د زيتون تېل د سرطان درملنه

ژ: جنايل

برتاینه: د يوې نوې څېړنې له مخې دا په ډاګه شوې چې د زيتون تيل په سرطان اخته انسان د سرطان له ناروغۍ ځخه ژغورلای شي، کارول يې زيان نه لري. هاورډ پوهنتون په دې څېړنه کې ويلي دي چې زيتون په خپل جوړښت کې (کنټال) ماده لري، کنټال هغه ماده ده چې د سرطان وايروس ځپلي حجرې له منځه وړي او هغه حجري چې لا تر اوسه د سرطان په وايروس نه دي ککړي شوې د سرطان له وايروس څخه يې خوندي ساتي.زیتون ۲

په څېړنه کې راغلي دي چې کنټال ځپل شوې حجرې ته ننوځي او پروټين خارجوي چې دغه پروټين د ځپل شوې حجرې په ختمېدو کې لويه دنده ترسره کوي. نن سبا په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم د معدې او کلمو د سرطان د درملنې په موخه د زيتون تېل کارول کېږي.

ساينسپوهانو له زيتونه د دې حيرانونکو ګټو د لاس ته راوړلو په موخه لومړی د زيتون (کینټال) ماده پر ژوندي سرطان کارولې او وې ليدل چې د سرطان له وايروسه اغېزمن شوې حجره له منځه ځي، په څېړنه کې دا هم ويل شوي دي چې دا اړينه نه ده چې سل په سلو کې دي د سرطان ناروغ د زيتون د تيلو په خوړلو روغ شي او سرطان دي له منځه يوسي. د زيتون تېل د سرطان په ځپلو کې اغېزمن دي؛ خو د کيمو تراپي (Chemotherapy) په څېر بدې پايلې نه لري.زیتون ۳

کيمو تراپي ناروغ په سستي، وېښته غورځونې او د لوږې د احساس نه کولو په ناروغيو اخته کوي.

ياده دي وي چې د زيتون د تېلو کارونه د زړه، زېړي او د وينې د لوړ فشار ناروغيو مخنيوي کې ګټور دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button