د بريالي ژوند په اړه د چارلي چاپلېن په زړه پورې ويناوې

چارلي چاپلین
ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

چارلي چاپلېن د سينما د ډګر هغه ځلانده ستوری و چې د طنزي شخصيت په درلودو سره يې هم خلکو ته په خپلو پروګرامونو کې مهمو ټکو ته اشاره کوله او خپلو مخاطبينو ته به يې ډېرڅه زده کول.

هغه د خپلو فلمونو ترڅنګ، ګټورې ويناوې هم مونږ او تاسو ته په ميراث پرايښي دي:

ـ د نړۍ تر ټولو لوی الماس لمر دی چې له نېکمرغه پر ټولو خپله ځلا خپروي.

ـ نړۍ دومره پراخه ده چې د ټولو مخلوقاتو لپاره پکې ځای شته دی، د دې پرځای چې د نورو ځای ونيسئ، هڅه وکړئ چې خپل ريښتينی ځای پيدا کړئ.

ـ دا مې زده کړي دي چې … په پيسو سره کولی شو کور واخلو خو کورنۍ نه، د خوب تخت واخولو خو خوب نه، ساعت واخولو خو وخت نه، مقام واخلو خو احترام نه، کتاب واخلو خو پوهه نه، درمل واخلو خو روغتيا نه، بلډنګ واخلو خو ژوند نه او په ټوله کې کولی چې زړه پرې وپېرو خو مينه نه.

ـ کله چې ژوند ستاسو د ژړا لپاره سل دليلونه وړاندې کړي نو تاسو ورته د موسکا لپاره زر دليله وړاندې کړئ.

ـ واده کول، د ښار تګ ته ورته دي، ترڅو چې پيسې، اړتيا او يا هم هوډ ونه لرئ نو ښار ته مه ځئ.

ـ له خپل دښمن څخه يو ځل وډار شه خو له دوست څخه دې زر ځلې.

ـ د يوې بدمرغۍ او بلې بدمرغۍ ترمنځ واټن، نېکمرغي ده.

ـ که خوشحاله وئ، په غلي توګه وخاندئ ترڅو غم راويښ نه شي او که خپه وئ نو په ارامه توګه وژاړئ ترڅو خوښي ناهيلې نه شي.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. يوازينی څوک چې په خپل ژوند کې مو خوشحالوي، هغه څوک دی چې تاسو ته ووايي: زه دې خوشحاله کړم.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. د مينې په پرتله، مهربانه ايسېدل غوره دي. مهربانه واوسئ.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. هېڅکله بايد د ماشومانو ډاليو ته نه ونه وايم. د ماشومانو ډالۍ مه ردوئ.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. بايد هېڅکله هغه چا ته چې هېڅ ورته نشم کولی، د مرستې ژمنه وکړم.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. ډېری وخت هغه څه چې نور يې له مونږ څخه غواړي، فقط لاس دی د لاسنيوي لپاره او زړه دی د پوهولو لپاره. نورو ته په مينه لاس ورکړئ او خبرې يې په مينه واورئ او درک يې کړئ.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. په ماشومتوب کې مې د پلار سره د اوړي په يوه شپه کې قدم وهل، په لويوالي کې راته ترهرڅه جالبه وه، ماشومتوب بېرته نه راځي.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. پيسې شخصيت نشي جوړولی.

دا مې زده کړي دي چې …. الله تعالی ټول څيزونه په يو وار نه دي خلق کړي نو څه د دې باعث شوه چې زه دې په دې فکر وکړم چې زه کولی شم ټول کارونه په يوه ورځ ترسره کړم.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. په رښتياو سترګې پټول چاته بدلون نشي ورکولی نو ريښتيني واوسئ.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. دا مينه ده چې ټپونه ښه کوي، نه وخت.

ـ دا مې زده کړي دي چې …. کله چې له يو چا سره مخامخېږو نو هغه له مونږ څخه د موسکا انتظار لري.

ـ زه دې پايلې ته رسېدلی يم چې …. لوی فکرونه هغه مهال زمونږ ذهنونو ته راځي، چې د دې ډول فکرونو لپاره مصمم واوسو.

ـ بشپړ نقاش هغه دی چې له هېڅ څخه خپل ځان ته يوه سوژه برابره کړي.

ـ ممکن ژوند هغه محفل ونه اوسي چې تا يې هيله درلوده، خو اوس چې ورته رابلل شوی يې نو څومره چې کولی شې ترې خوند واخله.

ـ دا زمونږ د ژوند د تضادونو څخه دي، چې خلک تل په مهمو وختونو کې تېروتنې کوي.

ـ انسان که غريب او نېستمن وي ښه ده نسبت هغې ته چې پست او بې عاطفې واوسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button