کیسه/ اجمل پسرلی

زه د روغتون په بستر کې له داسې افغان سره غږیږم چې نه شته. څوارلس ورځې مخکې چې بستر شوم دی هم په همدې کوټه کې بستر و. اونۍ مخکې چې له خبرو ولوید، نرسانو په بیړه بیړه وایست.

په پردي وطن کې مې زړه پرې تکیه و. زه به ورته غږیدم یو نیم ځل به ده هو کړل. کله به یې له زګیروي سره د خندا غږ لږ جګ شو.

د ده تر تګ وروسته ورځ نه تیریږي. سهار چې نرسه راشي بیا ماسپښین سر راښکاره کړي..

د کړکۍ له یوې پلې اسمان معلومیږي. زړه مې غواړي چې له کړکۍ سره دریدلی وای چې ها خواته کوم ځایونه ښکارې خو زما ملا داسې نه ده ژوبله چې په اړخ واوړم، پاڅیدل پریږده.

په کوټه کې مې د افغان تش بستر ته خپله کیسه تیره کړه:

« په کلي کې مې ژوند کاوه. هره ورځ مې سره ورته شیان کتل. زموږ له کوره د کلي تر اخره د ونو شمیر راته معلوم و، اوولس دانې وې. درې نورې هم وې چې وچې شوې، کلیوالو تبرونه پسې راواخیستل. له پټیو سره نرۍ ویاله بهیده، چې ماشوم وم څنګ ته یې کښیناستم، ګومان به مې کاوه چې په دې اوبو کې به کب راځي زه به یې نیسم کور ته به یې وړم خو دا ارمان مې پوره نه شو، چې لوی شوم، پوه شوم چې کبان په دې لږو اوبو کې له کلیوالو ویریږي چې ویې نه خوري نو په ژورو اوبو کې پټیږي، ځیني کاریزونو ته مخه کوي چې خلک یې هلته نه نیسي وایي ګناهګاره کیږو.

د نوې ځوانۍ هاغه ورځې مې هم نه هیریږي چې د زردالو د ونو لاندې به ناست وم، د مچیو به بڼا وه، په ونه کې به چوتکی دلته هلته الوته ما به هره شیبه فکر کاوه چې نیولی یې شم خو نه کیده. هاغه ژمی مې هم نه دی هیر چې ماښام له کلي بهر د کور له بامه لوګی پورته کیده، زما زړه کیده چې وروالوزم او د بخارۍ تاو ته لاسونه ونیسم. په ژمي کې د بخارۍ دننه د لرګیو د سوځیدو ټک ټک داسې خوند راکاوه لکه په غنم لو کې چې به مو نینې کولې.

بیا کابل ته کډه شوو. څو ځله مې له کوره تر نژدې دوکانونو ونې وګڼلې حساب به یې له ما ګډوډ شو. ویاله یې وچه وه د شرکنده باران په ورځ پکې خړې اوبه وبهیدې نور مې د اوبو څاڅکی پکې نه و لیدلی، خو ماما نجار چې به خوله خلاصه کړه، ویل به یې د ویالې دې خواته مې ورنس کړې المارۍ لمر ته ایښې وه، کله به یې بیا ویل چې د ویالې پورې غاړه ښه شمال لګیږي چې چوکۍ ورته کیږدې.

په کلي کې به مې ارمان دا و چې ښار ته راشم، په ښار کې مې د کلي ارمان کاوه بیا نصیب دلته امریکا ته راپه مخه کړم..»

د دروازې له ټک سره مې سترګې پرانیستې، نرسه وه د سیرم کڅوړه یې سره واړوله ورته ومې نه کتل چې نور یې څه وکړو له کوټې ووته. ما بیا د کوټې له تش بستر سره خواله پیل کړو خو دا ځل نکل سُر نه نیوی…

چې سترګې مې وغړولې د کړکۍ له پلې د لمر وړانګې کوټې ته رالویدلې وې. د ملا د مریو درد ته مې سترګې کلکې پټې کړې، بیرته مې رڼې کړې، په پایپ کې د سیرم د هرې دانې له لویدو سره مې درد په مغزو کې څړیکې کولې.

د دروازې کړپ شو، نرسه وه، ورته ومې ویل:

-درد ډیر په عذاب کړی یم

دې د سیرم په کڅوړه کې پیچکارۍ تشې کړې:

-اوس ښه کیږې

-دا د کوټې د ملګري حال دې رانه کړ چې څه شو

-ما درته ویلي و چې عاجلې خونې ته یې بیولی

-اووه ورځې په عاجله خونه کې؟

پرته له دې چې څه ووایي له کوټې ووته او د خونې د پاکیدو ښځه راننوته، له هغې مې پوښتنه وکړه:

-د دې ملګري حال دې رانه کړ، نرسه وایي عاجلې خونې ته یې بیولی

-په عاجله کوټه کې دومره وخت څوک نه ساتي

-نو څه شو

سر یې و خوځاوه. له کړکۍ د لمر رالویدلې رڼا ته لیکه ګرد زما ترسترګو شو، د اړخ بستر ته مې وکتل. د کوټې ملګری هم لکه یو ګرد راته وایسیده، په ځان مې ګوتې ووهلې ځان مې هم لکه ګرد احساس کړ، پورته مې وکتل، د سیرم دانې په پایپ کې دانه دانه راڅڅیدې. سترګې مې پټې شوې، چې نیم کښو شوې، لمر ګرځیدلی و.

پای

نور ښکاره کړئ
Back to top button