هغه له نظره شوه! لنډه کيسه

درېو خواو ته لوړ او جګ اواز شيندونکي لاوډسپيکرونه نسب شوي و ډيجيټل مستې موسيقۍ د غوږونو پردې لړزولې په ګڼه ګوڼه کې جوړې کوچنۍ حلقې کې يوه غوښنه اوهډوره پېغله چې څاک داره بې لستوڼو کالي يې په تن و،دمستې اسپې پشان په شڼا او شرنګا تاوېده،په واده کې راټولو شوو ټولو خپلوانو اوکليوالو ښځو اونجو ورته له حيرانۍ ګوتې چيچلې،يوې به ويل :

وۍ پلار مړې شې په دې نڅا تورې سترګې به دې وخوري،بلې به ويل نجلۍ نده سم لاټوده ،يوې له لرې له خندار سره په لوړه چيغه وويل نه نه!په بيټريو تاوېږي.

له حلقې په يوڅه فاصله کې دوه درې سپين سرې مېرمنې هم سره جوختې ولاړې وې، دې يوې په خپل يوه غوږ کې ګوته ايښې وه شايد د لوړې موسيقۍ وجه وه،بله سپين سرې چې دنڅېدونکې نجلۍ مور وه ، کله به يې چې ميداني نجلۍ وليده چې چورلېږي ټنډه به يې يوڅه پراخه شوه له غونجو شونډو به يې خندا لاره وکړه خو بېرته به لږه تُرشه شوه خپلو دواړو ورسره ولاړو په غاښ برابرو ښځوته يې وويل:دې بچه مړې ته مې څو دفه ويلي چې ډېره نېغه نېغه مه کېږه له نظره به شې،اوس خو دخلکو سترګې ندي سم بمونه دي بمونه،ترڅو په ځان پوهېږي په هوابه دې کړي خو داچېرته زماخبرې اوري،بيابه يې پړه دنجلۍ په ملګرو هم واچوله ويل يې خو دا جنوکۍ يې هم نه پرېدي په دوۍ کې همدا لږه ښه پوهېږي.

درېيمې سپين سرې هم په خبرو کې برخه واخسته دواړوته يې وويل:

وۍ بس کړی نو دکلي په ودونوکې خو همدا خوند وي ،نور په کلي کې څه دي همدا د ښاديو ورځې دي چې پېغلې پکې زړونه تشوي.

ورته مخامخ ولاړې دنګې زړې چې په زنه يې درې غبرګ شنه خالونه ښکارېدل وويل: دايې چېرې زده کړې ،داخو په رښتياهم داسې ده لکه د ګډېدو سبق يې چې ويلی وي.

دنجلۍ مور په يوڅه غرور اندازه ډول ځواب ورکړ:

وۍ خورې! خدای دې دا ټي وي ګان واخلي خوټوله ورځ پکې بې پرتوګه او بې کميسه ګډېږي دوی هم ورته ګوري او ورنه يادوي يې،داخو لاپرېده چې اوس يې هغه وړکۍ لوېشتينکه هم پېخې کوي،کشره لور مې درته يادوم ،هغه خوپه ټولو ګرانه هم ده چې په ټي وي کې بدله (سندره) راشي او جنکۍ ورسره تاوېږي داهم دټولو په مخ کې پورته شي او هماغه شان ورته ګډا کوي.

په ميدان کې د تاوېدونکې پېغلې پشان څو نورو چې ځانونه يې تر وروستۍ کچې سينګار کړي و په نکريزو سرو لاسونو يې ورته ګرمې چکچکې وهلې اودهغې د لا تشويق کولو لپاره يې پرې ګلونه پاشل،نجلۍ ډېره ستړې شوې وه دتاوېدو په حال کې به يې له بدنه وتونکې خولې په شاوخوا ولاړوتماشبينو ور پاشل کېدې،دنڅاګرې کورنۍ ته کومې نږدې نجلۍ غوښتل چې نوره يې کېنوي همدا چې لاسونه يې وروغځول ترڅو يې قابو کړي داچې دنجلۍ لاسونه خوی ول له کنټروله ووته او په يوه بغل ډېره کلکه ولګېده ،دنجلۍ زيات وزن او په ډېر سرعت سره تاوېدل ددې سبب شول چې له پرېوتو سره يې مخ دومره سخت په ځمکه ولګېد چې له تندي او پوزې يې وينې جارې شوي چپه پښه يې هم دوه ځايه ماته شوه په واده کې د لس ثانيو مخکې حالت په کړيکو او ژړاګانو بدل شو،ټولو چيغې کړې:

هلۍ موټر راولۍ!

د زوم لپاره ګلپوش شوي موټر کې يې واچوله ترڅو يې روغتون ته رسوله هغې خپل پور پرې کړی و،څو دقيقې لانه وې تېرې چې مړی يې په کور ننوېست.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button