخیست او کعبې شریفې ته یې داخل کړ د الله ﷻ شکرونه یې ادا کړل دعا یې کوله او نوم یې ورباندې محمد ﷺ کېښود، هغه وخت د محمد نوم په عربو کې شهرت او رواج هم نه درلود.

وروسته تر بي بي آمنې لومړي ښځه چې حضرت محمد ﷺ ته یې شیدې ورکړې دي د ابولهب مینځه ثویبه ده، چې هغه وخت یې خپل زوی مسروح ته هم شیدې ورکولې او له دې مخکې یې حمزه رض او بیا وروسته یې ابو سلمه بن عبدالاسد مخزومي ته هم شیدې ورکړې دي.

کله چې الله ﷻ خلکو ته خپل دین بشپړ کړ او خپل نعمت یې پرې پوره کړ، رسول الله ﷺ خپل امانت خپل ځای ته ورسو، خپل رسالت یې تبلیغ کړ امت ته یې نصیحت وکړ، بریاوې او فتوحات یې خپلو پیروانو ته په لاس ورکړل، امت یې مخ پر وړاندې د اسلام د دین د خپرولو لپاره روان شو او الله ﷻ حضرت محمد ﷺ خپل لوري ته وغوښت او مبارک روح یې د جبرائیل (ع) په واسطه قبض کړ.

هغه دردوونکې پېښه چې دنیا یې د حضرت رسول الله ﷺ له انوارو او برکاتو څخه بې برخې کړه، هغه د حضرت رسول الله ﷺ رحلت و، چې د هجرت په لسم کال د ربیع الاول په میاشت کې د دوشنبې په ورځ ماسپښین رامنځ ته شوه، دغه مهال د نبوت هغه لمر چې په زرګونو سپوږمۍ او ستوري یې وځلول له ظاهري لیدو څخه پټ شو هغه وخت د رسول الله ﷺ مبارک مجموعي عمر د لېږدیز سپوږميز حساب (۶۳) کاله دری ورځې او په لېږدیز لمریز حساب (۶۱) کاله او ۸۴ ورځې ؤ چې له دې فاني نړۍ څخه یې د عمر ابد لپاره سترګې پټې کړې. انا الله واناالیه راجعون

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button