د ترکیې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون !؟

د ترکیې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون !؟
په هیوادنی، سیمه ییزه او نړیواله کچه د هرچا سترګې د ۲۰۲۱زیږدیزکال د اپریل ۱۶ نیټې نړیوال کنفرانس ته چې د ترکیې په هیواد کې جوړیدونکی واوښتې وي او په تیره بیا زموږ جګړو او غمونوستې کړي هیوادوال ،هیلمن وو چې ښایې د روژي د مبارکې میاشتې په برکت چې لوی خدای ج په دغه میاشت کې جنګ ،جګړه حرامه بللي دغه غونډه چې د نړۍ ستر ټول سوپر ځواک هیوادونه امریکا، روسیه، چین، هند او نور په ګډون کوي د افغانستان اوږدې خونړې غمیزي ته د پای ټکی کیږدي او د دوحې د تشوبابولالو او بې ګټو غورزو، پرزو پر ځای په جګړه کې ښکیلې غاړې یوه سوله ییز جوړجاړي او پریکړې ته ورسيږي . خوله بده مرغه طالبان د الصلح خیر پرځای دادی یوځل بیا د جوړجاړي د نه کولو خپل جګړه مار دریځ په ډاګه کړ. او له شک پرته ټول اسلامي هیوادونه اوسوله غوښتونکي نړیوال د پړې اوتکبر ګوته طالبانو ته نیسي . د پوتین او ګلاوروف په بلنه مسکوته په اتڼیزه خرمستی روان او بیا دافغانستان د تاریخي آزمویلي دوست اسلامي هیواد ترکیه کې سوله ییز تاریخي کنفرانس کې نه ګډون له خپلو ځانو پخپله لمنې پورته کړې او دا په ډاګه کوي چې طالبان د بې وزله افغانانو له وینو تویلو او خپل اسلامي هیواد له ورانولو او کنډواله کولو نه دي ستړي شوي او واک ته د رسیدو لاره یې هغه خونړی لاره ده کومه چې د نامسلمانه پاکستان پوځي او ای،اس،ای دوزخي استخباراتو ورته ټاکلي اوپه نښه کړي ده .
که طالبان په رښتیني توګه د اسلام مقدس دین اود هغه ارزښتونوته باوري وي. نو دوی باید د رمضان په مبارکه میاشت کې د افغان مسلمانانو د وژلو او جنګ جګړو دمخنیوي لپاره سرتاسري اوربند اعلان کړی وای چې په دغه نیک او سپیڅلي کارکې افغان ولسمشر اشرف غني په اخلاص اوصداقت د روژې د مبارکې میاشتې په فضیلت چې څلور آسماني کتابونه قرآن کریم، انجیل ، زبور او تورات په کې نازل شوي. په تاسو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلی او اوربند وکړی. او دا ټولو ځوریدلو کړیدلو هیوادوالو، ببرسرو يتیمانو، کونډورنډو، ورآرو او بورومیندو،خویندو او بوډاګانو هیله ده .
خپله کوره خپله ګوره . دا وطن چې پخپله جوړنه کړولکه نړیوال چې خپل هیوادونه پخپلو مټو او ګډو هاندوهڅو جوړوي . پردي په تیره بیا د اوسني عصرماهر، نامرده او شیطان یرغلګربه هیڅکله زموږ د جغرافیې او تاریخ په خونړیو ټپونو د رغیدو پټۍ او ملهم کینږدي اودا دوی دي چې د افغانانو ترمنځ یې د جنګ جګړې اوږد مهاله ناورین رامنځته کړی دی او پخپل لاس مود هغو پوځي او سیاسي حضورته زمینه برابره کړي او ځکه د امریکا د بهرنیوچارو وزیر توني بلینکن پخپله لومړنی وینا کې د افغانستان جګړه آبدي او تلپاتې جګړه وبلله . او له بده مرغه تر هرچا زیات پخپله افغانان د جګړې د پایښت جوګه او دا دپردیو په لمسون به هدفي وژنې او ورانی ،تر نسلونو،نسلونوروانې وي .
په ۳۵ میلیوني افغان باتورملت کې د رښتینوباتورانواونـنګیالیو میړونود ټوکیدواوپنځیدو په هیله .
۱۳/۴/۲۰۲۱ د رمضان المبارک لومړی نیټه .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button