دیوولسمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

دیوولسمې روژې تحفه

نننی زرین اصل

څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! او دا هم یوولسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

حاسد د الله سره مقابله کوی

یو عالم فرمایلی دي چی حسود انسان په پنځو طریقو سره د الله مقابله کوی :
لومړی ـ د هر هغه نعمت سره بُغض کوی چی د الله لخوا د ده څخه علاوه پر بل شخص هم ولوریږی ؛
دوهم ـ د هغو نعمتونو څخه چی الله یې تقسیموي د خپل حسادت له امله نارضایتي کوی ( د الله تقسیم صحیح نه بولی ) ؛
درېیم ـ د فضل الله سره بغض او حسد کوی ( الله پر هر چا چی ویې غواړی خپل فضل کوی ، خو حسود انسان هغه نه غواړی ) ؛
څلورم ـ حاسد غواړی چی اولیأالله ذلیل کړی ( الله چی پر هر چا خپل فضل او کرم کوی ، نو د هغه ذلیل کیدل یې مطلب وی ) ؛
پنځم ـ حسود انسان د خپل حسد له امله شیطان یعنی د خدای دښمن خوشحاله کوی ( ځکه د الله د فضل څخه محرومول د ابلیس اصلی هدف او مقصد دی ) .
هو ، په رښتیا هم حاسد اوکینه پال تل په مصیبت او غم مبتلا وی . ځکه حسد د هغه نیک عملونه داسی خوری لکه اور چی لرګي خوری . رسول الله (ص) وفرمایل : یوه ډله خلک د الله د نعمتونو دښمنان دي . ورڅخه وپوښتل سوه چی هغوی څوک دي ؟ ویې فرمایل : هغوی چی د خوشحاله انسانانو سره حسد کوی .
هیله ده چی نور نو خپلو ځانو ته جدأ متوجه سو او د الله تعالی سره مقابله ونکړو او د هغه ذات (ج) اراده او فیصله عملأ ومنو او دا ثابته کړو چی د ځان د اصلاح او فلاح ټینګ تصمیم لرو . نو ستر رب دې موږ په دغه سپیڅلي تکل کی بریمن کړی .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button