دلسمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
دلسمې روژې تحفه

د نن زرین اصل

رسول الله (ص) فرمایلی دي : د روژه لرونکې د روژه مات پر مهال یوه دعا داسی ده چی نه مسترد کیږی ( ابن ماجه ، حدیث نمبر ۱۷۵۳ ) . نو راځی چی د هر روژه مات پرمهال د دنیا او عقبا د سمون ، بدلون او پرمخیون له پاره ښه دعاوی انتخاب کړو ، ځکه چی یوه یې حتمأ قبلیږی ، والسلام ( نثار احمد صمد واصفی ) .

د خدای (ج) او پیغمبر استدلال

حضرت عبدالله بن سلام (رض) فرمایی چی : یو وخت کوم پیغمبر د الله سبحان و تعالی په دربار کی د خپلو مصیبتونو څخه شکایت وکړ . نو الله (ج) داسی ورته وفرمایل :
تر څو پوری زما څخه شکایت کوې ؟ زه ستا د شکایت او مذمت سزاوار نه یم . د خلقت په ورځ ستا لپاره همدا لیکل سوي وو . نو ولی زما د عالی نظم او ترتیب څخه ناراضه یې ؟ آیا ته غواړې چی صرف ستا په خاطر دنیا او د لوح محفوظ لیکني تغییر کړم ؟ ستا د غوښتنی سره سم رفتار وکړم ؟ او د خپلی غوښتنی مطابق رفتار ونکړم ؟ آیا هغسی چی ته یې غواړې باید وسي ، خو هغسی چی زه یې غواړم باید ونسي ؟ په خپل نفس می قسم چی که په دې باره کی بیا شکایت وکړې ، نو د نبوت څخه دې محروم کوم او په دوږخ کی دې اچوم او له دې کاره باک هم نه لرم .
نو هغه و چی پیغمبر د الله تعالی لپاره پر سجده پرېووت او په ژړاوو ، زاریو او استغفار یې پیل وکړ .
هو ، چی د نبیانو او رسولانو دا حال و ، نو د یوویشتمی پیړۍ د مسلمانانو به څه حال وی ؟! نن موږ عملأ ګورو چی ډیرئ کسان د خدای (ج) په اراده او فیصله کی هم د مداخلې کوښښ کوی آن خبره کله کله کفر ته رسوي . دغسی کسان انتقاد کوی چی خدای ولی دغسی یا هغسی کوی ، یا ولی دغسی یا هغسی نه ده…. حال دا چی الله تعالی هر څه په خپله اراده او فیصله سره کوی او په هر څه کی خپل حکمت لری خو موږ نه پوهیږو . یوه انتباهی قصه را په یاد سوه : یو سړی د بایزید بُسطامی (رح) حضور ته ورغی او داسی شکایت یې وکړ : زما عیال ډیر او عاید می لږ دی . نه پوهیږم چی څه وکړم . که تاسی څه وکړای سیً نو ښه به وی .
بسطامی (رح) ورته وفرمایل چی : د خپل کور هغه اعضاوی له کوره وشړه چی ستا په خیال د هغوی رزق زه ورکوم ، او هغه اعضاوی پریږده چی رزق یې الله (ج) ورکوی ، او همدا یې ښه چاره ده .
په دې عالمانه خبره او پوهوَنه سره د هغه سړي سر خلاص سو او نور یې د دغسی شکایتونو او د خدای په اراده کی د مداخلې څخه ډډه وکړه .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button