د بهار جلوې

۲۰اپریل ۲۰۲۱

سید عبیدالله نادر

د بهار جلوې

سـترګي پرانیزه ، چې بل شــــانی اثر لري بهـــــار

صاحبدل ته ســـل اسراره ، جــــلوه ګـــر لري بهار

خــاوند د معـــــرفت ته یې ،غــــــوړولي دي جلوي

د عــبرت په دې بیدیا کې ، دا هـــــنر لري بهـــــار

خوبه وړي ســــبزه ، ویښ کاندی له خوبه د غفلت

ای غافله دومــــــره تا باندی ، نــظــــــر لري بهـار

د خالق چې په کې ښکاري ، جــلوې هره ورشوکې

په ښـــکلا کې داسي حُــــسن ، او زیور لري بــهار

له مونږ یې تمــه داده ، چې د زړه سترګي بینا کړو

دومره هــــــیله له آشـــنا نه ، مخــتصر لري ، بهار

عبرت ټکي چې ټـــول کړي ، له لوحی ، د هر چمنه

د عقـــل و هــــوش پر خـــاوندانو ، باور لري بهار

که روحی آرامی غواړې ، خـــــلوته څـــــخه ووځه

چې د علم او مـــعرفت هم ، لوی ګـــوهر لري بهار

غافلان چـــیرته پوهــــیږي ، په رمـز د دي اسرارو

د عارف ســترګو کې ګوره ، څــه محشر لري بهار

د عبرت نښــي پرتي دي ، خــارو خَس کې د ګلشن

د حکمــت او معرفت ، دلـــــته دفـــتر لري بهـــــار

د وږمی په څیري ووځه ، له ګــــریوانه د غــــوټۍ

دومره تمـــه هـــم له تا نه ، د جـــوهــــر لري بهار

وږمو اثر به څنـــ‎ګه ، مړاوي زړونه تازه نه کـړي

په هر لور د دې ګلـشن کې ، چې ګــــذر لري بهار

سمـــه او غـــر یې ، په رنګـین ګـــلونو دي پوښلي

د چمن په هر ورشــــو کې ، ښه منـــظر لري بهار

چې مســــتان مـو کړي نغــمي د، سحر خیزه بلبلان

دغه فیض د کیـــــفیت هـــــم ، په ســــحر لري بهــار

آییـنيې کې د خــــودۍ ، د فـــــــــــ‎نا ټکي در ښایي

د عبــرت داســـي درســـــــونه ، مـکرر لري بهار

د خزان نــښي چـــې ویني ، بـــــــشره کې د ګلونو

د فـــــنا لدې کــــــاروانه ، هم خـــــــــبر لري بهار

بهارونه وار په واره ، خــــزان په لـوري درومی

قافلي په شــــان د عــــــمرهم ، ســفر لري ، بهار

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button