یوه خاطره چې انتباهی او اصلاحی اړخونه لري

سید عبیدالله نادر

یوه خاطره چې انتباهی او اصلاحی اړخونه لري

د ۲۰۲۰ کال د آګست په ۱۸ نیټه مونږ ته احوال راورسید ، چې چې د پراخي اورلګیدنۍ له کبله چې په احتمال سره زمونږ کورونو خواته نژدي کیده ، نو مونږ ته ووئیل شول : چې خپل کورونه پریږدو ، او د ګارنیویل د علاقی نه سونامه کونتی خواته چې د سانفرانسسکو مربوط او بیا د آمریکا دکلفرنیا ایالت پوری تړلي بلل کيږي ولاړ شو ، او ځانونه د احتمالي خطراتو څخه په امان کړو ، نو زمونږ د کورونو د ادارې چارو مدیرۍ د اعلان په اساس مو، ټولو په عسکری شکل ټول ځایونه تخلیه کړل او ( سو نامه کونټي ) خواته لاړو ، چا چې لیري او نېږدې خپلوان درلودل ټوله د خپلوانو کره ولاړل ،مونږ په داسي حال کې کورونه پریښودل چې د کرونا د قرنطین شپږمه میاشت مو وه ،نو لاړو ښار ته دوه ورځي مو په هوټلولنو کې ژوند وکړ ، مونږ زمونږ ته د کورنو مسئولي له خوا ډاډ راکړ شو ، چې هر څومره مصارف مونږ وکړو ، هغه به مونږ ته د دولت له خوا راکول کیږي . په دریمه ورځ د کورونو د تنظیم د مدیری له خوا ځواب راغی ، چې تاسي کولای شئ ، په سونامه کونتی کې د آی سی آر سی دفترته مراجعه وکړئ ، هغوي به تاسي ته یو اَمن ځای کې ، په یو ښه هوټل کې ځای ونیسی ، که څه هم ډیر قیمتی و ي ، په سبا یې همداسي هم وشول ، د دولت خوا په یو ډیر ماډرن او قیمتی هوتل کې مونږ ته ځای راکړل شو، او وروسته د لسو ورځو څخه په دي هوټل کې د اوسیدنې نه، مونږ ته امر وشو چې خپل ښارونو او کورونو ته بیرته راوګر ځو ، د خطراتو احتمالات کم شو ي ،مونږه ټولو چې دا خبر واوریده ، خپلو کورونو خواته دوباره راوګرځیدو ، خو مونږه ټولو دا فکر کاوه چې زمونږ په ښارګوټي کې ډیری خلک نه وو آیا چې دا کورونو ورنو به غلو نه وي خلاص کړي؟ یا ښیښي به یې نه وي ورماتي کړي ؟، آیا دا کورونه به په اَ من کې پاتي وي ؟ خو عجیبه ده چې خپلو کورونو ته راغلو و مو لیدل چې د هیڅ چا دروازه هم نه ده خلاصه شوي ، او ټولو خلکو او ګاونډی کورونو په شمول زمونږ کورونه صحیح او سالم ول ،لنډه کیسه چې هر څه صحیح او سالم ول ، او د هیڅ چا غلا نه وه شوي ،په هر صورت د دي باوجود چې د ډوډۍ

مصارف هم دوي په غاړه اخیستي وو ، یو لړ اضافه مرستي د خرڅ او خوراک په برخه کې مونږ سره وشوي ، په داسي حال کې چې بی ځایه شوي خلک ۷۷ زره کورونو ته رسیده ، او دا ډیره لویه کچه خلک وو ، خو دولت د آمریکا دومره توانائی په ځان کې لیده ، چې د ټولو د تحفظ ضمه واری یې اخیستی وه ، او دا ډیر ګران کار وو ، خو د دوی د وړاندلیدنۍ قدرت یې هم ښوده ، د بلي خوا ټوله کورونه په امنیت کې پاتي کیدل ،دا هم ددوی د امنیتی قوت او ښه والی یې ښود ه،

نو خپل وطن د پاره می هم داسي یو نظام چې دهر انسان سر او مال په کې خوندي وي ،او په هره مصیبتونو کې ،ډیر ژر ، په موقع او په بیړه ،د خپلو آفت زپلو او مصیبت زپلو خلکوخدمت ته په خپل وخت او زمان

ورسیږي ،او د خلکو په خدمت کې وي ، دامی خپلو خلکو ته آرزو ده ،

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button