د انګورو پاڼي وخورئ پریمانه ګټي لري

ژباړه: بخت الرحمن (شرافت)

انګور چې ګران هیواد افغانستان کې پریمانه باغونه لري، دافغانستان له ډيرو مهمو میوو څخه یوه میوه ده او دافغانستان په صادراتو کې ښه نوم لري، خو تر اوسه پوري به مو نه وي اوریدلي چې د انګورو پاڼي هم خپله دانګورو په څير قیمتي دي، داچې خپل ځان کي ډول ډول ویټامینونه لري نو دانساني جسم په روغ او صحمت مند ساتلو کي مهم رول لوبوي.

دانګورو ګټي: انګور د یني (ځیګر) د فعالیت لپاره ډيره مهمه نخسه ده، همدارنګه دالتهابونو په له منځه وړلو کي هم ښه ونډه لري، رګونه خلاصوي او زړه ته قوت ورکوي، دشکرې دناروغۍ لپاره هم مفید دي، انګور بولي نظام ټینګوي هغه خلګ چې وار وار یې دبولو کولو عادت جوړ شوی وي او خپلي بولي ترډیر وخت پوري نشي ساتلی، که انګور وخوري ددغه مشکل مخه به یې ونیول شي.

او بله لویه ګټه چې انګوریې له ځان سره لري هغه د (نقرس) د ناروغۍ له منځه وړل دي، دنقرس ناروغي چې انګریزي کې ورته (gout) ویل کیږي په بدن کي د یوریک اسیډ ( Uric acid) د زیاتوالي له امله رامنځ ته کیږي، دا ډیره خطرناکه ناروغي ده، ددغې ناروغۍ نښې دادي چې اول هغه ځای چیري چې دغه ناروغي سر راښکاره کوي یو رقم خارش او سوزش شروع کړي، وروسته ددغه ځاي رنګ سور وګرځیږي.
تر ټولو وړاندي دانسان پر پښه باندي له بټې ګوتې سره دغه ناروغي راپورته کیږي او وروسته بیا د انسان تخرګونه او نور بندونه هم متاثره کوي، که یې ژر درمنله ونشي دغه ناروغي دبدن نورو برخو ته هم سرایت کوي چې وروسته انسان د ډير سوزش له امله نه خوب کولای شي او نه ارام.

دانګورو پاڼي:

دانګور پاڼي د سرطان دناروغۍ په درملنه کي ښه رول لري، د انګورو په پاڼو کي د ریسفیراټول په نوم یو ډول مواد موجود دي دغه مواد د سرطان دناورغۍ دخلیو په وژلو کي ښه ونډه لري اوپه خاصه توګه په نس کي دننه دکولمو د سرطان د درملنې لپاره ډيره ګټوره ثابتیږي.

دانګورو په پاڼوکي د (B) ویټامینونو څو ډوله موجوددي لکه (ويټامنی بي۱، ویټامین بي ۲، ویټامین ۶) داټول هغه ویټامینونه دي چې دانسان ددماغي او عصبي نظام په تقویه کولو کي ډير کارکوی، او همدارنګه دانګورو پاڼي ویټامین (C) هم لري چې دانسان دبدن ددفاعي سیسټم ته توانایې ورکوي او همدارنګه په جسم کې دمړو پولو په بیا راژوندکولوکي ښه کارکوي.

دانګورو په پاڼو کي فاسفورس، پوټاشیم او اوسپینه موجوده ده، دانګوور په پاڼو کي د پوډون په نوم مواد موندل کیږي دغه مواد دپاخه عمر میرمنو په جسم کي داسټروجین هرمونز زیاتوي چې دپاخه عمر دمیرمنو دجنسي غوښتنې کموالی لري کوي، میاشتنی ناروغي یې تنظیموي او همدارنګه دسیني او پروسټاټ دسرطان د ناروغۍ دمخنیوي لپاره ددوا په ډول هم خرڅیږي، خو هغه میرمنې چې جنسي غوښتنه یې دنیست په خوا روانه وي میاشتنی عادت یې غیر منظم وي که دانګورو پاڼي وخوري دغه مشکل به یې له منځه لاړشي.

باید وویل شي چې افغانستان کې په زیات مقدار دانګورو باغونه لرو، خو فکر نه کوم چې مونږ دې له انګورو څخه دومره ګټه اخیستې وي، لکه نوره نړۍ چې یې دانګورو له پاڼو څخه تر لاسه کوي.

په امریکا او یونان کي دانګورو پاڼي ددغه هیواد دخلګو په ورځني خورک کي شاملې دي، په یونان کي خلګ دانګورو له پاڼو څخه یو ډول خورک جوړوي چې ورته ډولماس وايې، دي خورک کي دانګورو پاڼي د وریجو او غوښوو لپاره دبهرني پوښ په ډول استعمالیږي، غوښه او رویجي دانګورو په پاڼو باندي پټوي د رول یا برګر په شکل یې تیاروي او وروسته یې دسترخوان باندي دانګورو له پاڼو سره یوځای خوري.

داچې دانګورو پاڼي ډيري فائدې لري، خلګ یې دسلاطې په ډول هم دسترخوان باندي حاضروي، په بوتلونو کې دسرکې په شکل هم موندل کیږي او ځیني هیوادونوکي بیا له ایشولو څخه وروسته له نورو خورکونو سره یوځاي خوړل کیږي.

داچې انګور دومره زیاتي فائدې لري او زمونږ هیواد کي پریمانه باغونه لري، فکر کوم دهیواد په کچه که لومړۍ نه وې دوهم قدم کي زیاته صادریدونکي میوه ده، خپله د انګورو په څنګ ددغه ونې پاڼي هم له ډول ډول ویټامونوڅخه ډکې دي، او په ډيرکم مقدار سوډیم او شکره له ځانه سره لري، نو هیواد وال باید ورڅخه ګټه پورته کړي، نه یواځي دا چې خپله يې د غذا په ډول وخوري بلکې دیوې منظمي پروسې له لاري دي دپیک کولو شرکتونه ورته جوړ کړي، پیک او بسته دي کړي د انګورو په څنګ کي ددغه پوټي پاڼې هم بهرته صادري کړي.

خو متاسفانه چې تر اوسه پوري لا مونږ دانګورو له پاڼو څخه یواځې دحیواناتو دتغذیې کار اخلو او یایې دسون دموادو په توګه استعمالوو، حال داچي ما خپله دهیواد په ښارونو او پلورنځیو کي داسي بوتلي لیدلي چي دانګورو پاڼې پکي پیک شوې او زمونږ هیواد وال یي پیرودي کورته یې وړي، ښه مزه یې خوري، خوکله به یې دغه بوتل یا دانګورو پاڼي ته ځیرنه وي کتلي چې ته خو هغه زما دهیواد دانګورو شنو پاڼوته ورته یې دلته خو دي زه اور کې سوځم یا دي خرو او غویو ته اچوم، دا درته چا دومره قدر درکړی شنه بوتل کې یې ناز باندي ځاي پرځاي کړې، اوزه دي په شنو نوټونو باندي رانیسم او کورکي دي په مزو مزو ترستوني تیروم.

آي زما هیواده د لالونو خزانې زما…..هلته به هیواد شې چې وي جوړي کارخانې زما

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button