د طالبانو کاذاب غرور، د دوی په زیان دی

د طالبانو کاذاب غرور، د دوی په زیان دی

سیدعبدالله پاچا

له کومې ورځې چې امریکا او طالبانو دوحه کې هوکړه لاسلیک کړه، طالبان له همغې ورځې د فتحې خوبونه ګوري او دې تړون ته یې هم په ښکاره د ترهګرو د فتحې نوم ورکړ.

طالبانو دا تړون نه کو، ځکه دوی د دې لپاره هیڅ شرعي دلیل نه لري او نه ورسره د جګړې قومندانانو منله.

خو د طالبانو سیاسي مشرانو خپلو جنګي قومندانانو ته قناعت ورکړی و، چې له صبر او حوصلې کار واخلي او کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، دوی به تړون مات او وینه تویدنه به دوام وکړی.

خو دا چې دې تړون کې سیاسي او جنګي ډلې همغږې نه وې، جنګي ډلو یې تاوتریخوالي ته دوام ورکړ او هیڅ ډول باندې یې نه جګړه کمه کړه او نه یې اوربند وکړ.

دا د جنګي طالبانو مجبوریت دی چې هره ورځ افغانستان کې وینه توی کړي او هره ورځ د افغانستان یوه برخه ویجاړه کړي.

د سیاسي طالبانو مجبوریت بیا دا دی چې له امریکا سره یې هوکړه کړې او باید د هوکړې په عملي کیدو سره د نړۍ مخ له ځانه واړوي.

خو داسې و نه شول، طالبان خپل رنګ کې کوټ شول او هغه دوه مخې یې ښکاره شوه چې غوښتل یې نړیوال پرې تیر باسي.

طالبانو له یوې خوا امریکا سره د تاوتریخوالي په کمیدو هوکړه وکړه او له بلې خوا یې تاوتریخوالي ته دوام ورکړ، د تاوتریخوالي دوام کې طالبان خپل راتلونکی ګوري چې ګنې افغان حکومت به د خلکو تر فشار لاندې راشي او هر ډول غوښتنو ته به تسلیم شي.

خو داسې و نه شول، ځکه ټول خلک په دې پوهیږي چې که تر دې هم زیاتې وینې توی شي، طالبانیزم د منلو نه دی او له شاته تګ څخه د جګړې دوام ښه دی.

نړیوالو هم په کراتو کراتو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د تاوتریخوالي د زیاتیدو پرځای دې سوله باندې تمرکز وکړي او اوربند وکړي، خو طالبانو دا غوښتنې بابیزه وګڼلې چې بلاخره د نړیوالو د نارضایتۍ سبب وګرځیدې.

ناټو، اروپايي ټولنې او یو شمېر نور متحدو هېوادونو چې له افغانستان سره خواخوږي لري، د یکشنبې په ورځ ګډه اعلامیه کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی وغنده، هغه تاوتریخوالی چې طالبان یې کوي، خو د زیاتو مسوولیت نه مني.

نړیوال او په ځانګړي ډول امریکا چې په افغانستان کې فعال حضور لري، له هر څه خبريږي او مالومات ورته کیږي چې طالبان په څه بوخت دي او څه پلان لري.

له همدې کبله یې ګډه اعلامیه کې وروستۍ هدفي وژنې، نښلول کیدونکي ماینونه، ځانمرګي بریدونه او مخامخ جګړې د طالبانو کار یاد کړی، هغه جګړې او چاودنې چې د زیاتو مسوولیت طالبان نه مني.

نو طالبان مجبور دي چې یا به له امریکا سره له هوکړې تیریږي او یا به اوربند کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button