اووه خواړه چې بې خوبي کموي
تاج محمد مبین –
نن سبا چې د خلکو د بې خوبۍ ستونزه زیاته سوې ده او ګڼ کسان ورسره مخامخ دي ډاکټران یې د کمیدو لپاره د لاندي خوړو سپارښتنه کوي.
که څه هم لاندي ډېری خواړه ګرانه دي او زموږ د خلکو لپاره یې رانیول او منظم خوړل اسانه کار نه دی، خو داسي توکی هم پکې سته چې هر څوک یې اخیستلای سي.
۱: شیدې
تر بیده کېدو نه یو څه مخکي او یا هم په نیمه شپه کې یو ګیلاس تودې شیدې څښل نه یوازې، د بې خوبۍ ستونزه له منځه وړي، بلکې په منظم ډول څښل یې خپګان هم کموي او دماغ ته ارامتیا او سکون ورکوي.
شیدې، چې په پراخه پیمانه کلسیم لري، د بدن عضلات هم غښتلي کوي.
۲: الوبالو
الوبالو، چې د melatonin په نوم هورمن لري، د بې خوبي له منځه وړولو لپاره ښه کار کوي.
هغه کسان، چې د بې خوبي ستونزه لري، که له بیده کېدو نه یو یا دوه ساعته مخکي یې وخوري، په ګټه به يې پوه سي. د ورځې لږ تر لږه دوه ځله د الوبالو پر ځای د الوبالو جوس څښل هم ګټور دي.
۳: چارمغز
چارمغز هم د الوبالو په څېر د melatonin هورمن ښه سرچینه ده او د شپې خوب په منظم کولو کې اغزمن دی.
چارمغز دغه رنګه د سینې سرطان خطر کموي.
که بستر ته له تلو نه یو ساعت مخکي څو دانې وخورئ، نو ښه او ارام خوب به ولرئ.
۴: بادام
بادام په پوره پیمانه مګنیزیم، ویټامین اي او پروټین لري او په بدن کې د وینې درجه منظمه ساتې او ناوړه چالسټرول کموي.
دغه رنګه بادام هم د زړه د حملې خطر کموي.
په بادام کې ویټامین بي، فاسفورس، اوسپنه او کلسیم هم موندل کیدای سي.
منظم خوړل یې نه یوازي د بدن هډوکي غښتلې کوي، بلکي دماغې فعالیت پراخوي او منظم یې ساتې.
۵: پنیر
پنیر او نور ټول لبنیات، چې د کلسیم لرونکي دی، بدن او دماغ ته ارامتیا ورکوي او عضلات قوی کوي.
پنیر د حافظې د کمزوری کېدو او چاغوالی مخه نیسي.
د بیده کېدو نه مخکي منظم خوړل یې، بي خوبي کموي.
۶: کیله
کیله نه یوازی سپک او اقتصادي خواړه دی او هر څوک یې بیه پری کولای سي، بلکې د مګنیزیم، پوتاشیم او ویټامین بي ښه سرچینه هم ده.
کیله په بدن کې د پښتورګو سرطان خطر کموي او د ډیفریشن یا ژور خفګان مخه نیسی.
کیله د ښه پوتاشیم درلودو له امله د ویني فشار کموي او د زړه حملې مخه نسي.
کیله هم د یادو سوو نورو خوړو په څير د بي خوبي ښه درملنه کوي.
۷: عسل
عسل په بدن کې د ګټور انسولین کچه پوره کوي او د ژر زړیدو مخه نیسی.
عسل د flavonoids او antioxidants کیمیاوي مادو لرونکي دی او په بدن کې د سرطان او زړه ناروغیو خطر کموي.
عسل دغه رنګه د سترګو لید زیاتوی او د وزن په کمېدو کې مرسته کوي.
عسل د ستونی درد، ټوخی او ټپونو په درملنه کې هم ښه ثابت سوی دی.
https://www.anzoor.com/wp-admin/post-new.php#
که د شپي تر خوب مخکي او سهار په تش نس په چایو کې وخوړل سي، نو بدن به مو ارامتیا او دماغ ته به مو سکون ورکړي.