انناس..د بندونو د پړسوب اکسير

ژ: جنايل

انناس ښه خوند لرونکې، د ډېرو ناروغيو څخه د خونديتوب او د مدافعې ځواک پياوړي کوونکې مېوه ده.

د بندونو د پړسوب، د تازه زخمونو د رغېدنې او د تازه عمليات (جراحي) شوي ناروغ لپاره اکسير دی، انناس په خپل جوړښت کې (بروملين) لري چې د بندونو د دردونو لپاره ګټور دي.

د روغتيا پوهانو په وينا د انناس خوراک د انسان د بدن دننه کوچنیو او لويو زخمونو ته د پای ټکی ايږدي، په انناس کې شته انزايم (بروملين) او وټامين سي د ينې او معدې زخمونه ژر رغوي.

انناس 2انناس د بندونو له درد سربېره د ستوني د سوزېدنې لپاره هم ګټور دي، په انناس کې د وټامين سي شتوالی د مدافعې د ځواک په پياوړتيا او زياتوالي کې بنسټيز ارزښت لري.

د یوې نوې څېړنې له مخې د انناس خوراک د شپې له خوراک وروسته هضم کې تېزوالی راولي او د خېټې د غټېدا مخه نيسي يانې انسان تازه او ځوان ساتي.

له انناس څخه د ښه ګټنې په موخه اړينه ده چې انناس تازه وخوړل شي، او که له خوراک وروسته وخوړل شي، په ډېرې اسانۍ سره بروملين د وينې جريان ته ننوځي.

انناس 1

په پای کې دا يادونه بيا هم اړينه ده چې د بندونو د پړسوب لرونکو ناروغانو لپاره انناس د الله جل جلاله ستر نعمت دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button