د الکولو څښل د سرطان د مختلفو ناروغیو سبب کیږي – څیړنه

د سرطان ناروغۍ یو شمیر متخصصینو د الکولي مشروباتو د استعمال د راکمولو غږ کړی دی، ځکه د هغوی په باور د الکولي مشروباتو څښل د سرطان مختلفې ناروغۍ زیږوي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنې په یوه نوې خپره شوې مقاله کې د الکولي مشروباتو د څښلو او د سرطان د مختلفو ناروغیو ترمنځ د قوي اړیکې په اړه د خلکو د پاملرنې د جلبولو هیله څرگنده کړې ده.

ددې ټولنې مرستیاله سوسن گابستر چې په دې څیړنې کې یې ونډه درلوده وایي چې “زیات شمیر خلک په دې اړه [د الکولي مشروباتو او سرطان ترمنځ اړیکې] نه پوهیږي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو انجمن همداشان خبرداری ورکړی چې حتی په دوامداره توگه د الکولو لږه اندازه استعمال هم پر سرطان ناروغۍ باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي، ځکه د الکولو جذبیدل او میتابولیزم بل ډول دی.

میرمن گابسترد رویترز اژانس سره په مرکه کې همداشان ټینگار کړی دی، هغه کسان چې د سرطان ناروغۍ په رنځ اخته دي ددغه ناروغۍ د نورو ډولونو له خطر سره هم مخامخ دي او په عین وخت کې د الکولو څښاک د سرطاني ناروغیو په بیرته راگرځیدو کې عمده رول لري.

دغه علمي مقاله وروسته له هغې خپره شوه چې په متحده ایالاتو کې د یوې وروستۍ سروی له مخې په سلو کې ۷۰ امریکایان د الکولو د څښاک او د سرطاني ناروغیو سره د هغې د اړیکې په هکله پوره خبرتیا نه لري.

خو د الکولو څښل د سرطاني ناروغیو په مختلفو ډولونو باندې د اخته کیدو خطر زیاتوي چې په هغو کې د سر، اورمیږ، مرۍ، ځیگر او په ښځو کې د سینې د سرطان ډولونه شامل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو او مخنیوي د کنترول د مرکز د یو رپوټ له مخې په متحده ایالاتو کې د مړینو په سلو کې ٣،٥ د سرطاني ناروغیو له وجې دي چې شمیر یې ۱۹۵۰۰ تنو ته رسیږي او د الکولو د څښلو سره اړیکه لري.

په دې مقاله کې راغلي دي هغه ښځې چځ لږه اندازه الکول څښي په سلو کې څلور یې د سینې په سرطان باندې د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي، هغه ښځې چې په متوسطه توگه الکول څښي په سلو کې ٢٣ د سینې په سرطان او هغوی چې زیاته اندازه الکول څښي – یعنی په ورځ کې اته الکولي مشروبات څښي، په سلو کې ٦٣ یې د سینې د سرطان د اخته کیدو له خطر سره مخامخې دي او دا ځکه چې الکول په ښځو کې د استروژن د جنسي هورمون کچه زیاتوي.

د امریکا د سرطاني ناروغیو انجمن همداشان ویلي دي چې د الکولي مشروباتو څښل د انسان په بدن کې د سگرټو او دخانیاتو تاثیر زیاتوي.

په دې مقاله کې په مشخصه توگه ویل شوي دي چې له بیرو نه نیولي تر واین، شامپاین او

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button