دسپکو تول

محمدعمر ننګیار

————
ماچې تااوستادرنښت ته كتل سمه اوغرستاپه انډول راته سپك وو،مابه داسوچ كوه چې ته لكه غرونه دروند يي،بيابه مې په خپل فكرشك وكړچې ګوندې خطاوتي يم،غرونه ستادتول په وړاندې لكه بڼكه سپك دي،نوپه چرت كې به لاړم چې په څه دې وتلم؟
ستادشانه سره درنده تيږه شته؟ځواب به يې راته څرګند وچې نه ،نوبيادې څه له تلم؟ يوشپه چې مي دهمدغوچرتونوپه زنګون سرايښودي و،په خوب كې مي ستادتللوشوق وكړدخوب په دنياګۍ كې مې دټولې نړۍ غرونه،سيندونه،دښتې اوځنګلونه راټول كړل كه څه هم شرميدم چې تاتللم درسره مې په تول كې واچول،هغه خواتله درنده وه،په تلې شكمن شوم ځكه په تامې باور وو، په بلې تلې مې بياوتللې هماغه حال وو،بيامې ځان سره وويل:كيداى شي بنيادم دې،يوغرمې ترې كم كړ،خوشحاله نه شوم څوغرونه،دښتې سيندونه مې وارپه واركمول بياهم ستادخواتله سپكيده په ماخولې راماتې وې چې څه وينم؟
بيامې پاتې غرونه،سيندونه،دښتې اوځنګلونه دتلې لرې كړل.دناكامه مې په څوكچه كاڼووتللې خداى شته كچه كاڼوته شرمنده شوم.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button