د اغېزمنې رهبرۍ لس عمده ځانګړنې

ژباړه: اسدالله اسد

رهبر که په تولیداتي سطحه وي او یا په خدماتي هغه شخص دی، چې د سازمان ټولې کړنې یې له مخې مدیریت کېږي او پرته له دې چې په نوموړي هرم کې خپل موقعيت ته پام وکړي.

مهمه نه ده چې تاسې د لوى مدير په توګه دنده اجرا کوئ او یا هم د سازمان د کومې برخې مسوولیت ستاسو پر غاړه وي، تاسو باید خپل تر لاس لاندې کارکونکي په سمه توګه اداره کړﺉ چې خپلې موخې ته لکه څنګه چې لازمه ده ورسېږی.

په اداره کې د یوه ښه او پياوړي مدیر شتون کولای شي چې د کار چاپېريال په یوه ښه روزنتون بدل کړي او له دې لارې ښې او ګټورې تجربې ترلاسه کړي.

که چېرې مدیر بریالی او پیاوړی نه وي د کار سیمه به په دوزخ بدله شي چې په دې توګه به خپل ارزښتمن وخت خوشې تېر کړى.

بریالی، ښه او پیاوړی مدیر کولای شي خپلو کارکوونکو ته انګېزه ورکړي، چې ناکامې تجربې په راتلونکي کې تکرار نه کړي او اداري کارونه د ټولو کارکوونکو په سلا مخ ته یوسي او په اداره کې سمه کاري فضا رامنځته کړي، چې وکولای شي سازمان د بریالیتوب خواته بوځي.

لاندې ټکي له تاسو سره مرسته کوي چې ښه، پیاوړی او بریالی مدیر و اوسئ:

لومړی: نه ستړیدونکې منډې ترړې ووهئ:
په لومړیو ورځو او اوونیو کې، تل د کار او وخت ترمنځ رقابت روان وي او هغه هم بېخي شدید؛ خو تاسې تل په دې تمرکز وکړئ، چې مشتریان ادارې یا سازمان ته راجلب او د سیالانو سره سیالي وکړای شی.
دغه منډې ترړې ممکن په پیل کې ستونزمنې وي، خو د وخت په تېریدا کولای شي ستاسو سازمان یا اداره د بریا لوړو پوړیو ته ورسوي.

دویم: خپل کارکوونکي ښه وپېژنئ:
که غواړﺉ چې یو ښه مدیر واوسئ، باید خپل کارکوونکي په ښه ډول وپېژنئ، چې له کار کوونکو سره خبرې او روغبړ کول د هغوی د پېژندلو یوه ښه لار ده.
تاسو کولای شئ د خپلو کارکوونکو د خوښې وړ موضوعاتو په اړه له هغوی سره بحث وکړئ او هر څومره چې خپل کارکوونکي ښه وپېژنئ، په هماغه کچه به وکولای شئ چې هغوی ته ښه لارښوونه وکړئ.

درېیم: خپل ارتباطي مهارتونه پیاوړې کړئ:
د ادارې د لارښوونې او مدیریت لپاره، له خپلو کارکوونکو سره د اړیکو ساتلو ته اړتیا ده.
د دې لپاره باید پیاوړي ارتباطي مهارتونه ولرﺉ، څو وکړای شی خپل افکار او غوښتنې د یو ښه ارتباطي مهارت له لارې خپلو کارکوونکو ته ولېږدوئ.
که چېرې تاسو هر څومره ځیرک و اوسئ؛ خو ارتباطي مهارت ونه لرئ، نه شئ کولای چې یو ښه مدير پاتې شئ.

څلورم: ځای ځایګي ته زړه مه خورئ:
هېچا هم په لومړیو کې دفتر او یا هم عصري دوکان نه دی لرلی.
حتیٰ زیاتره لویدیځوال هم خپل کارونه له کافي شاپه پیلوي. حتمي نه ده چې ته دې په لومړیو کې د ماسټري لرونکي مامورین له ځان سره ولرې.

د پوهنتونونو څخه تازه فارغېدونکي کسان په ټيټ معاش او یا هم په امتحاني دوره کې په مفت ډول کار کوي، له دوی څخه ګټه پورته کړئ.

پنځم: د خپل کاري دفتر دروازه د خپلو کارکوونکو پر مخ تل پرانیستې وساتئ:
په خپلو غونډو کې خپلو کارکوونکو ته په ډاګه ووايئ، چې د تل لپاره د هغوی په خدمت کې یاست او هغوی کولای شي خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په هر ځای او هر وخت کې له تاسو سره شریک کړي.

د داسې مدیرانو په څېر مه اوسئ چې فکر کوي، که چېرې د دفتر دروازې یې خلاصې وي کارکوونکي به ورته مزاحمت وکړي.
د خپل کاري دفتر د دروازې په پرانېستلو سره کارکوونکو ته وښایاست، چې د کار چاپېريال ورته په زړه پورې کوئ او خبرو ته یې غوږ نیسئ.

شپږم: ارتباطات مو غښتلي کړئ:
په ټوله کې د پراختیا او ودې لاره دا ده چې ارتباطات ولرو، یعنې له خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره خپلې اړیکې پياوړې کړو، هر څومره چې مو ارتباطات ډېرېږي په هماغه اندازه به مو اداره یا سازمان مخکې روان وي او له خنډونو څخه به خوندي وي؛ د دې لپاره چې زموږ اړیکې غښتلې او پياوړې شي باید داسې مدیران او کارکوونکي په کار وګمارو چې هغوی پراخې اړيکې ولري.

اووم: د خپلو کارکوونکو لپاره مېلمستیا جوړه کړئ:
غوره به وي چې یوه مناسبه مېلمستیا جوړه کړئ. په دغې مېلمستیا کې خپل ملګري، خپل خپلوان، فعلي او متوقع پېرودونکي را دعوت کړئ. کله چې خلکو مېلمستیا وخوړه نو نور بیا کیسې کوئ.
خبر یاست چې دغه کیسې به یې د څه په اړه وي؟ ستاسو د رهبریت او سمې تنظیمونې په هکله.

اتم- په فعاله توګه مدیریت وکړئ:
په فعاله توګه مدیریت کول په دې مانا دي چې کارکوونکو ته له مزاحمت پرته د هغوی کړنې وڅارئ، ترڅو پوه شئ چې هغوی څه تر سره کوي.
تاسو باید باور ولرﺉ چې ستاسو کارکوونکي د کار کولو پوره وړتیا لري او د هغوی له کار نه د مدیریت کولو پر ځای د هغوی مدیریت وکړئ.
د کارکوونکو مدیریت هغه مهال ستونزمن کېږي، چې تاسو د کنټرول لوړ حساسیت ولرئ.

نهم- خپل مشریان خوښ وساتئ:
د مشتریانو خوښې او رضایت له بېلابېلو لارو، مثلاً د جنس د کیفیت له لارې، د نغدي مکافاتو له لارې او يا د هغوی د ذوق مطابق د توکو او خدماتو د تولید له لارې.

لسم- د کارکوونکو تېروتنو ته وار مه خطا کوﺉ او پرېږدﺉ چې تېروتنه وکړي:
د مدیر په توګه تاسو د خپلو کارکونکو د کړنو او تېروتنو مسوول یاست، په دې توګه تاسو کولای شئ ښې، کره او روښانه لارښوونې چمتو او د تېروتنو له رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړئ. دې ته هم باید پام وکړﺉ چې خپل کارکوونکي له تېروتنو ونه ډار کړئ، چې بیا به هغوی د هر جزوي کار د ترسره کولو لپاره تاسو ته مراجعه کوي، په دې توګه به هغوی هوډ نیونو ته کومه لیوالتیا ونه لري؛ ځکه داسې فکر کوي چې تېروتنه به وکړي او دا به د دې لامل شي چې ستاسو کارکوونکي به په تاسو متکي وي. دا کار به کمې ګټې ولري او ډېر وخت به مو در ضایع کړي. د زده کړو او د کارونو د ښه والي لپاره تېروتنې حتمي دي او خپلو کارکوونکو باندې باور وکړﺉ او د ځینو تېروتنو وړاندوینه یې هم په پام کې ولرئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button