خوب نه درځي؟ دغه لارښوونې مو مرسته کولی شي

محمد امين بسمل

سخت ژوند او له اندازې زیات بوختیا د انسانانو د خوب اندازه په اوسط ډول ۶ ساعتونو پورې محدود کړی (روغتیايي کارپوهان په ۲۴ ساعتونو کې د ۷ ساعتونو څخه تر ۸ ساعتونو خوب کولو مشوره ورکوي).

د ټکنالوژي او معلوماتو په دې زمانه کې هر انسان د خوب په ارزښت پوهیږي خو ځینې وختونه وروسته له ډیرو هڅو بیا هم ځینو کسانو ته خوب نه ورځي.

که تاسې ته هم خوب نه درځي او غواړئ د شپې ارامه خوب ولرئ نو لاندې ورکړل شوي طبیعي او اسانو لارښوونو ازمویولو سره کیدی شي ستاسې دغه ستونزه د تل لپاره له منځه ولاړ شي.

د خوب لپاره تر ټولو غوره او بهتره طریقه د الله (جل جلاله) ذکر او د قرانکریم تلاوت دی کوم چې د انسان له زړه او دماغو د اندیښنو لرې کولو سره انسان ته د زړه سکون او ارامتیا بښي. لاندې ورکړل شوي ځینې ساینسي لارې هم ازمویلی شئ.

تړمې شیدې او ګبین (عسل)

د شپې له ویده کیدو وړاندې په یو ګیلاس تړمو شیدو کې د خپلې خوښې په اندازه ګبین واچوئ. د دغې مشروب څښل د ښه خوب راوستلو لپاره تر ټولو غوره طریقه ده. په شیدو کې د ټرایپټوفان نومې امینو اسید شتون لري چې سیروټونین نومې هورمون کوم چې اعصابو ته د خوب سګنل ورکوي اندازه زیاتوي. د ګبینو په څیر کاربوهایډریټونه د دغې هورمون اندازه په ډیره چټکۍ سره زیاتوي.

ځینې خلک بیا د ارامه خوب لپاره یوازې د خوب چاپیریال ته اړتیا لري. د دې لپاره خپل سمارټ فون او لیپ ټاپ په ګډون ټول اوزار له کوټې څخه بهر یا لږ تر لږه خپل د خوب له بستر څخه لرې کیږدئ ځکه چې د دغو اوزارو د اسکرین رڼا او غږونه انسان خوب ته نه پریږدي.

ورزش وازموئ

که کومه اندیښنه مو د شپې خوب ته نه پریږدي نو یوګا او یادښت لیکلو هڅه وکړئ، تای چي نومې ورزش هم د ذهني فشار له منځه وړلو لپاره ډیر پیاوړی ورزش دی، د یوې څیړنې پر بنسټ د دغې ورزش عادت په انسان ډیر ژر خوب راولي.

د خوب لپاره وخت وټاکئ

که چیرې د شپې زیاته برخه په ویښه تیروئ نو د خوب وخت ټاکل تاسې لپاره تر ټولو غوره نسخه ثابت کیدلی شي، یعني په ورځنی ډول پر ټاکلی وخت د خوب بستر ته تګ او په ټاکلی وخت پاڅیدلو هڅه وکړئ، همداراز له خوب څخه وړاندې مطالعه هم اعصابو اراموي.

په نیمه ګرمو اوبو غسل

که څه هم دغه طریقه د ګرمیو لپاره نه دی خو په نورو وختونو کې له خوب څخه یو نیم یا دوه ساعته وړاندې په نیمه ګرمو اوبو ځان وینځل د ښه خوب لپاره ډیر زیات ګټور دی.

خپل درملو ته کتنه وکړئ

یو شمیر درمل په خوب اغیز کولو سره د بې خوبۍ لامل ګرځي، که چیرې تاسې کومه ناروغي لرئ او له بې خوبۍ څخه کړیږئ نو له خپل ډاکټر سره د خپل درمل یا يي اندازې کې بدلون په اړه مشوره وکړئ.

 پوره روغتیا، سوله او سوکالي مو له ارام خوب سرنه په برخه شه. 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button