رنګين ژوند

محمدعمر ننګیار

دده ژوند درنګونوژونددى،دی خپل ذاتي رنګ نلري نوځكه خودهررنګ سره دی رنګ وې اوهرخوند سره دې خوند.
ده ځان په څواړخوويشلي دى اوهراړخ يي په يورنګ رنګ كړى نوځكه خوپه چاپيريال کې د رنګین په نامه یادیږي .
دده په باور،دارنګونه دي چې سړي ته رنګ اوخوندوربخښي كه دتورسره ته تورنشى اودسپين سره ته سپين ،هيڅكله به په دى لالهانده ژوندكي آرام ونه مومى اوددى رنګيني دنياګۍ دخوندونونه به خوند وانخلى.
دى وايي:
په چايي څه؟!چې يوساعت توريم بل ساعت سپين ياسوريم كله هم شين، رنګونه اوبورسونه مې خپل دى اړخونه مې هم خپل، دهرغوړرنګ مخى ته چې ورشم تكليف دپرديتوب نلرم دسترګى په رپ كي خپل هغه اړخ چې ددى غوړرنګ سره نژدي دى تازه كوم، نورنود هغي يم اوهغه ځما، دلته دى خوندونه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button