بودا د حال په ژبه مخکي له ورانیدو طالبانو ته

سید عبید الله نادر

بودا د حال په ژبه
مخکي له ورانیدو طالبانو ته

ما مه ورانوئ ،چي د لرغونی زمانی یمه نښان
زه تاریخ یم د جهان
له عجاییبو د زمان
ما په خپلوسترګو دي لیدلي
سړي تودي د هر دوران
د تاریخ لوی اتلان
ما مه ورانوئ ،چي د دي غرونو
او کمرونونظرونه
په کلنو په ما دي لګیدلي
ما مه ورانوئ ،چي دا لوړي څوکي
دا غرونه ،اوتیږي به یی دردمني شي
بوټي به خوږمني شي
په ما به ژړه غوني شي
له تاسو به خواشیني شي
ما مه ورانوئ،چي زه
یوالهه یم د عبرت
ما مه ورانوئ چی د لرغوني زماني یمه نښان
زه تاریځ یم ،د جهان
له عجایبو د زمان
ما لیدلی کړاونه
ما لیدلی دي دردونه
ما لیدلي دي دورې د وحشتونو
تیارۍ او ظلمتونو
زه د داسی حالاتود تیریدو ومه شاهد
چی نه دي د باورهغه څه چی
ما په دي عمر لیدلي دي
زه د ډیرو تیارو ،او روښناییو شاهد
زه د پیړیو د تیریدلو شاهد
زه د تاریخ د پړاوونو شاهد
زه د ظلمتونود روڼیدلوشاهد
ما مه ورانوئ ،چي د لرغوني زماني یمه نښان
زه تاریخ یم د جهان
له عجایبودزمان
ما مه ورانوئ ، چي ما سره په زړه کي
د دي وطن غمونه دي
زما په چوپتیا کي ،پراته دي ډیر اسرار
ما سره په چوپه خوله درسونه دي
ما سره د دهر حکمتونه دي
ما سره غافل ته عبرتونه دي
لرغوني تاریخونه دي
ما مه ورانوئ ،چې د لرغونی زمانۍ یمه نښان
زه تاریخ یم دجهان
له عجایبو د زمان
لا تر اوسه هم ،د فاتحانو
د توروشرنګهار،زما غوږونو ته راځي
زما په زړه کې دي ، ډیری خبری
لږتم شئ ،خبروته می غوږ شئ
سوچ وکړی ،ما مه ورانوئ
که څه هم زه جوړ یم په لاس کې د انسان
خو راتلونکو ته ، د عبرت یمه نښان
له عجایبو د زمان
لږ وویینئ،پردي شاته لاسونه
جهان بینی سترګي خلاصی کړئ
له تعصبه شئ بهر
لږواچوئ په اړخونو
په رڼو سترګونظر
ځکه چې په هر لوري دي ، د اغیارو اشارتونه
ما سره د لرغوني زماني دي
ډیر رازونه
ځکه ما ته دي بربنډ دغه چمونه
ماته ښکاري پردي شاته لاسونه
چي تاسي ګډوی، چي تاسی نڅوي
چي تاسي لمسوي
تاسي تاریخ ته شرموی
ما مه ورانوئ،چي د لرغوني زماني یمه نښان
زه تاریخ یم د جهان
له عجایبود زمان
ماسره دزماني ډیری قیصی دي
او دردونه
زما واورئ ،نصیحتونه
ځکه زما عمر دی ډیر
او په دي اوږود عمر کی
چي په په ما دی تیر
له ځانه سره لرمه
د عبرت خواږه حکایتونه
زه یو بت یم
په لاس کې د انسان جوړ
خو زه په خپلو سترګو وینم
د دي وطن د دښمنانو ناولي لاسونه
د بیرحمۍ وینم ګدارونه
زه آخوا وینم د دي ناولو بانډارونه
هغوی چي په کلونه وو، په خپله غلامان
اوس په تاسو کوی باداری
ستا سو پت او تاریخ ورکوی
ما مه ورانوئ ، د دښمنانو په لمسون
ځکه زه هم ، یو تاریخ یمه لرغون
ما مه ورانوئ، چي د لرغوني زمانی یمه نښان
زه تاریخ یم د جهان
له عجایبود زمان
په ما تیر شوی دي کلونه
په ما اوختي ، تاریخونه
ما لیدلي د یرغلګرویرغلونه
ما لیدلي د غیرت او شهامت دي سنګرونه
ما لیدلي زماني دي
زما په زړه کی ، افسانی دي
دلته زما په ګوګل کي ثبت دي تاریخونه
ما مه ورانوئ ، چي د لرغونی زمانی یمه نښان
زه تاریخ یم د جهان
له عجایبو د زمان
ما مه ورانوئ، چي زما په ورانیدواو نړیدوکی
ستاسو د لرغونی هستی ده ، بربادي
ستاسو د سپیځلي دین ده بد نامی
ما مه ورانوئ،چی له عجایب یم د زمان
زه تاریخ یم د جهان
ما مه ورانوئ،چي لرغون پوهان به ټول غمجن شي
غمخواران د دي نړۍ به ټول خوږمن شي
ستاسو له کړو وړو، او له اعمالو به کرکجن شي
پیروان به د بودا واړه دردمن شي
خو دا واورئ !
دلته د تاریخ په اوږدو کي
ډیربت ماتونکي لښکرونه
زما تر مخي دي تیر شوی
د بت شکنو فاتحانه خنداګاني مي اوریدلي
هغوی مات کړي ، هغه بتان وو
چي کیده به یي عبادت
که ماتیدواو ورانیدوته
زما وای ضرورت
نو محمود غزنوی ته به هیڅکله
د سومنات د ما تیدو نه وای حاجت
ځکه زه دلته په لار
ماتیدو ته وم تیار
ما مه ورانوئ ،چی د لرغونی زمانی یمه نښان
زه تاریخ یم د جهان
له عجایبو د زمان
زه د روزګارد لوړوطاقتونو
د مقابلو شاهد
د یرغلګرو، د ژړیدلو ،شاهد
د مغرورو ، د تښتیدلو شاهد
د جاهلانو د پرځیدلوشاهد
دفولادین صفونو د ماتیدلو شاهد
د طاغوتیانو ، د ورکیدلوشاهد
د تیارو او ظلمتونو، د ورکیدلو شاهد
لږ ماته غوږشئ ، د زړه سروو
د مخه له دي چی ،خپل دوه زره کلن
عمر نه پس،باقی عمر تاسي ته ،وبښخمه
په دي پوه شئ چي ستاسي د توپونو ګذارونه
د لرغوني تاریخ په زړه دي
ما مه ورانوئ ، چی د لرغونی زماني یمه نښان
زه تاریخ یم دجهان
له عجایبو ، د زمان
زه هاغه دی
پردي شاته وینم
د بد مستو خندا ګاني
د بد مستو نڅاګاني
هغوی چی تاسی لمسولي یاست
هغوی چی تاسی غولولي یاست
هغوی اوس پردي شاته
پر تاسو خاندي مسخرې کوي
او د خپل بیباکانه ، مستیو په ویاړ
جامونه تشوې
ما ته هغه دی هغه څیرې ښکاري
چي ستاسو په لاس
ستاسو سپیڅلی دین بدناموی
تاسي هر میدان کي لوبوی
تاسي تاریخ ته شرموی
ما مه ورانوئ،چي د لرغوني زماني یمه نښان
زه تاریخ یم ، د جهان
له عجایبو د زمان
دا هم واورئ،
او ورته غوږشئ
چي ډیر کلونه دمخه
زه دلته ډیره موده ، ډیره زمانه
او ډیره اوږده زمانه
د اسلام په پراخه لمن کي
د اسلام په پراخه غیږ کي
روغ رمټ پاټي شوم
د اسلام په دي اوږده موده کي
د اسلام په دي ، دوره کي
د اسلام لویو عظیمو فاتحانو
د اسلام لویو ، اوعظیمو علم بردارانو
د اسلام لویو ، شاهنشاهانو
هغوی چی د دین په معنی او رمز باندی وو پوی
هغوی مات نه کړم
تاسی ته د وطن او دین دښمنان
په غوږ کې پسیدلي
تاسیي ته یی داسی دي ښودلي
چي تاسي تر ټولو هوښیاران یاست
تاسي ترټولو بیداران یاست
تاسي د دین او د وګړو ، د ناموس
ساتندویان یاست
تاسي د دین ټیکه داران یاست
تاسي د خدای فرشته ګان یاست
تاسی د زمان فیلسوفان یاست
په دي نامه ستاسي فرهنګ غواړي نابود کړي
په اسلام وهي ملنډي
پس له څو زره کلنو ، چي ستاسي
په ملک کي می تیر کړي
زما با شهامته افغانانو
ستاسو له ملکه خدای پامان
ما مه ورانوئ ، چي د لرغوني زماني یمه نښان
زه تاریخ یم، دجهان
له عجایبو ،د زمان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button