کابل دې بیا نه بدرنګېږي

کابل دې بیا نه بدرنګېږي
لیکنه: فرهاد تاند
د ماسختن له ډوډۍ خوړلو وروسته مې تر غوږ یو ډول وهمناک او درانه غږونه تر غوږ شول، خیر کړې چې څه خبره به وي! مور جانې دا څه خبره ده؟ زویه نه پوهېږم الله ج دې خیر کړي لکه چې په کابل ښار باندې یې حمله وکړه!
دا څه وایې مورې هر څوک چې دي په ارامه د راشي نو پیرون ولې کوي ماشومان، مېرمنې، سپین یږي، او آن ځوانان یې ووېرول، موږ خو څه ګناه نه ده کړې او نه ده خاوره ګنګاره ده، موږ لا په خبرو بوخت و خو د راکېټونو غږ نور هم زیاتېدو، د مور په نوراني مخ کې مې د ورخطایۍ اعلایم له ورایه ښکاریدل، مورکې ولې خپه شوې؟ ته اندېښنه مه کړه هر څه به پخیر تېر شي بل دا چې کېدایشي زموږ نظامي پوځ چېرې تمیرین کوي، نه زویه تشویش نه کوم او نه خپه یم هسې مې لږ سر درد کوي نن مې ټوله ورځ د خستګۍ احساس کړی نو ځکه داسې ښکارم، مورې صبر چې زه د سالون له کړکۍ نه ننداره وکړم، چې څه خبره ده، هغه ځای تر دې کوټې یو څه لوړ دی، حال به راته معلوم شي چې څه خبره ده ځکه په کوڅه او پس کوڅه کې د ژړاګانو آوزنه راځي! سمه ده زویه احتیاط کوه له کړکۍ نه بیرونه ته خطا نشې!
نو زه هم پاڅېدم او حرکت مې وکړ له کوټې بهر شوم او سالون ته د ننه شوم، قدم مې ونیو، یو ډول د ژړاګانو غږونه مې ډېر نېژدې تصور کول، خدای ته خو خېر کړې هسې نه زموږ د ګاونډیو په کورنو کې څه پېښه نه وي شوې، خو اخېر د کړکۍ لوري ته ور نېژدې شوم، او پله مې را خلاصه کړه، ګردونه او دودنه د ښار چراغونو ته معلومېدل او یو ډول د سویو باروتو بوی مې حس کړ، په کوڅه او پس کوڅه کې د مېرمنو، ماشومانو، ځوانانو… منډې وهلې او غږ مې ور وکړ، کاکا څه خبره ده خیرت خو به وي؟ زویه ځانونه اوبسئ! ولې کاکا جانه خیرت خو به وي؟
ای هی، د مشرانو مو په خپل مېنځ کې جګړه ده! مننه کاکا جانه، خو اوس نو تاسې په دې توره شپه کې چېرې روان یی؟ کاکا لا ځواب نو راکړی چې یو ډول شــــــــــــــــونګ اوز مې ورا وېدو، خیر کړې خدایه، د راکېټ مرمۍ راغله او زموږ د کور په یوه دیوال باندې ولېګده، الله خیر کړې، دا سه وشول، سترګو مې له خاورو ډکې شوې هېڅ مې هم نه پرې نه لیدل، چغې وهم تر خوله مې اوز نه وځي، غوږنه مې ټپ ټوپ شول، او پر ځمکه را لویدلی یم، تر څو دقیقو ورسته مې کم کم غږ واوریدو د ژړا وو، خو پوهېدم نه چې څوک دي، خو تر لږ ځنډ ورسته مې دې مور غږ واورېدو، زویه، زوی جانه غږ راته وکړه په تا څه وشول سترګې راته خلاصې کړه،
مورې جانې ښه یم جوړ روغ یم، مورکې ته لاړه شه ما پرېږده زه جوړ یم، خو مور مې غږ نه اوري، ستونزه دا وه چې ما په هر څومره اوزونه وکړل تر خوله مې غږ نه وتلو، خو په عینې حال مې مور راته وایي زویه سترګې خلاصې کړه، په همدې لحظه مې د بدن بعضو غړو درد شروع کړ، دا چې مور مې د سترګو د خلاصولو غوښتنه رانه کوي، او زه داسې یو احساس کوم چې سترګې مې خلاصې دي، خو هسې نه وه سوچ مې وکړ، که چې زما رڼا دنیا د تل لپاره تیار شوه، اخ زه که چې له دې ورسته د نړۍ د ښکلا ګانو نه محرومه شوم، دا ډېره درد ونکې وه زه هم نور پر ځان نه یم خبر، او بې اوښه شوی یمه، له څو ساتونو ورسته فعال شوم، پر سترګو مې کم کم څه وینم، پر مخ مې د اوبو څاڅکۍ ولګېدې پورته مې وکتل چې د مور مخ مې ولید او زړه مې یو څه ارام شو او د هغې په غېږه کې یم، کابل تېر شوی حالت، دردونکی وو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button