هغه نښې چې ښيي تاسې بريالی ياست

ژباړه: محمد عزيز پردېس

برياليتوب بل څه نه دی، مګر دا چې له ستونزو، لوړو او ژورو سره مخامخ شئ او مبارزه ورسره وکړئ او په ورته وخت کې خپل زغم او صبر هم له لاسه ورنه کړئ. که تاسې نورو ته د درناوي په ارزښت پوهېږئ، نو په دې پوه شئ چې د برياليتوب تر ټولو مهمې برخې په کنټرول کې لرئ. موږ ډېری د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې دې احساس سره مخامخېږو چې فکر کوو ژوند زموږ په ګټه روان نه دی او هرڅومره هڅه چې کوو، بيا هم برياليتوب ته نه رسېږو او د خپل ځان په رټلو پيل کوو… البته پرته له دې چې ځان ته متوجه شو چې د بريالي انسان ځانګړنې هم‌مهاله په ځان کې لرو خو پر وړاندې يې بې تفاوته يؤ.

د دغو ځانګړنو او نښو په لرلو سره تاسې يو بريالی انسان ياست:

په دې مقاله کې به تاسې د بريالي انسان هغه ۲۵ ځانګړنې دروپېژندل شي، چې ډېری يې تاسې په خپل ځان کې لرئ، خو پاملرنه ورته نه کوئ.

۱- د عايد په فکر کې دومره نه ياست:

که تاسې پرته له دې چې مياشتيني عايد ته مو په تمه شئ، د ورځيني ژوند د تېرولو وړتيا ولرئ، نو قطعا بریالي ياست. ښايي ونشئ کولای رولکس ساعتونه ځانته وپېرئ، خو کې د ژوند ورځې مو په ارامه ډول تېرې کړئ، بريالي ياست.

۲- د نورو لخوا د ستاينې په لټه کې نه ياست:

د خواخوږو او همکارانو له لوري ستاينې پسې ګرځېدل هغه څه دي چې معمولا موږ د ځوانۍ په دوران کې تجربه کړي دي. که خپل شاوخوا کې د دې په لټه کې نه ياست چې افراد تاسې د بېلابېلو څيزونو په پار وستايي، نو ډاډه شئ چې تاسې له هغه پړاوه هم بريالي ياست چې فکر يې کوئ. پرته له دې چې د نورو لخوا د خپلې ستاينې پسې وګرځئ، د خپلو کارونو ترسره کول، ستاسې د غښتلتيا او ذهني ارامښت څرګندونه کوي.

۳- د خپلې ماضي په پرتله مو بدلون موندلی:

د خپل ژوند يوه کال مخکې ته مو پاملرنه وکړئ. فکر کوئ چې هرڅه ارامه شوي دي؟ په کور او کارځای کې هم همداسې؟ که داسې وي، نو په احتمال سره کولای شئ ووايئ چې ژوند مو ډېر بريالی دی.

۴- برنامه لرئ:

هغه برياليتوب چې د يو غښتلي جوړښت او اوږدمهاله برنامې په لرلو سره ترلاسه شي، غوره او په زړه پورې دی. که تاسې د خپل ژوندانه د موخو د ترلاسه کولو لپاره يو چوکاټ لرئ، نو اوسمهال په بشپړ ډول يو بريالی شخص ياست. ډېری خلک نقشه نلري او بې موخې دي.

۵- د لا ډېرو څيزونو د ترلاسه کولو په لټه کې ياست:

د هغو اشخاصو لپاره چې ښايي احساس وکړي، په ژوندانه کې په سمه توګه عمل نه کوي؛ په ژوندانه کې د لا ډېرو څيزونو سره لېوالتيا ګټوره ده. د غوره څيزونو د ترلاسه کولو سره لېوالتيا د اشخاصو د بريالي کېدو سبب ګرځي.

۶- سهار وختي پاڅېږې:

که غواړئ چې ژوند مو بريالی کړئ، نو نشئ کولای چې هره ورځ مو له غرمې وروسته پيل کړئ. کله چې متوجه شوئ چې پيل ته چمتو ياست، نو کولای شئ چې د بريالي ژوند سبک ولرئ او په بريالي شخصيت باندې واوړئ.

۷- د ټولنيز ليد له اړخه فعال ياست:

برياليتوب په ډېری کړنلارو کې څرګندېږي، نه يوازې دا چې برياليتوب ستاسې کاري برخه او يا هم ترلاسه کېدونکي پيسو څخه معلوم شي. که تاسې د ټولنې مختلفو وضعيتونو کې د مخکې تګ او فعاليت وړتيا لرئ، نو دا ستاسې پر سالم او متوازن ژوند دلالت کوي. ډېری خلک شته چې له سمي او منفي شخصيتونو سره د نږدې کېدو لېوالتيا نلري.

۸- متقابل درناوی کوئ:

برياليتوب له خپل ژونده د تجربو ترلاسه کولو او پر سټرس او ستونزو برلاسي کېدو ته وايي. که تاسې د نورو لخوا تاسې ته د کېدونکي درناوي په ارزښت پوهېږئ، نو دا په دې معنی ده چې تاسې د برياليتوب يو ارزښت لرونکی اړخ تر خپل کنټرول لاندې لرئ.

۹- له نورو سره د مرستې هيله لرئ:

تاسې له دې سربېره چې موټر، کور او نوره شتمني لرئ؛ په دې فکر هم ياست چې د نورو لاسنيوی وکړئ. که د افرادو د کار لپاره يوه غښتلې ستنه ياست او يا هم د خپلو همکارانو لپاره د غښتلتيا يوه ستنه ياست، نو ستاسې برياليتوب لرې نه دی.

۱۰- خوځنده او متحرک ياست:

هر هغه څوک چې قوي هوډ او په هر ‌ډول شرايطو کې له ستونزو سره د مقابلې جوهر ولري، نو هرو مرو به بريالی شي. که په دې شرمېږئ چې که خپل لستوڼي بډوهئ نو لاسونه به مو چټل شي، نو غوره ده چې خپل فکر ته مو سمدستي بدلون ورکړئ.

۱۱- پر نفس مو باور لرئ:

د بريالي او ناکامه شخص ترمنځ توپير همدا دی چې بريالی کس فکر کوي بريالی دی. که تاسې وشئ کولای چې خپله رښتينې تواضع نورو ته وښيئ، نو د هغو کسانو لپاره الهام بښوونکی/بښوونکې ياست چې له ژوند سره د مقابلې په حال کې دي او په دې صورت کې تاسې يو بريالی شخص ياست.

۱۲- مبارزه کوئ:

د برياليتوب په پار د يوې اوسپنيزې ارادې او د نه ستړې کېدونکې مبارزې وړتيا لرل، د يو بريالي شخص نښه ده. که تاسې په هر ډول حالاتو کې خوځنده ياست او هڅې کوئ، نو بريالي ياست.

۱۳- د ژوند د ښه والي لپاره مو هڅه روانه ده:

ډېری خلک د دې باور په لومه کې غورځېږي چې، ګواکې په هرڅه کې يې خپل تقصير دی. که تاسې د خپلو تېرو کړنو په پرتله خپلو ورځنيو چارو کې بدلون ګورئ، حتی که په ډېر کمه اندازه هم وي؛ نو په دې پوه شئ چې ځان مو د يو اوږد برياليتوب لپاره چمتو کړی دی.

۱۴- نظم او انضباط لرئ:

نظم او انضباط د يو بريالي ژوند څرګندونه کوي او همداراز دا ښيي چې اوضاع څه ډول روانه ده. دا چې زده کړئ چې څنګه تېروتنه ونکړئ او څنګه يوه ښه اړيکه ټينګه کړئ؛ نو د يو اوږدمهاله برياليتوب لپاره مو حياتي مسئله ده.

۱۵- کولی شئ چې نه ووايئ:

دغه کار ډېر ساده او اسانه دی. که د دې وړتيا لرئ چې نه وواياست، نو هڅه مو کړې ده چې د دې موضوع په کيسه کې دومره نشئ چې ټول له ځانه راضي وساتئ. دا يو ستر حقيقت دی چې تاسې نشئ کولی ټول له ځانه راضي وساتئ.

۱۶- صبر او زغم لرئ:

صبر يو له هغو فضيلتونو دی چې ډېری بريالي اشخاص يې لري. پرته له صبره تاسې نشئ کولی پر ټولنې باندې خپل اغېز پرېږدئ. صبر تاسې ته ډېر څه زده کوي او لارې درته اسانه کوي.

۱۷- وخت په ښه توګه مديريت کوئ:

د وخت مديريت د لوړې کچې برياليتوب څرګندونه کوي او په ورځ کې له وخت څخه ګټه اخيستنه د يو بريالي انسان نښه ده. تاسې د دې وړتيا لرئ چې د ورځې په لړ کې ډېر شمېر کارونه په ښه توګه مخته يوسئ؟ که ځواب مو هو وي، نو تاسې يو بريالی شخص ياست.

۱۸- بريالي ملګري لرئ:

دا چې شاوخوا مو بريالي کسان وي او له همداسې کسانو سره راشه درشه ولرئ، نو دا تاسې ته الهام او انګېزه درکوي. که تاسې له کاريګرو او برياليو اشخاصو سره په تماس کې ياست، نو دا تاسې ته پخپله د برياليتوبونو لارې پرانيزي.

۱۹- نور نه رټئ:

تاسې د ژوند هغه پړاو ته رسېدلي ياست چې په بشپړ ډول مو د خپلو فعاليتونو مسؤليت په غاړه اخيستی دی او نور د خپلو ماتو او ناهيليو لپاره نه رټئ او نه يې ملامتوئ. دغه چاره دا ثابتوي چې تاسې په خپل ځان باور او کنټرول لرئ.

۲۰- وخت نه ضايع کوئ:

کله چې تاسې نورو ته دا اجازه ورکوئ چې له ځان سره مو بوځي او دې ته مو اړ کړي چې پر هغو څيزونو او کړنو پانګونه وکړئ چې ستاسې له نظره ستړي کوونکي او د نفس له عزت سره په ټکر کې وي نو دا د وخت د ضياع په معنی ده. ستاسې احساس تاسې ته دا قدرت درکوي څه چې تاسې غواړئ، پرته له دې چې د نورو تائيد ته اړتيا ولرئ، پيدا کولی او ترلاسه کولی يې شئ.

۲۱- مثبت ياست:

په دې پوهېږئ چې تاسې په منفي پاتې کېدو او شک ګرايئ کې خپلې ماتې توجيه کوئ او ستاسې ماتې ستاسې موخو سره هېڅ مرسته نشي کولی. نه يوازې دا چې دا کار د دې لامل ګرځي چې د اندېښنې احساس وکړئ، بلکې پر وروستۍ پايلې هم خپل اغېز پرېږدي. د مثبت او صادق پاتې کېدو له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کولی شئ چې رښتيني برياليتوب ته ورسېږئ.

۲۲- جسارت لرئ:

په دې اړه تاسې درک کوئ چې د هو يا نه ويل بسنه نه کوي. د نورو لپاره د خپلو دلايلو وړاندې کول اړين دي څو دا درک شي چې تاسې د خپلو افکارو او غوښتنو لرونکي ياست. دا په دې معنی نه ده چې د انعطاف وړ نه ياست، خو په ورته وخت کې پوهېږئ چې چاته بايد دا اجازه ورنکړئ چې تاسې بې لارې کړي او ستاسې د ژوند چوکاټ ته دننه شي.

۲۳- خپلې سلامتۍ ته پاملرنه کوئ:

د هغو مضرو فعاليتونو پرېښودل چې تاسې روښانه راتلونکې جوړولو ته نه پرېږدي، تل يو غښتلی ګام دی. د بېلګې په ډول: سګرټ او د نورو مخدره توکو پرېښودل، د هغو خوړو پرېښودل چې د چاغښت او ناروغيو سبب ګرځي… . البته تاسې پوهېږئ چې د داسې کړنو پرېښودل تاسې ته دا انګېزه درکوي چې غښتلی شخص پاتې شئ او اراده مو لا غښتلې شي.

۲۴- ټولو څيزونو ته له سم ليد څخه ګورئ:

ځيني وختونه بدې پېښې رامنځته کېږي. دا د ژوند يوه برخه ده. که تاسې د دې وړتيا لرئ چې خپلو ستونزو باندې برلاسی ولرئ، نو دغه کړنه تاسې ته يو لوی برياليتوب دی.

۲۵- دا درته مهمه نه ده چې نور مو په اړه څه فکر کوي:

دا چې تاسې ته اوس هم د خلکو فکرونه مهم دي، ښه کار نه دی او ښه روان نه ياست. بايد پوه شئ چې د خلکو نظريات يوازې نظريات دي او ستاسې د ژوند پر واقعيت اغېز نلري.

سرچينه: namnak.com

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button