د انځر صحي ګټې.


انځر ډیره قیمتی غذا ده دبدن څخه ترویشکی جزبوی چی دغه ترویشکی دزیاتو ناروغیو سبب ګرځی
پښتورګی او مسالک بولی پریولی ،قبض ماتوی خاصتا دډیر عمر کسان که 3- 4 دانی وچ انځر په اوبو کی خشته کړی او بله ورځ سهار یې په نهاره وخوری او اوبه یې وچښی دقبض دپاره تر هر ډول ګولی انځر ښه درمل دی ،دتنفسی جهاز دالتهاب دپاره ډیره فایده کوی ،دماشومانو، سپن ږورو ، سپوټ کونکو ، دامیدوارو میرمنو دپاره ډیره ښه غذا ده ،هغه ریګ چې په پښتورګی او مثانه کی وی دهغه دخارجولو او پاکولو دپاره ډیره فایده کوی او او دپښتورګی اومثانی دپریوللو دپاره ښه درمل دی

په 100 ګرامه تازه انځر کی لاندی مواد وجود لری
اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.4 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین1بی 0.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی0.07 ملیګرامه، وېټامېن سی 2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، انرژی65

په 100 ګرامه وچ انځر کی لاندی مواد وجود لری
اوبه71.1ګرامه ، پروتېن1.2 ګرامه ، غوړ0.4 ګرامه ،کولیسترول0.07ګرامه ،کاربون هیدرات16.1 ګرامه ، تپاله 1.9 ګرامه ،وېټامین ای 75 ، وېټامین بی 10.09 ملیګرامه ، وېټامېن2 بی 0.07ملیګرامه، تریو نیکوتیک0.63 ملیګرامه ، وېټامېن سی2 ملیګرامه ، تریو ستریک340 ملیګرامه ، صودیم2 ملیګرامه ، پوتاشیم190 ملیګرامه ، کلسیم 50 ملیګرامه ، مګنیزیم21 ملیګرامه ، اوسپنه0.8 ملیګرامه ، مس0.07 ملیګرامه ، فوسفور40 ملیګرامه ، ګوګړ12 ملیګرامه ، کلورین16 ملیګرامه ، یود0.35 ، کارسین (زنک)0.25 انرژی65

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button