د جنسي اړيکې پر مهال له دې کارونو ځان وساتئ!

ژباړه او زیاتونه – ریاض مقامزی 

له‌ مخالف جنس سره جنسي اړیکه د هر انسان اړتیا ده او باید دا چاره ترسره کړي؛ خو ډېری خلک پر دې نه پوهېږي چې څنګه یوه ښه او خوندوره جنسي رابطه ولري.

ددې چارې یو علت دا دی، چې په افغاني او په ځانګړي توګه پښتني ټولنو کې ددې مسایلو په اړه بحث کول شرم ګڼل کېږي. له همدې امله ګڼ شمېر خلک د جنسي رابطی پر مهال غلطۍ کوي. مګر تاسو د یو لوستي انسان په توګه باید پر دې مسایلو پوه اوسئ.

• پرته له امادګۍ جنسي اړيکه مه شروع کوئ!

تر هر څه لومړی کوښښ وکړئ، چې مقابل لوری (هلک/نجلۍ) جنسي اړیکې ته اماده شي. ګڼ شمېر خلک پرته له دې چې خپل مقابل لوری جنسي اړيکې ته اماده کړي خپل خواهش پوره کوي. دا کار پر مقابل لوري غمېږي. د خوند پر ځای د بېوسۍ او بې ارزښتۍ احساس به کوي.

تاسو د يوه لوستي ځوان یا يوې لوستې نجلۍ په توګه باید خپل د ژوند ملګری/ملګرې جنسي ميلان وپاروئ او بیا جنسي اړیکه ټینګه کړئ. 

• یوازې خپل پای مه ګورئ! 

اکثره خلک چې کله خپله غوښتنه پوره کړي آرام کوي او د مقابل لوري په اړه ځان نه پوهوي. کله چې تاسو خپل شهوت اشباع کړ د مقابل لوري پر حال هم ځان پوه کړئ. لکه څنګه چې د یو نارینه لپاره جنسي اړیکه پای لري همداسې نجلۍ هم د شهوت اوج ته رسېږي او خلاصېږي. خو اکثراً د نارینه او نجلۍ د جنسي اړیکې پای هممهاله نه وي. کله نجلۍ او کله هم هلک ژر اوج ته رسېږي. نو کله چې تاسو خلاصېږئ د مقابل لوري په اړه هم ځان وپوهوئ او بیا یې ختم کړئ.

• شرم مه کوئ! 

د جنسي اړیکې پر مهال د شرم احساس کول او له مقابل لوري د خپل ذوق پټول ډېر نامناسب کار دی. که تاسو نارينه يئ يا ښځینه هېڅکله له مقابل لوري خپل ذوق مه پټوئ. هغه/هغې ته ډېر ډاډه ووايئ چې د جنسي اړیکې پر مهال ستاسو څه خوښېږي او له څه ډېر خوند اخلئ. پدې توګه به له جنسي اړیکې ډېر خوند واخلئ.

• خپل وزن پر مقابل لوري مه بوج کوئ! 

ځینې خلک لږ وزن هم نشي زغملای او ډېر ترې کړېږي. نو کوښښ وکړئ خپل وزن پر مقابل لوري مه بوج کوئ او درد مه ورولئ. همدارنګه د جنسي اړیکې له هغه ډول پوزيشنونو ډډه وکړئ چې مقابل لوري ته سخت تمامېږي. ځکه چې جنسي اړیکه باید د خوند ټولګه وي، نه د دردونو.

ژباړه او زیاتونه – ریاض مقامزی 

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button