دغه لس کارونه مو غاښونه له منځه وړي!

پاک او سپين غاښونه درلودل د انسان په شخصیت مثبت اغېز کوي. د ورځې دوه ځل د غاښونو برس کول د غاښونو د ناروغیو څخه ساتلو لپاره ضروري دي، خو ځېنې داسې عادتونه هم شته دی چې له کبله یې غاښونه یا خو بیخي له منځه ځي او یا يې هم د خرابېدو بهیر تیزیږي.

دغه لس خطرناک عادتونه په لاندې ډول دي:

نشيي توکو استعمال یا د سیګرټو څښل

غاښونو ډيرې ناروغۍ او ډیرې ستونزې د سیګرټ او نورو نشيي توکو د څښلو له کبله را پیدا کیږي. د سیګرټ څښل په څو اونیو کې غاښونه خرابوي او زیړوي. همدا راز د سیګرټ څښلو پر مهال وینه هم کمیږي چې په پایله کې په وریو باکتریاوې زیاتیږي او غاښونه ورسره خرابیږي.

په غاښونو کلک شیان ماتول

زیاتره خلک غاښونو د آلې په توګه استعمالوي. مثلا د مشروباتو د بوتل څخه سرپوښ د غاښونو پر مټ لرې کوي، پيکټونو د غاښونو پر مټ شکوي، کلک بادام او اغوز (چارمغز) د غاښونو پر مټ ماتوي. دغه کارونه په غاښونو ډير فشار زیاتوي چې په پایله کې د غاښونو په روغتیا او جوړښت باندې ډير بد تاثیر کوي.

نوکانو ژوول

دا ډیر ضرري خو عام عادت دی. د ماشومانو سره سره ډيری بالغ کسان هم په دغه مرض مبتلا دي. د نوکانو ژوولو له کبله د غاښونو بهرنۍ طبقه (پوړ) لرې کیږي او د هر غاښ کونجونه ورسره چاودیږي. دغه کار له کبله غاښونه هم بد ښکاریږي او هم ورسره کمزوري کیږي. همدا راز د خوراک – څښاک پر مهال هم ستونزې زیږوي.

انرجي مشروباتو استعمال

د نورو مشروباتو په څېر انرجي مشروباتو کې ډير زیات تیزابیت او بوره وي

چې د غاښونو د له منځه وړلو بهیر نور هم تیزوي. ددې سربېره انرجي مشروبات غاښونو باندې داغونه جوړوي او د غاښونو لپاره ډير حساس وي.

غاښونو کې د لرګیو ډکي وهل

د ډوډۍ وروسته په غاښونو کې د پاتې شوو شیانو د راویستلو لپاره زیاتره خلک د لرګیو ډکي استعمالوي، خو دا هم د غاښونو لپاره زیانمن دی. په غاښونو کې د ډکو وهل ورۍ خرابوي او هم له دې کبله د غاښونو څخه وینه ځي. ډاکتران په دې اړه دا توصیه کوي چې د ډکو پر ځای تار استعمال شي.

د سختو شیانو/خوراکونو ژوول

ځېنې خلک دا عادت لري او دا خوښوي چې د پلاستیک یا لرګي څخه جوړ شوي شیان وژوي. دا کار هم د غاښونو لپاره ډير زیانمن دی، ځکه ددغه کار له کبله غاښونه غورځیږي او هم ورسره کمزوري کیږي.

غاښونه په غلطه طریقې سره برس کول

ځېنې خلک داسې عادت لري چې د غاښونو د برس کولو پر مهال په غاښونو ډیر فشار راوړي. یا د غاښونو د پاکوالي لپاره د غاښونو سخت برس استعمالوي. په غاښونو فشار راوړلو له کبله د ورویو د ټپي کېدو خطر زیاتیږي چې د ډيری مرضونو لامل کیږي. ددې لپاره ډاکتران دا توصیه کوي چې نرم برس استعمال شي او برس کلک کلک ونه وهل شي.

د غاښونو ډیر پالش کول یا سپينول

د غاښونو د ځلولو لپاره پالش یا سپینولو کار نن سبا ډير زیات کیږي. هغه څوک چې دا کار کوي دا خبره دې هم په ذهن کې ونیسي چې دا کار ډير کول غاښونو زښت زیات خرابوي چې له کبله یې ډير ګرم یا یخ مشروبات په غاښونو ډير بد لګیږي او د یخو یا ګرمو شیانو استعمال د غاښونو لپاره ډير تکلیفوونکی وي.

لږ خوراک

ډيره کم خوراک کول جسم له مهمو معدني موادو څخه محرموي. معدني مواد د صحت مندو غاښونو او وریو ساتلو لپاره ډير اړین دي. خو که همېشه ډوډۍ کمه وخوړل شي نو په خوله کې لاړې کمیږي چې له کبله یې په خوله کې تیزابیت پیدا کیږي او په پایله کې غاښونه لویږي او هم چینجن کېږي.

ګوتو ژوول

دا کار په ماشومانو کې ډیر عادت دی. متأسفانه غاښونو ته ډير زیان رسوي او په ټولییزه توګه پورته غاښونو اغېزمن کوي، پورته غاښونه بهر ته راوباسي او لاندې غاښونه دننه ننباسي چې په پایله کې تر بالغېدو وروسته غاښونه یا خو خرابیږي او یا يې هم په بد ترتیب جوړیږي. مور و پلار باید د خپل بچیانو دغه عادت ته ډير پام وکړي او منع یې کړي چې له دغه عادته لاس په سر شي.

شریک کړئ

کاپی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button