دجهنمي ککری مغزي چاودنه

دآلقاعده مشراسامه بن لادن د۲۰۱۱کال دمۍ په دویمه نیټه  داسلام آبادپه چم ګاونډ کې دامریکا دمتحده ایالاتودخانګړوپوخي خواکونوپه هوایې بمباراو چټک ېرغل کې ووژل شودهغه مړی دلویوسمندرونوپه تل کې دنهنګونوخوراک ته ګوزارشو.

همداراز بې رحمه بنسټپال اوسخت دریځه جلال الدین حقاني هم کلونه وړاندې په مرموزډول مړشوی اولایې دمړیني په اړه دهغه بادار،ای اس ای لاتراوسه چوپه خوله پاتې شوی دی.

دطالبانو دمشرملا محمد عمر اخوند هم کابو دوه کاله دمخه دقطردسیاسي دفتردځینوطالبانوپه حواله په وسله واله نښته اویرغل کې وژل شوی اوپاکستاني شیطاني څارګرودهغه په نامه دجنګ جګړي اوافغان وژنې سترناورین تردې مهاله په وحشت اوبربریت سره توداوجاري ساتلی دی.

وایې له ازاره چا بازاروړی نه دی دافغان ولس قاتل اوبې ساری خبیث شیطان اودافغانستان دورانولوستر طراح جنرال حمیدګل دپاکستان دترینګلي سیاسي بحران اودافغانستان دغیوراوباتورولس دسختې غوسې اویوموټي کلک غبرګون له ډاره بې غیرته زړه ودریده اوپه ناولواومکارو مغزوکې یې دویني رګونه وشلیدل هغه شیطاني مغزه چې دمیړنیوافغانانودوینودبهولونقشې یې پکې جوړولې پخپلوناپاکووینوکې تربت او وچاودل. اودخپلوتورمخواسلافوجنرال سیا الحق اوجنرال شرعبدالرحمن سره چې داورپه لمبوکې لوخړه اوستي شوي په سقر کې یوځای شواوپه دوزخي قبر کې به دنکیر منکیرپرځای له هغه څخه توره شني سترګي ملایکه دزرګونوزرګونوبې ګناه افغانانودوژلواوشهادت په اړه پوښتنې ګرویژنې پیل کړي اودادافغانانومعلوم الحاله قاتل به دخپلوکفري اعمالوپه سزا ورسیږي.

وایې مه کوه په چا ،چې وبه شي په تا .همداشیبه دفیسبوک له لاري خبر شوم چې دپنجاب دکورنیوچاروایالتي وزیرکرنیل خانزاده اوسیمه یېزوپولیسومشرافسرسید شوکت اوګڼ شمیرپولیسان اواداري چارواکي دخپلوروزل شویوځان مرګوپه خونړي برید کې وژل شوي او ټوټې،ټوټې شویدي اوپه پاکستاني چارواکود ډاراوویرې بړبوکۍ راخورې شویدي.په دې اړه دیوه کروندګرکلیوال په زړه پوري کیسه رایاده شوه.

یوه کلیوال بزګر پخپله کرونده کې یوغوایې اوخردڅړ لپاره په غټومږویوتړلي پرې ایښي وو .سهار وختي کروندګرپټي ته ورغی چې ګوري دشپې په مهال دغرولیوانو دهغه غوایې ټوټې،ټوټې اچولې اوخوړلی دی ګڼ کلیوال هم دپیښې ځای ته ورغلل اودڅیرلې اوداړل شوی غوایه ننداره یې کوله چې ناببره دغوایه اوخره خاوند په کړس،کړس خنداپیل وکړاوپه زوره،زوره خاندي. کلیوالوترې وپوښتل چې غوایې دې لیوانوخوړلی دی اوته خاندی دخندا لامل دې څه دی؟

کروندګرورته وویل چې خره ته خاندم کله چې لیوانودغوایې په داړلواوماتولوبوخت ول خره به د ډاره څومره تیزونه اچولي وي .ټولوکلیوالوله خندانه خپل بډوډي نیولي وو.خبره دنوازشریف په اړه ده دجنرال حمیدګل دماغي سکتې اود ده دکورنیوچارووزیردخونړی وژنې له امله به د ده څه حال وي؟

.

.

دافغانستان د دوښمنانودلا نابودی اولاستروناورینونوپه هیله.

بسم الله اکبري

 

۱۶/۸/۲۰۱۵

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button